سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په چارو کې د ایران او چین ځانګړیو استازیو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان لپاره د ایران او چین ځانګړیو استازیو د افغانستان په اړه د خپلو ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي له یو بل سره خبرې کړي او همدا راز یې په افغانستان کې پر دایمي ثبات، سولې او ګډې همکاری ټینګار کړی دی.
له هغې وروسته، چې د ایران او چین ولسمشرانو په بیجینګ کې ولیدل؛ د افغانستان پر مسایلو او له دې هېواد سره د ګډې همکاری پر دوام ټینګار وکړ؛ نو ورسره سم د افغانستان لپاره د دې دواړو هېوادونو ځانګړیو استازیو هم له یو بل سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې د خپلو ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي سره خبرې کړې دي.
دغه راز د چین ځانګړي استازي ویلي، چې له دې سفر مخکې یې په قطر کې د افغانستان په اړه د قطر له لوړپوړیو چارواکو، په دوحه کې د پاکستان له سفیر او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره کتلي او خبرې کړې دي.
د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې، ثبات او ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار شوی دی.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي؛ د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره د ایران او چین د ولسمشرانو د پرېکړو د عملي کېدو پر څرنګوالي مې دوستانه او کارنده لیدنه درلوده. په دې لیدنه کې د افغانستان د دایمي سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره د پکن- تهران ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو او د همکاریو د عملي کېدو لپاره لارې چارې و ارزول شوې.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي بیا قطر ته د خپل وروستي سفر په تړاو په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې په خپل دې سفر کې یې د قطر له لوړ پوړیو چارواکو، د پاکستان له سفیر او همدا راز د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره د افغانستان پر موضوعاتو غږېدلی دی.
لدې وړاندې د ایران او چین ولسمشرانو په خپله وروستی لیدنه کې د افغانستان لپاره د یو ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و او همدا راز یې د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو له اسلامي امارته غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د کار او زده کړې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي او همدا راز یې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام اړین بللی و.
سیمه ییز خبرونه
ایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
د ایران سپاه پاسداران د سېشنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.
ایران وايي، چې د تېلو بندول به تر هغې روان وساتي، چې پر دې هېواد بریدونه پای ته ونهرسیږي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرې د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.
د ایران سپاه پاسداران د سېشنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټرمپ څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې پر ورځ امنیتي بنسټونو د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا خامنهیي له غوراوي خبر ورکړ، چې ورسره نړیوال مالي بازارونه هم له اندېښنو سره مخ شول.
ټرمپ څرګنده کړې؛ امریکا د ایران پوځ ته جدي زیان رسولی او وړاندویېنه یې کړې، چې شخړه به د هغه له ټاکل شوي څلور اوونیز وخت څخه مخکې پای ته ورسیږي. که څه هم هغه د بریا له څرنګوالي څه ندي ویلي.
اسرائیل ويلي؛ د دوی د جګړې موخه د ایران د مذهبي واکمنۍ د سیسټم نسکورول دي.
امریکایي چارواکو ويلي، چې د واشنګټن هدف د ایران د توغندیزو وړتیاوو او اټومي پروګرام له منځه وړل دي؛ خو ټرمپ ویلي، جګړه یوازې د ایران د حکومت له اطاعت سره پای ته رسېدلی شي.
د ایران یوه ویاند دولتي رسنیو ته ویلي، “مونږ هغه کسان یوو، چې د جګړې پای ټاکو.”
دغه راز ویل کیږي، چې د تهران د تېلو پر چاڼخونې له برید وروسته د جګړې له کبله د هرمز تنګي د بندېدا ګواښ نړۍ ته د انرژۍ نهرسېدلو په اړه بېلابېلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اندېښنې رامنځته کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
مجتبا خامنهیي د ایران نوی مذهبي رهبر شو
نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس لهخوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنهیي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.
ایران د دوشنبې پر ورځ د علي خامنهیي ځایناستی د هغه زوی سخت دریځی مجتبا خامنهیي د مذهي رهبر په توګه ونوماوه.
رویټرز راپور ورکړی، چې مجتبا یو داسې عالم دی، چې د ایران په امنیتي ځواکونو کې نه یوازې پراخ نفوذ لري، بلکې له پلاره ورپاتې د سوداګریزو برخو رهبري هم کوي.
نوموړی د یکشنبې پر ورځ د خبرګانو مجلس لهخوا، چې د ۸۸ غړيو پر لرلو د علي خامنهیي د ځایناستي د غوره کولو دنده لري؛ مخکښ وګڼل شو.
