Connect with us

نړۍ

روسیه په اوکراین کې د جګړې پایلې ته رسولو بشپړ ځواک لري – پوتین

پوتین د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په فبرورۍ کې زرګونه روسي سرتېري اوکراین ته واستول، چې له دوه‌یمې نړیوالې جګړې راپدېخوا د اروپا تر ټولو لویه ځمکنۍ جګړه او د سړې جګړې له ژوروالي هم د مسکو او لویدیځ ترمنځ ترټولو لویه سړه هغه رامنځته کړه.

خپور شوی

د

ولسمشر ولادمیر پوتین د یکشنبې پر ورځ په خپرو شویو څرګندونو کې ویلي، چې روسیه کافي ځواک او سرچینې لري، چې په اوکراین کې جګړه خپلې منطقي پایلې ته ورسوي؛ خو هیله من دی، چې د اټومي وسلو کارولو ته اړتیا پېښه نشي.

پوتین د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په فبرورۍ کې زرګونه روسي سرتېري اوکراین ته واستول، چې له دوه‌یمې نړیوالې جګړې راپدېخوا د اروپا تر ټولو لویه ځمکنۍ جګړه او د سړې جګړې له ژوروالي هم د مسکو او لویدیځ ترمنځ ترټولو لویه سړه هغه رامنځته کړه.

په سلګونو زره سرتېري وژل شوي یا ټپیان دي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرله‌پسې ویلي؛ هغه غواړي “وینې بهیدل” پای ته ورسوي، چې حکومت یې د امریکا او روسیې ترمنځ نیابتي جګړه بولي.

په دولتي ټلویزیون کې د روسیې د غوره مشر په توګه پوتین د پېړۍ د څلورمې برخې په اړه په یوه فلم کې، چې سرلیک یې دی “روسیه، کریملین، پوتین، ۲۵ کاله” د یوه خبریال لخوا له پوتین څخه د اوکراین په جګړه د اټومي جګړې د خطر په اړه پوښتنه وکړه.

پوتین ویلي: د نولسمې پېړۍ د محافظه کار تزار درېیم الکساندر د انځور تر څنګ، چې مخالفان یې وځپل؛ وویل: “دوی غوښتل، چې مونږ وهڅوي، چې مونږ تېروتنه وکړو؛ د دې وسلو کارولو ته اړتیا نه‌وه … او زه هیله من یم، چې کارولو ته یې اړتیا نه‌وي.”

هغه وایي: “مونږ دومره ځواک او وسایل لرو او هغه جګړه، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې پیل شوې؛ هغې منطقي پایلې ته ورسوو، چې روسیه ورته اړتیا لري.”

ټرمپ له اوونیو راپدېخوا نغوته(اشاره) کوي، چې هغه د جګړې پای ته رسولو لپاره د مسکو او کیف د ناکامۍ له کبله ناهیلی دی. که څه هم کریملین ویلي؛ دا شخړه دومره پېچلې ده، چې د ټرامپ د چټک پرمختګ غوښتنه په کې ستونزمنه ده.

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې وه، چې روسي ځواکونه به مات کړي؛ ځکه، چې د اوکراین شاوخوا پېنځمه برخه یې نیولې ده.

پوتین جګړه له لویدیځ سره د مسکو په اړیکو کې د یوې مهمې برخې په توګه انځور کړه او وايي، چې په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې د برلین د دیوال له نړېدو وروسته ناټو د مسکو د نفوذ پر ساحه تېری وکړ، چې دا روسیې ځانته سپکاوی وګاڼه.

ټرمپ ان خبرداری ورکړ، چې شخړه کولی شي پر درېیم نړیوال جنګ بدله شي.

د سي آی ای پخواني مدیر ویلیم برنز ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یو رښتیني خطر شتون درلود، چې روسیې کولی شول د اوکراین پر وړاندې اټومي وسلې وکاروي؛ خو دا ادعا د مسکو لخوا رد شوې ده.

پوتین د KGB پخوانی ډګروال، چې د ۱۹۹۹ کال پر وروستۍ ورځ د ناروغ بوریس یلتسین لخوا ولسمشرۍ ته ورسېد؛ د جوزف سټالین راوروسته د کریملین ترټولو اوږد خدمت کوونکی مشر دی، چې ۲۹ کاله یې واکمني وکړه او په ۱۹۵۳ کال کې مړ شو.

د پوتین روسي مخالفان، چې ډېری یې اوس یا په زندان کې دي یا هم بهر؛ هغه ته د یوه ډیکټاټور پر سترګه ګوري، چې پر چاپلوسۍ او فساد ولاړ د شخصي واکمنۍ یو ماتېدونکی سیسټم یې جوړ کړی او غواړي روسیه د زوال او ګډوډۍ پر لوري رهبري کړي.

د پوتین ملاتړ کوونکو، چې د یوې نظرپوښتونکي له مخې د روسیې له ۸۵ سلنې څخه ډېره د تائید درجه لري؛ د یوه ژغورونکي په توګه ګڼي، چې متکبر لویدیځ یې پر شاته وتنباوه او هغې ګډوډي ته یې، چې په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره مل وه؛ د پای ټکی کېښود.

نړۍ

د فلیپین په سوېل کې ۷.۸ درجې زلزله؛ د ۱۵ کسانو د مړینې وېره

زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ د فلیپین په سوېل کې مېنداناو ټاپو ته نږدې د رښتر پر کچه د یوې ۷.۸ درجې زورورې زلزلې له کبله د لږ تر لږه ۱۵ کسانو د مړینې وېره څرګنده شوې، چې په څو هېوادونو کې یې د سونامي خبرداری هم رامنځته کړی دی.

