Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون (دوشنبه د مرغومي ۴ ) له عربي متحده اماراتو سره په لومړۍ روزنیزې یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۰۹ منډو پر توپیر بری خپل کړ.

دغه لوبه، چې د عربي متحده اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شوه؛ افغانستان له خپل نوي جوړښت سره بریالی شو، چې خپل سیال ته ماتې ورکړي.

په دې لوبه کې عربي متحده اماراتو پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۱۴ منډې یې جوړې او اماراتو ته یې د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لوبډلې د یمین احمدزي پر زړه پورې توپ‌اچونې افغانستان ته د بریا زمینه برابره کړه او د ۵ سیالو لوبغاړو پر سوځولو بریالی شو.

د اماراتو لوبډلې په ۳۰.۴ اورونو کې ۱۰۵ منډې جوړې کړې؛ خو خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او له ډګره د افغانستان پر ګټه ووتل.

د توپ‌وهنې په برخه کې بشیر شاه د افغانستان لپاره ۴۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان له نوي جوړښت سره دې سیالیو ته تللي او په کې یوازې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، ګلبدین نایب او عظمت الله عمرزی د ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه لوبه کوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه‌یمه یوه ورځنۍ لوبه سبا (چارشنبه د مرغومي ۶ ) ترسره شي.

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!