تازه خبرونه
د «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
رئیس اتحادیه ژورنالیستان آزاد افغانستان، در مراسم رونمایی از ویبسایت «پرمختگ» در ارگ گفت که رسانهها در جریان «تجاوز پاکستان» مسئولیت حرفهای خود را بهگونه کامل انجام دادهاند و این موضوع برای همه قابل مشاهده بوده است.
نن( یکشنبه د وري دېرشمه ) په اړګ د افغانستان د رسنیو د معلوماتي سرچینې په توګه د «پرمختګ» نومې اوبپاڼې د مخکتنې مراسم د «ارګپاڼې» د سلمې ګڼې له خپرېدا سره هممهاله د لوړپوړو چارواکو لهخوا ترسره شول.
په دې مراسمو کې د ریاستالوزرا د دفتر رئیس ډاکټر واسع، د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګندوي، چې په نننۍ نړۍ کې معلومات د ټولنو د مدیریت او څارنې لپاره اړین رول لري او اسلامي امارت هم دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي او ژمن دی، چې خلکو ته د معلوماتو د لاسرسي زمینه برابروي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ حکومت د معلوماتو شریکولو ته پرته له سانسوره ژمن دی او هڅه کوي د رسنیو د فعالیت لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
دغه راز د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله ویلي، چې معلوماتو ته لاسرسی کولی شي د خلکو او نظام پر ژوند مثبت اغېز ولري.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري او د رسنیو د آسانه لاسرسي لپاره یو معلوماتي بانک جوړ شوی، چې دقیق او مستند معلومات ورته برابر شي.
مجاهد زیاته کړې؛ د دې معلوماتي بانک موخه د پرمختګونو په اړه دقیق معلومات وړاندې کول او د «دښمن» د تبلیغاتو مخنیوی دی.
هغه زیاته کړې، چې په «پرمختګ» اوبپاڼه کې وړاندې کېدونکي معلومات به مسوولانه اداره کېږي او د رسنیو لپاره به د باور وړ سرچینه وي.
نوموړي ویلي: «ویاندویان مسوولیت لري، چې معلومات ژر تر ژره له دې بانک سره شریک کړي، چې خلکو ته ورسيږي.»
دغه راز مجاهد ټینګار کړی، چې رسنۍ باید له دې اوبپاڼې څخه د یوې باوري سرچینې په توګه ګټه واخلي او وایي: «رسنۍ د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ کار کوي او د هېواد په ګټه فعالیت کوي.»
هغه ویلي: «مشران د رسنیو له وروستیو فعالیتونو خبر او خوښ دی.»
دغه راز مجاهد ډاډ ورکړ، چې هېواد کې پاتې رسنۍ ملي ریښي لري او فعالیتونه یې د اعتبار وړ دي.
د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې رییس حجتالله مجددي په دې مراسمو کې ویلي، چې رسنیو د «پاکستان د یرغل» پر مهال خپله مسلکي دنده بشپړه ترسره کړې او دا موضوع ټولو ته څرګنده ده.
هغه زیاته کړې، چې شته امکانات د رسنیو لپاره بسنه نهکوي او اسلامي امارت باید د بیان د آزادۍ د پیاوړتیا لپاره نورې آسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه مجددی د څلور نیول شویو خبریالانو د بښنې غوښتنه وکړه او دا اقدام یې د رسنیزې ټولنې پر وړاندې د ښه نیت نښه وبلله.
مجددي ویلي؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته رسنۍ منظمې او قانونمندې شوې دي او دا کار د بیان د آزادۍ پر وضعیت مثبته اغېز لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، چې رسنیز جنګ ځانګړی ارزښت لري.
نظري وایي: «په نننۍ نړۍ کې رسنۍ ډېر ارزښت لري. مونږ ډېر پرمختګونه لرو او رسنۍ دا پرمختګونه خلکو او نړۍ ته رسوي.»
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ مرستیال عتیق الله عزیزي ویلي؛ معلومات د ولس حق دی او باید دا حق یې مسوولان اداکړي.
عزیزي وایي: دا زمونږ مسوولیت دی، چې ولس له هرڅه خبر شي؛ کامیابه رسنۍ هغه دي، چې له حکومت سره یې اړیکې پرې نهشي او چارواکي باید له رسنیو سره مرکې وکړې، چې خلک له اطلاعاتو خبر شي.
د عتیقالله عزیزي د څرګندونو له مخې ویاندویان باید پېښې پټې نهکړي؛ د خپلو مصالحو په رڼا کې یې تعبیر کړي او هیڅکله چوپه خوله پاتې نهشي.
عتیق الله عزیزي دا هم ویلي، چې رسنیو په هېواد کې ستره مبارزه ترسره کړې ده. هغه رسنۍ، چې پاتې دي ملي دي او دا وطن خپل ګڼي او حکومت باید رسنیو ته پاملرنه وکړي.
عزیزي دا ټینګار هم کړی، چې تخطۍ تېروتنه وي که ستره ونهاوسې باید وبښل شي او جدي ونهګڼل شي.
د افغانستان د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ویلي؛ اسلامي امارت ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د ولس د خوشحالۍ سبب ګرځېدلي؛ خو د لاسته راوړنو پر وړاندې د شته خنډونو پر وړاندې باید رسنیزه مبارزه وشې.
نورالحق انور زیاته کړې؛ د دښمن پر وړاندې مبارزه واجب ده او رسنۍ د دې محاذ په لومړي صف کې دي. همدا رسنۍ دي، چې له ولس څخه په دفاع کې غښتلی رول لوبوي.
ویل کیږي، چې ریاست الوزرا مقام رسنیزو هڅو ته؛ ځکه زمینه برابروي، چې خلکو ته اطلاعات بشپړ او پهخپل وخت ورسیږي.
تازه خبرونه
په پاکستان کې روانه ناامني د افغانستان د جګړې پر مهال د حکومتي سیاستونو پایله ده
اڅکزي ویلي، هيڅوک «بې له دلیله او یا د لیونتوب له مخې وسله نهاخلي» او زیاتوي؛ که « وړ کسان» واکمن شي، وضعیت ورسره ښه کېدی شي.
تازه خبرونه
مسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیلهمن شو
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو تمه لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت له ځانګړو شرطونو سره وغځول شي.
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
هغه ویلي: «هو! البته ماموریت به وغځول شي، خو له ځانګړو شرطونو سره؛ ځکه د دې ماموریت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. مونږ هیله لرو، چې دا ټولې برخې په پام کې ونیول شي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د یوناما ماموریت د یو کال پر ځای د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې واشنګټن د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه.
د یوناما د راتلونکي په اړه بحثونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې افغانستان اوس هم له بشري ناورین سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت، بېکارۍ او روغتیايي خدمتونو او لومړنیو آسانتیاوو ته د لاسرسي له کمېدا کړېږي.
روسیې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراخېدا ته پام رااړولی دی او د سیمې د نورې بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل له روان ساتلو ملاتړ کړی دی.
مسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتل د بشري ننګونو د حل او د داعش په څېر ډلو پر ضد مبارزې لپاره اړین دي؛ هغه ډله، چې روسیه یې د سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼي.
دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي؛ دغه مرستې به برابرې شي.
روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې افغانستان ته نږدې ۴۰۰۰ ټنه د غنمو اوړه هم لېږلي دي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
-
تازه خبرونه4 days agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
تازه خبرونه4 days agoملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو
-
تحول5 days agoتحول: په ملګرو ملتونو کې اسلامي امارت ته د افغانستان څوکۍ پر سپارلو ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoچین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day agoایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
