تازه خبرونه
د یـونـامـا د مامــوریت لـه غځېـــدا وروستـــه ستــرو هېوادونو د افغانستان په اړه خپلې تمې څرګندې کړې
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هېوادونو له پرېکړهلیک ملاتړ وکړ او په دې توګه یې د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د خبرو اترو د ملاتړ، د بشري حقونو د ودې او له افغان چارواکو سره د تعامل په برخه کې د یوناما پر رول خپل ملاتړ بیا تازه کړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د رایو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت وغځاوه او سترو نړیوالو قدرتونو د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل لومړیتوبونه او تمې څرګندې کړې.
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هېوادونو له پرېکړهلیک ملاتړ وکړ او په دې توګه یې د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د خبرو اترو د ملاتړ، د بشري حقونو د ودې او له افغان چارواکو سره د تعامل په برخه کې د یوناما پر رول خپل ملاتړ بیا تازه کړ.
د رای ورکولو له پای ته رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا د ځانګړې سیاسي استازولۍ مرستیالې استازې جنیفر لوکیټا په ستونزمنو شرایطو کې د یوناما له فعالیتونو ستاینه وکړه.
هغې ویلي:« د یوناما ارزښتناک راپورونه د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پرېکړو لپاره مهم بنسټ برابروي؛ هغه هېواد، چې وضعیت یې اوس هم ستونزمن دی. د بشري ناورین د مهارولو او د خبرو اترو د ملاتړ لپاره د یوناما هڅې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي.»
جنیفر لوکیټا د یوناما له سټراټیژیکې ارزونې هرکلی وکړ او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ژر ټاکلو غوښتنه وکړه. هغې همدارنګه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي.
هغې زیاته کړې:« طالبان باید د ترهګرۍ ضد ژمنې ترسره کړي، د افغانستان نړیوال مکلفیتونه رعایت کړي، د یرغمل نیولو له سیاست څخه لاس واخلي او د ښځو او نجونو د حقونو نقض پای ته ورسوي.»
روسیې هم له پرېکړهلیک ملاتړ وکړ. په ملګرو ملتونو کې د روسیې شارژدافیرې انا اوېستګنېوا د افغانستان د اقتصادي پراختیا او بشري اړتیاوو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
هغې ویلي:« مونږ داسې ګډ سند تصویب کړی، چې له ترهګرۍ او نشهيي توکو څخه د پاک، سولهییز او هوسا افغانستان په جوړولو کې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کوي.»
اوېستګنېوا د یوناما د سټراټیژیکې ارزونې ملاتړ وکړ؛ خو خبرداری یې ورکړ، چې دا بهیر باید د لویدیځو هېوادونو د لومړیتوبونو د پلي کولو لپاره ونه کارول شي.
هغې زیاته کړې:« د منلو وړ نه ده، چې دا ارزونه د یوناما د هغو لویدیځو هېوادونو د ګټو د ساتونکي پر بنسټ بدله شي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې یې له افغانستان څخه په بېپروا ډول وتل غوره کړل.»
نوموړې له افغان چارواکو سره د تعامل پر اړتیا هم ټینګار وکړ او څرګندووي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت له داسې تګلارې پرته ناشونی دی، چې د دغه هېواد نړیوالې ادغام ته لاره هواره کړي.
چین، چې د افغانستان اړوند د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو د مسودو د چمتو کولو مسوول هېواد دی، ویلي؛ نوی پرېکړهلیک د یوناما مرکزي رول نور هم پیاوړی کوي او ورسره مرسته کوي، چې له نویو واقعیتونو سره ځان عیار کړي.
د چین استازي امنیت شورا ته ویلي:« دغه پرېکړهلیک د یوناما اساسي دندې؛ لکه د نړیوالو مرستو همغږي، د اړیکو او منځګړیتوب آسانتیا او د بشري حقونو ملاتړ، ساتي او پیاوړې کوي.»
چین همدارنګه د افغانستان د بشري او اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
د چین استازي څرګنده کړې:« مونږ له اړوند هېوادونو غواړو، چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ژر تر ژره بېرته وسپاري او پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.»
په دغه پرېکړهلیک کې د افغانستان د بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو، ترهګرۍ او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې بیا تکرار شوې دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش څخه غوښتل شوي، چې د یوناما سټراتیژیکه ارزونه ترسره او د راتلونکي کال د مارچ تر پایه د دې ماموریت د راتلونکې تګلارې په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.
تازه خبرونه
په بهرنیو چارو وزارت کې د کوکنارو د کښت د بندیز فرمان تشریح شو
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
تازه خبرونه
په ۱۰ ولسوالیو کې د سندونو د تصدیق خدمتونه پیلېږي – د بهرنیو چارو وزارت
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوستخونو ترلاسه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په ۱۰ ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکسپاڼه کې خبر ورکړی، چې د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په سروبي او قرهباغ ولسوالیو(کابل)، سپین بولدک(کندهار) شینډنډ(هرات) کلدار یا حیرتان(بلخ) مومندره یا تورخم(ننګرهار) ګرشک(هلمند) امام صاحب(کندوز)، جاغوري(غزني) او څمکنیو(پکتیا) ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه وړاندې کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوستخونو ترلاسه کړي.
International Sports
انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
ساکا وروسته د لوبې په اووهاتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټریک یې بشپړ کړ.
د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوهیمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.
عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.
امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګولوهونکو په سر کې ځای لري.
نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګولوهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoرباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه
-
International Sports4 days agoارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
-
سوداگري4 days agoایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي آسانتیاوو او سیمهییز نښلون سند لاسلیک کړ
-
سوداگري4 days agoایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا وغږېدل
-
تازه خبرونه4 days agoروسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشېکېدا غوښتنه یې وکړه
