Connect with us

تازه خبرونه

د نشه‌یي توکو د قاچاق پر تور له پېنځه زره ډېر کسان نیول شوي – کورنیو چارو وزارت

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۱۴, ۱۴۰۱

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۴۲۱۰ عملیاتو کې د څلور بهرنیو وګړیو په ګډون ۵ زره ۵۱ کسان د نشهيي توکو د قاچاق پر تور نیول شوي دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ستراتیژۍ عملیاتي رییس محمدالله احمدي د شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه ) په کابل کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې څرګنده کړې، چې په تېر کال کې زرګونه روږدي کسان راټول شوي دي.

دغه راز  له پېنځه سوه ټنو ډېر نشه‌يي او الکولي توکي نیول شوي او د هغو د توليد او پروسس ١٧٠ فابريکې ويجاړې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د څو وزارتونو له مرستیالانو سره د همغږۍ په غونډه کې وویل چې له افغانستانه به د نشه يي توکو ریښې وباسي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق اخند وايي؛ د نشه يي توکو له کښت، قاچاق او استعمال سره د مبارزې په برخه کې د ټولو ادارو همغږي به له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو لمن ټوله کړي.

مسوولین وايي چې د څه باندې یوه کال په موده کې یې د زرګونو روږدو کسانو درملنه کړې او زرګونه نور تر درملنې لاندې دي.

په دې غونډه کې د یوشمېر وزارتونو مرستیالانو برخه اخیستې وه، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ لپاره حل لارې شریکې کړي.

د امر باالمعروف وزارت مرستیال عدالرحمن منیب وايي، چې له نشه‌یي توکو سره مبارزه یوه شرعي موضوع ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي؛ هغه کسان، چې له نشه‌يي توکو رغیږي، باید ورته د کار زمینه برابره شي.

د امرباالمعروف وزارت مرستیال عبدالرحمن منیر وايي، په هېواد کې د کوکنارو د کښت او توليد سره مبارزه یو شرعي امر دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، چې هڅه کوي په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق او استعمال صفر ته راکښته کړي؛ ځکه، چې د اسلامي امارت د رهبر په فرمان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي سپارښتنه شوې ده.

تازه خبرونه

په آلمان کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړ

د یادې قونسلګرۍ د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال نږدې څلور زره پاسپورټونه تر چاپ لاندې دي او ټاکل شوې، چې ډېر ژر چمتو او غوښتونکو ته ووېشل شي.

Published

on

د آلمان په بن کې د افغانستان قونسلګرۍ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت ته د دې ماموریت د مدیریت او چارو له سپارلو وروسته افغانانو تهه د پاسپورټونو د ورکولو او وېش بهیر له اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شوی دی.

د یادې قونسلګرۍ د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال نږدې څلور زره پاسپورټونه تر چاپ لاندې دي او ټاکل شوې، چې ډېر ژر چمتو او غوښتونکو ته ووېشل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ډیورنډ کرښې په اړوند سیمو کې روانو شخړو د خوړو ناورین ته لمن وهلې   

آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

Published

on

د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دولسمه) په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) استازي او مدیر جان آیلاف له ژنیو څخه په زوم کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان د ډیورنډ کرښې په ختیځو، سویلي او لویدیځو اړوند سیمو کې د ناامنۍ زیاتوالی پر زیان منونکو کورنیو فشار راوړي.

آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

د تاوتریخوالي زیاتوالي د WFP بېړني حالت، ټولنیز خوندیتوب، د ښوونځي د خوړو او معیشت د مرستې پروګرامونه لنډمهالي ځنډولي، چې شاوخوا ۱۶۰زره خلک یې د خوړو مرستې ته له لاسرسي څخه بې برخې کړي دي.

آیلاف د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۲۵ کال د اګست د یودېرشمې زلزلې ته پر نغوته(اشاره ) ویلي: «د کونړ او ننګرهار ولایتونو خلک، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست یادې زلزلې ځپلي؛ اوس له د ډیورنډ کرښې له نښتو سره مخ دي، چې د دوی خراب وضعیت یې نور هم خراب کړی دی.

په لویدیځو ولایتونو کې د ایران تاوتریخوالی د کډوالو د راستنېدا په شمېر کې د زیاتېدا لامل شوی دی.

آیلاف زیاته کړې، چې د دې خلکو راستنېدل د فقر، بې کارۍ او لوږې سره یوځای، پر کم تمویل شوي بشري سیسټم نور فشار هم راوړ دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې له اوسني وضعیت او محدودو سرچینو سره د خوړو نړیوال پروګرام به ونشي کولی، چې بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته کافي مرسته چمتو کړي. د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره د دې بنسټ مالي اړتیاوې ۳۱۳ میلیون ډالر اعلان شوي دي.

آیلاف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پخپلو ژمنو ودریږي او افغانستان په دې بده ورځ کې یوازې خوشې نګړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې افغان او چینایي استازو د سیمي پر امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نه‌مداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.

Published

on

په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي توګه د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېري په اړه بشپړ بحث تر سره شو.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نه‌مداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.

دغه راز نوموړي څرګنده کړې، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی، چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام، چې له دې اصل سره په ټکر کې وي؛ نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر عمومي امنیت هم منفي اغېز کوي.

د چین ولسي جمهوریت سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه د اندېښنې څرګندونو تر څنګ ویلي، چې چین د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.

هغه هیله وښوده، چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي او ټینګار یې وکړ، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي؛ خو د سیمې هېوادونه کولی شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې شنډې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!