Connect with us

سوداگري

د ترمذ سوداګریز مرکز د افغان – ازبک په اړیکو کې اړین رول لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

خپور شوی

د

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې او له افغانستان سره پولې ته نږدې یې د نوي نړیوال سوداګریز مرکز پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار څرګند کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

ګالوزین د سرخان‌دریا د اړوند سیمې پرمختګ وستایه او هغه یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت لرونکې «ځانګړې سیمه» وبلله.

هغه زیاته کړې؛ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې په یوه آزاد سوداګریز زون کې موقعیت لري؛ په ځانګړي توګه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو ښه ګام دی.

هغه زیاته کړې دا مرکز به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د یوریشیا د پراخو سټراټیژیکو ملګرتیاوو په وده کې هم بنسټیز رول ولوبوي.

دا سوداګریز مرکز د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف پر فرمان رامنځته شوی، چې د ازبکستان او افغان سوداګرو لپاره د توکو او پانګونې د نندارې لپاره سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.

ګالوزین په دې پروژه کې د ګډون لپاره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورې پراختیا غوښتنه هم وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ د ترمذ سوداګریز مرکز او نړیوالو کنفرانسونو په څیر نوښتونه به د مستقیمو اقتصادي اړیکو په رامنځته کولو کې نه یوازې اړین رول ولوبوي، بلکې د اکمالاتي زنځیرونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي او د ټولې سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

سوداگري

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ته په ازبکستان کې له امریکايي پانګوالو سره د لیدنې بلنه ورکړ شوه

دغه راز هاشمي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره هم د لیدنې پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جفري ګریکو په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سید کریم هاشمي سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې دي.

سید کریم هاشمي له جفري ګریکو سره په دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي د افغان-امريکايانو په ګډون له امريکايي شرکتونو او پانګوالو سره د افغان سوداګرو د نښلولو او د افغانستان صادراتو ته د امریکا په بازار کې د ډېرو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

هاشمي همداراز د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو ترمنځ پر مستقیم تعامل، د ټکنالوژۍ او مدیریتي تجربو پر لېږد او د متشبثینو او کوچنیو شرکتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادېدا لپاره د هڅو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې دا شتمنۍ د افغانستان د خلکو حق دی.

دغه راز ګریکو د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ پر نږدې همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې څو امریکايي شرکتونو د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس هاشمي ته بلنه ورکړه، چې په ازبکستان کې به د راتلونکې اقتصادي غونډې پر مهال امریکايي سوداګرو او پانګوالو ته د افغانستان د پانګونې فرصتونه وروپېژني.

دغه راز هاشمي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره هم د لیدنې پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې، د ګډو پانګونو پر جلبولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو پر رامنځته کولو بحث کړی دی.

هاشمي د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ، د تخنیکي پوهې د لېږد او صنعتي تخصصونو د شریکولو لپاره د روسي متخصصانو د استولو غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونې خپلې همکارۍ پراخې کړي او د فعالو سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو نوملړونه سره تبادله کړي.

د دغې لیدنې پر مهال ژیرنوف ویلي؛ د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګرۍ مثبته وده کړې، خو اوس هم د خپل بشپړ ظرفیت تر کچې نه‌ده رسېدلې. هغه د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو او د عملي اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د روسیې سفیر ژمنه کړې، چې د افغانستان د پانګونې فرصتونه او سترې اقتصادي پروژې به روسي سوداګرو او پانګوالو ته معرفي کړي او په نړیوالو کنفرانسونو او اقتصادي غونډو کې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ پیاوړې اړیکې به د افغانستان او روسیې د پراخو اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي

دا څرګندونې د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ له ګډې غونډې وروسته راپورته شوې دي.

Published

on

د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې سوداګریز بانکونه به د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د هغې پروژې د لګښت په برابرولو کې ونډه واخلي، چې ټول لګښت یې نږدې ۵۵ میلیارډ افغانۍ اټکل شوی دی.

