سوداگري
د کابل او چین تر منځ د آریانا الوتنې بیا پیل شوې
آریانا افغان هوايي شرکت له درې کلن ځنډ وروسته د چین اورمچي ته خپل پروازونه بېرته له سره پیل کړل.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس رحمت الله آغا ويلي؛ سر له نن څخه به نور د چین اورمچي ښار ته د اوونۍ یوه الوتنه ولري، چې په کې به مسافر او کار ګو دواړه لېږدول کیږي.
د دې شرکت مسوولین هڅه کوي، چې په راتلونکې کې د هېواد جلغوزيو صادرات هم له همدې لارې ترسره شي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلانی وفا وایي: مونږ اوس په اوونۍ کې یوه الوتنه کوو او د اړتیا په صورت کې به یې د ډېرولو هڅه هم وکړو. دغه راز به په راتلونکې کې د هېواد د جلغوزویو لېږد هم له همدې لارې تر سره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د الوتنو پیل به د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا لامل هم شي.
د خصوصي سکتور دغړیو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او چین ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه له یوه میلیارد دالرو څخه زیاته ده، چې ډېره برخه يي واردات جوړوي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولین وايي؛ په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې یې له چین څخه وغوښتل شول، چې په افغانستان کې د منرالونود پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.
دوی دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د چینایانو لپاره د سوداګرۍ بازار جوړوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي: له چین سره خورا لوړه سوداګري لرو؛ مونږ نږدې یو میلیارد دالر واردات او څه باندې ۶۵ میلیون دالره صادارت لرو. له دې الوتنو سره به مو اقتصادي او ټولنیزې اړیکي نورې هم غښتلې شي.
په کابل کې د چین سفیر ويلي، چې له افغانستان سره يي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ورځ تربلي د پراختیا په حال کې دي او د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد دالرو لوړه ده او په چين کې د افغان سوداګرو لپاره ښه فرصتونه شته او د چين د سوداګرو او پانګوالو لپاره هم په افغانستان کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
په کابل کې د چین سفیر وایي: نن مو له کابل څخه ارومچي ته الوتنې بیا پیل کړې او دا د افغانستان او چین په اړیکو کې پرمختګ ګڼم. دواړه هېوادونه د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.
د چین د سفارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپریل پر ١٣ نېټه په اسلامآباد کې د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو پر همکاريو خبرې وکړې، چې پیل يي دا دې له الوتنو وشو.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
-
تازه خبرونه4 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه1 day agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه4 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه3 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
