Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکټ بورد د ۲۰۲۳ اسیا جام سیالیو ملي لوبډله اعلان کړه

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۶, ۱۴۰۲

د افغانستان کرکت بورد غوراوي کمیتې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۵ ) په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې د وږي پر ۸ به په اسیا جام کې ولوبیږي.

د اسیا جام سیالۍ به د وږي پر ۸ / د اګست پر ۳۰ پیل او د وږي تر ۲۶ / د سپتمبر تر ۱۷ نېټې پورې په پاکستان او سریلانکا کې ترسره شي.

محمد سلیم ساپی او عبدالرحمن دوه توپ اچوونکي، چې د پاکستان پر وړاندې په وروستیو سیالیو کې د ملي لوبډلې برخه وه؛ په لوبډله کې ساتل شوي. په داسې حال کې، چې د اسیا جام سیالیو له نوملړه فرید احمد ملک او وفادار مومند ایستل شوي دي.

د هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ټپي کېدو له کبله له نوملړ څخه ایستل شوی او پر ځای یې د هېواد د ملي لوبډلې دوه نور تکړه غړي ګلبدین نایب او کریم جنت د سیالیو لپاره د لوبډلې برخه ګرځېدلي دي.

د ملي لوبډلې بل تکړه لوبغاړی شرف الدین اشرف هم په دغه نوملړ کې ځای لري، چې د اړتیا له مخې به د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

همدارنګه نجیب الله ځدراڼ، چې د زنګون د ټپ له کبله د پاکستان پر وړاندې د ملي لوبډلې له تېرو سیالیو لرې کړای شوی و؛ د اسیا جام لپاره د لوبغاړو په نوملړ کې راغلی دی او تمه ده، چې د کرکت له پیل مخکې به یو ځل بیا لوبو ته چمتو شي.

دغه راز شاهدالله کمال، چې د پاکستان خلاف په وروستیو سیالیو کې د ځدراڼ پر ځای لوبېدلی و؛ د اسیا جام لپاره د لوبغاړو له نوملړ څخه ایستل شوی دی.

د کرکت د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ دا دی:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (ویکت ساتونکی)، اکرام علي خېل (ویکت ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نوراحمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي.

آریانا تلویزیون به په ټول هېواد کې د کرکت مینه والو ته هره ورځ د وږي له ۸ ( د چارشنبې له ورځې ) ۱:۳۰ ټولې لوبې تر فاینل( د وږي تر ۲۶) پورې، چې په کولمبو کې ترسره کیږي پر ژوندۍ بڼه خپروي.

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي، چې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.

افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د وږي پر ۱۲ / د سپتمبر پر ۳ نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د وږي پر ۱۵ / د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.

د لوبو د مهالوېش د پوهېدو لپاره داځای کېکاږئ!

لوبی

په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې پیروزي پنجشېر او اتحاد لوبدلو لوبې وګتلې

د سیالیو مینه‌وال د دې زړه‌راکښونکي فصل د راتلونکو سیالیو د لیدو پر تمه دي.

Published

on

د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو د پنجشنبې پر ورځ له دوه پر زړه پورې سیالیو سره ولوبېدل؛ ځکه، چې په دیارلسمه لوبه کې  پیروزي پنجشېر میهن لوبډلې ته ۴ پر ۲ د پام وړ ماتې ورکړه او اتحاد لوبډلې څوارلسمه لوبه له نورزاد لوبډلې ۳ پر ۰ وګټله.

د سیالیو مینه‌وال د دې زړه‌راکښونکي فصل د راتلونکو سیالیو د لیدو پر تمه دي.

پېنځلسمې او شپارلسمې دوه نورې لوبې به د جمعې پر ورځ ترسره شي. په پېنځلسمه لوبه کې به  ۱:۳۰ زیتون او امید سره مخ شي او په شپاړلسمه لوبه کې  ۳:۴۵ د غزني دیار سنايي لوبډله له صداقت سره سیالي کوي.

د دې سیالیو مینه‌وال کولی شي ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون  ATN  څخه وګوري.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان فوټسال لیګ کې صداقت ۱۰ او آریا فورج ۴ ګولونه ووهل

دغه راز په دولسمه لوبه کې د آریا فورج لوبډلې لوبغاړي وتوانېدل، چې د غزني دیارسنايي لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۴

په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې د صداقت اف‌سي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ یوولسمه لوبه ظاهر اسد لوبډلې ته ۱۰ پر ۲ زړه‌راکښونکې ماتې ورکړه.

دغه راز په دولسمه لوبه کې د آریا فورج لوبډلې لوبغاړي وتوانېدل، چې د غزني دیارسنايي لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړي.

دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره شوې دي.

د دې لیګ په دیارلسمه لوبه کې به سبا (پنجشنبه) د پیروزي پنجشېر او جوانان میهن لوبډلې سره مخامخ شي.

په څوارلسمه لوبه کې به نورزاد فوټسال لوبډله له اتحاد لوبډلې سره مخامخ شي.

د فوټسال مینه‌وال کولی شي په ټول هېواد کې دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون ATN کې وګوري.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان فوټسال لیګ کې دوه لوبې مساوي پای ته ورسېدې

د اتحاد اف‌سي لپاره یوازنی ګول رضا حسین پور وواهه او د امید افذسي لپاره یوازنی ګول علي رضا ترسره کړ.

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!