دا څرګندونې د افغانستان بانک، مالیې وزارت او د سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ له ګډې غونډې وروسته راپورته شوې دي.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، په دې وروستیو کې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ او مالیې وزارت پر همغږۍ د ملي پراختیایي پروژو د مالي لګښت تګلاره وروستۍ شوې ده.

د دې تګلارې له مخې؛ سوداګریزو بانکونو ته زمینه برابره شوې، چې په سترو بنسټیزو پروژو کې مستقیمه پانګونه وکړي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد ویلي، چې بانکي سکټور کولی شي د کورني پانګونې له لارې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو په چټکې پلي‌کېدا کې مهم رول ولوبوي.

خالد زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیتي وضعیت ښه‌والي د سترو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک به د خصوصي سکټور د ونډې د هڅونې لپاره اړین ملاتړ او آسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز د سوداګریزو بانکونو استازو هم د اوسپنې‌پټلۍ په دې پروژه کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی ښودلی او په ملي پراختیایي پروژو کې یې ګډون د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هم یو فرصت او هم یو مسوولیت بللی دی.

د یادونې ده، چې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې‌پټلۍ پروژه ۶۵۷ کیلومټره اوږدوالی لري. دغه پروژه د اقتصادي ودې د پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سیمه‌ییزو نښلوونکو لارو د ښه‌والي لپاره طرحه شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د ایران او افغانستان اقتصاد ګډې پانګونې ته اړتیا لري- د خراسان رضوي والي

د ایرنا راپور له مخې، مظفري د ایران او افغانستان ګډو فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه وړتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

Published

on

د ایران خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په مشهد کې د افغانستان له سرکونسل نورمحمد متوکل سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ د متقابل تعامل، همکاریو او ګډو پانګونو له لارې شونی دی.

د ایرنا راپور له مخې، مظفري د ایران او افغانستان ګډو فرهنګي او اقتصادي اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دغه وړتیاوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

هغه زیاته کړې، افغانستان تل د ایران له مهمو اقتصادي شریکانو څخه و او باید د شته وړتیاوو پر کارولو دوه‌ا‌ړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړې شي.

د خراسان رضوي والي د اسلام‌کلا پولې پر ارزښت هم ټینګار کړی او وایي؛ هڅې روانې دي، چې دغه سرحدي لاره د ایران له تر ټولو منظمو او پرمختللو سرحدي دروازو څخه وګرځي.

هغه د پولې دواړو غاړو ته د آزادو اقتصادي سیمو د جوړولو وړاندیز هم وکړ او څرګندوي، دا اقدام کولی شي د ګډو پانګونو د جذب او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

مظفري په ایران کې د افغان وګړو د حضور د تنظیم موضوع ته هم نغوته کړې ده څرګندوي؛ موخه دا ده، چې د افغانانو ورتګ، استوګنه او کار د یوه روښانه او قانوني چوکاټ له مخې تنظیم شي.

هغه زیاته کړې، اقتصادي هڅاندو(فعالانو) ته د کاري ویزو ورکول او د افغانانو د حضور لپاره د ځانګړو تګلارو رامنځته کول له روانو پروګرامونو څخه دي.

نوموړي په ایران کې د افغان وګړو د عزت او کرامت پر ساتنې ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د غیرقانوني تګ‌راتګ د مخنیوي او د قانوني تګلارو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

دغه راز په مشهد کې د افغانستان سرکونسل نورمحمد متوکل د هرات او تایباد ترمنځ د ټکسي خدمتونو د بېرته پیل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې دغه خدمتونه د جګړې له پیل وروسته درېدلي او تر اوسه بېرته چالان شوي نه‌دي.

هغه په ایران کې د افغان وګړو ځینو ستونزو لکه د روغتیايي بیمې لګښتونو او افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد موضوع ته هم نغوته کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتونکی شو.

متوکل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو هوکړو پر عملي کېدا ټینګار وکړ او وایي، چې د دغو هوکړو پلي کېدا کولی شي د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!