د خبرګانو مجلس د تهران د وخت له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: “د یوې پرېکنده رایې له مخې آیت الله سید مجتبا حسیني خامنهیي د ایران درېیم رهبر شو.”
دا مقام مجتبا ته په حکومتي چارو کې بشپړواک ورکوي.
ټرمپ د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا د ټاکنې په غبرګون کې ویلي: “وګورو، چې څه پېښیږي.
ټرمپ د نوي مذهبي رهبر له نومولو وروسته له اسرائیل ټایمز سره په یوه مرکه کې له هر اړخیز ځواب ویلو څخه ډډه کړې؛ خو یوازې یې وویل: ” وګورو، چې څه پېښیږي.”
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ په دې مرکه کې ویلي، چې د جګړې پای ته رسول د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ګډه پرېکړه غواړي.
د مجتبا پلار ستر مذهبي رهبر علي خامنهیي له یوې اوونۍ څخه ډېر وخت کیږي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په پیل شویو لومړیو بریدونو کې وژل شوی دی.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایران د وسلوالو ځواکونو مشرتابه مجتبا خامنهیي ته د وفادارۍ ژمنه کړې او د سپاه پاسدارانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي؛ دوی چمتو دي، چې له نوي مذهبي رهبر ملاتړ روان وساتي.
د ایران امنیت شورا رییس علي لاریجاني د یکشنبې پر ورځ د ایران په دولتي ټلویزیون کې له اعلان وروسته ویلي، چې د خبرګانو مجلس د نوي ستر مذهبي رهبر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه؛ سره له دې، چې ورسره ګواښونه هم مل ول.
لاریجاني ویلي؛ مجتبا خامنهیي کولی شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد رهبري وکړي او پر نوي رهبر یې د راټولېدو غوښتنه وکړه.
ایران د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې په ټوله سیمه کې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی د امریکا نااړینو دولتي کارمندانو او د هغو د کورنۍ غړو ته امر کړی، چې د خطرونو له کبله له سعودي عربستان څخه ووځي.
د سعودي دفاع وزارت د امریکا پر سفارت د ایران له برید وروسته د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی یوه ډرون الوتکه ویشتلې، چې هڅه یې کوله ډیپلوماټیکه سیمه پر نښه کړي.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د کمپاین پر نهمه ورځ د جګړې شدت زیات او د تهران پر فضا تور لوګی پورته شو. د ایران اوسېدونکو ویلي، چې د تېلو پر زیرمو د بریدونو له کبله د شپې آسمان پر نارنجي شعلو ړنا و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي، چې دا برید پراخه و.
ویل کیږي، چې د ایران د نوي مذهبي مشر له معرفي کولو وروسته د تېلو بیه هم لوړه شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
د ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
هغه په یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې “ځینې خنډونه” اوس هم حل ته اړتیا لري.
د ایران د خبرګانو مجلس غړی محمد مهدي میرباقري ويلي، چې د ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه د “اکثریت” نظر چمتو شوی دی.
هغه په یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې “ځینې خنډونه” اوس هم حل ته اړتیا لري.
ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د خبرګانو مجلس په دې اړه یو کوچنی اختلاف لري، چې آیا د دوی وروستۍ پرېکړه باید له حضوري ناستې وروسته وشي یا پرته له داسې رسمي مراسمو رامنځته شي.
دغه راز د خبرګانو مجلس بل غړي محسن حیدري آل کثیر په یوه ویډیو کې ویلي؛ په اوسنيو شرایطو کې د وروستۍ رایې لپاره د غونډې مخامخ یا حضوري ناسته ممکنه نده.
نوموړي زیاته کړې: دا غوراوی د علي خامنهیي د سپارښتنې له مخې د ایران رهبر باید داسې څوک وي، چې دښمن ترې کرکه ولري؛ نه دا، چې ستایل شوی وي.
حیدري آل کثیر د غوره شوي ځایناستي په اړه وایي: «حتا لوی شیطان (امریکا) د هغه نوم یاد کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه: د خامنهیي زوی مجتبی ورته د «نه منلو » غوراوی دی.
-
تازه خبرونه2 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه5 days agoچین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
-
تازه خبرونه2 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
تازه خبرونه5 days agoپه خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستانیو پوځيانو پر بریدونو ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي
-
سوداگري2 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