زلزله نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې له رخصتیو وروسته په فلیپین کې ښوونځي بېرته پرانیستل شوي وه. د زلزلې ټکانونه د فلیپین په څو ولایتونو او آن د انډونیزیا د سولاوېسي ټاپو په ماناډو ښار کې، چې شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره لرې پروت دی؛ هم احساس شوي دي.

د دې پېښې له کبله د فلیپین په سوېل، د انډونیزیا په شمال او د مالیزیا د صباح ایالت لپاره د سونامي خبرداري ورکړ شوي دي. د زلزلې مرکز د مینډاناو د سارانګاني ولایت له ساحله شاوخوا ۲۰ کیلومټره لرې ښودل شوی دی.

د فلیپین چارواکي د اوښتو زیانونو ارزونه کوي او د دغه هېواد د ملکي دفاع اداره د هغو لومړنیو راپورونو پر څېړنه اخته دي، چې له مخې یې ۱۵ کسان مړه او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د فلیپین ولسمشر فرډینانډ مارکوس جونیر د بېړني غبرګون امر کړی او ویلي یې دي، چې حکومت د ژغورنې او مرستو د چارو او د خوندي کېدو د مرکزونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیولی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې فلیپین اته میاشتې مخکې هم د تېرو ۱۲ کلونو تر ټولو خونړۍ زلزله تجربه کړې وه.

فلیپین او انډونیزیا د «آرام سمندر د اور په کړۍ» کې پراته دي؛ دا د زلزلو سیمه ده، چې هر کال په کې سلګونه زلزلې ثبتېږي.

د فلیپین د زلزله‌پېژندنې ادارې د څرګندونو له مخې، په دې سیمه کې د رښتر پر کچه ۶.۷ درجې زور لرونکې وروستي ټکانونه هم احساس شوې دي.

راپورونه ښيي، چې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی، روغتونونه تخلیه شوي او ځینې پوهنتونونه هم زیانمن شوي دي. د مرستو لپاره پوځیان اغېزمنو سیمو ته استول شوي او مالیزیا هم د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

په انډونیزیا کې هم ځینې اوسېدونکي لوړو او خوندي سیمو ته لېږدول شوي او په ځینو سیمو کې د سونامي وړې څپې ثبت شوې دي.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل

ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرله‌پسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې له بنیامین نتنیاهو سره یې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته «لېونی» ویلي او په لبنان کې یې د اسرائیل د بریدونو له روان ساتلو ناخوښي ښودلې ده.

ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرله‌پسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ټیلیفوني اړیکه کې نتنیاهو ته ویلي: «ته لېونی یې. که زه نه وای، اوس به په زندان کې وې. زه دې ژغورم. اوس ټول له تا کرکه کوي. ټول له همدې کبله له اسرائیل څخه کرکه لري.»

نتنیاهو د دې راپور په غبرګون کې د اړیکې له جزئیاتو ډډه کړې؛ خو څرګندوي، چې له ټرمپ سره یې اړیکې بدلې شوې نه‌دي او دواړه لوري اوس هم ګډې موخې لري.

د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړې، چې د یوې کورنۍ د غړو په څېر کله ناکله د ده او ټرمپ ترمنځ پر تکتیکي مسایلو اختلافونه رامنځته کېږي؛ خو تل د هغو د حل لپاره یوه لار پیدا کوي.

بل لور ته ایران ویلي، تر هغې، چې اوربند لبنان هم رانغاړي؛ له امریکا سره به د جګړې د پای ته رسولو په اړه له هیڅ هوکړې سره موافقه ونه‌کړي.

سره له دې، چې د امریکا پر منځګړیتوب د دوشنبې پر ورځ یوه هوکړه اعلان شوې؛ خو د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې اوس هم روانې دي.

لبناني سرچینو ویلي، چې د لبنان په سویل کې د اسرائیل پر بریدونو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ دا ادعا هم کړې، چې نتنیاهو یې له ایران سره جګړې ته نه‌دی هڅولی او ټینګار کوي، چې دا پرېکړه خپله ده کړې؛ ځکه د هغه په وینا، ایران ته باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنه‌کړ شي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له ایران سره د ۲۰۱۵ز.کال د اټومي هوکړې د پرېښودو له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ادعا یې کړې، که دا کار یې نه وای کړی؛ اسرائیل به اوس له خورا سخت وضعیت سره مخ و.

Continue Reading

نړۍ

د احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کول د سوریې د اقتصاد د بیارغونې او د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره اړتیا ده.

Published

on

د سوریې ولسمشر احمد السرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سوریې د اقتصاد د ملاتړ او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې د امریکا د پاتې بندیزونو لرې کول د سوریې د اقتصاد د بیارغونې او د بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره اړتیا ده.

سره له دې، چې امریکا پر سوریې د لګول شویو بندیزونو ډېره برخه لغوه کړې او د «سزار» قانون هم پای ته رسېدلی دی.

واشنګټن ویلي، چې ځینې محدودیتونه به اوس هم د بشارالاسد، د هغه د نږدې کسانو، د بشري حقونو د سرغړونو پر تورنو او له مخدره توکو د قاچاق له شبکو سره پر تړلو کسانو پاتې وي.

دغه راز امریکا د هغو هېوادونو په نوملړ کې د سوریې د شاملېدا وضعیت ارزوي، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي بلل کېږي. دغه موضوع پر بهرنیو مرستو، دفاعي صادراتو او ځینو مالي راکړو ورکړو اغېز لري.

د بندیزونو بشپړ لرې کېدل د سوریې د نوي حکومت د بریا له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

ویل کیږي، چې یو شمېر سعودي شرکتونو په سوریه کې څو میلیارډ ډالرو پانګونو ته چمتووالی ښودلی او ځینو خلیجي هېوادونو هم دمشق ته د مالي مرستو ژمنې کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!