تازه خبرونه
د ۱۴۰۵لمریز کال د کانکور پایلې اعلان شوې؛ راشد د پهلوان زوی، د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ
د لوړو زدهکړو وزارت د جذب د پلان له مخې، ۷۴ زره او ۵۰۰ کسان به د هېواد دولتي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د زدهکړو د دوام لپاره ور وپېژندل شي.
د آزموینو عمومي ادارې نن (دوشنبه د چنګاښ پېنځلسمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوې غونډه کې د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د عمومي کانکور، د دیني مدرسو، د شپنیو پوهنځیو، د څوارلسمو ټولګیو، له هېواده بهر فارغانو او د کوچیانو د کانکور آزموینو پایلې اعلان کړې.
د عمومي کانکور د پایلو له مخې، د پروان ولایت راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ.
د کونړ ولایت انعامالله د شېرزمان زوی، د ۳۵۸.۰۹۳۷ نمرو پر ترلاسه کولو دوهیم مقام خپل کړ.
د پکتیا ولایت عبدالهادي د عبدالرحمن زوی د ۳۵۶.۹۶۷۹۱ نمرو پر ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.
د میدان وردګ ولایت محمد ایمن، د محمد بشیر زوی، د ۳۵۶.۹۶۷۹۰ نمرو په ترلاسه کولو څلورم مقام خپل کړ.
د میدان وردګ ولایت بسمالله جان د محمد عمر زوی د ۳۵۶.۸۵۷۹ نمرو پر ترلاسه کولو پېنځم مقام خپل کړ.
د دیني مدرسو د فارغانو له ډلې د غور ولایت عبدالمجید د ۳۲۷.۱۹ نمرو پر ترلاسه کولو لومړی مقام، د بدخشان ولایت خالد د ۳۲۰ نمرو پر ترلاسه کولو دوهیم مقام او د لغمان ولایت حامد د ۳۱۹ نمرو پر ترلاسه کولو درېیم مقام خپل کړ.
د آزموینو عمومي اداره وایي، د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال عمومي کانکور په څلور پړاوونو کې واخیستل شو، چې نږدې ۱۲۰ زره داوطلبانو په کې ګډون کړی و.
د لوړو زدهکړو وزارت د جذب د پلان له مخې، ۷۴ زره او ۵۰۰ کسان به د هېواد دولتي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د زدهکړو د دوام لپاره ور وپېژندل شي.
د آزموینو عمومي ادارې زیاته کړې، د کانکور بهیر داسې تنظیم شوی و، چې د هېواد پر کچه ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته د ګډون برابر فرصت برابر شي. د همدې مهالوېش له مخې، په لومړي پړاو کې د ۱۵ ولایتونو، په دوهیم پړاو کې د ۱۸ ولایتونو، په درېیم پړاو کې د کابل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغانو او په څلورم پړاو کې د مخکنیو پړاوونو ناحاضرو داوطلبانو، له هېواده بهر فارغانو، د کوچیانو، د کابل د دیني مدرسو او د څوارلسمو ټولګیو د فارغانو آزموینې واخیستل شوې.
د دې ادارې د مسوولانو د څرګندونو، د کانکور ټول څلور پړاوونه په منظم ډول، له روڼتیا او اغېزناک مدیریت سره او له کومې ستونزې پرته ترسره شول. د دوی په خبره، دغه بهیر د اړینو معیارونو له مخې په منظم، روڼ او د باور وړ ډول مدیریت شو، چې د آزموینو پر بهیر یې د داوطلبانو باور نور هم پیاوړی کړ.
د آزموینو ملي اداره وایي؛ د ۱۴۰۵لمریز کال عمومي کانکور د هېواد له مهمو آزموینو څخه و، چې د روڼتیا، عادلانه ارزونې او اغېزناک مدیریت پر بنسټ په بریالیتوب ترسره شو. د پایلو له اعلان سره به لسګونه زره ځوانان د هېواد د لوړو زدهکړو بنسټونو ته بریالي شي او په بېلابېلو علمي څانګو کې به د زدهکړو فرصت ترلاسه کړي.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولانو هم خبرې وکړې؛ د آزموینو عمومي ادارې له هڅو یې ستاینه وکړه، بریالیو داوطلبانو ته یې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې له دې فرصت څخه د خپلو وړتیاوو د لوړولو او د هېواد او خلکو د خدمت لپاره اغېزناکه ګټه واخلي.
تازه خبرونه
په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
د افغانستان د اماني ځانګړي صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، چې په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
نوموړي زیاته کړې، دا شتمني به تر هغې خوندي وساتل شي، چې شرایط برابر او د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.
دا غونډه د« د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
احدي ټینګار کړی، چې د صندوق له جوړېدا راپدېخوا له دغو شتمنیو څخه هیڅ لګښت نهدی شوی او دا پیسې د افغانانو د ګټې لپاره خوندي ساتل کېږي.
هغه په امریکا کې د کنګل شویو ۳.۵ میلیارډ ډالرو افغان شتمنیو په اړه ویلي، چې تر اوسه دوه امریکایي محکمو د افغانستان پر ګټه پرېکړې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، تمه ده درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د آزادېدا حکم وکړي، چې د افغانانو ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي.
په سویس کې جوړ دغه اماني صندوق د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی. په داسې حال کې، چې په امریکا کې د پاتې نیمو کنګل شویو زېرمو د حقوقي وضعیت د حل لپاره هم هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګهوالو په ګډون جوړه شوه.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ
د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمهییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه5 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
نړۍ5 days agoکه ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سعودي عربستان دوه نفتي بېړۍ مو پر نښه کړې – د حوثیانو ادعا
-
سوداگري5 days agoله ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی
-
تحول2 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
