نړۍ
روسیې ۴۰ آلماني ډیپلوماټان له خپلې خاورې وشړل
د رویټرز د راپور له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې له برلینه د روسي ډیپلوماټانو د ایستلو په غچ کې مو د جرمني څلویښت ډیپلوماټان نامطلوب اعلان او وشړل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په مسکو کې یې د جرمني سفیر احضار کړ او ورته یې ویلي، چې په روسیه کې د جرمني د ډیپلوماټیک ماموریت ۴۰ غړي د نه منلو وړ پېژندل شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک د روسیې دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي: مونږ له روسیې دا تمه نلرله، چې داسې یو ګام به واخلي.
بربوک زیاته کړې؛ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ګوښه شويو همکارانو هیڅ اشتباه نده کړې. ملګري یې د خراب وضعیت سره سره د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو له لیوالتیا سره خپل هېواد ته رارسېلي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیره وایي، د دوی له شړلو سره، روسیې خپل ځان ته نور هم زیان رسولی دی.
له دې مخکې د اپریل په میاشت کې آلمان له برلینه د روسیې د سفارت څلویښت تنه کارکوونکي نامطلوب کسان نومولي وه او له هېواده یې وشړل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالنا بربوک د څرګندونو په وړاندې د سخت اعتراض یو یاداښت په مسکو کې د برلین سفیر غزا انډریس وون ګیر ته سپارل شوی دی.
انالنا بربوک د روسي ډیپلوماټانو د شړلو پر مهال ویلي وه، چې دوی هره ورځ په جرمني کې زمونږ د ټولنې د آزادۍ او یووالي پر ضد کار کاوه او د دغو روسي ډیپلوماټانو فعالیتونه د هغو کسانو لپاره ګواښ دی، چې پناه یې اخیستې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جرمني د ډیپلوماټانو د شړلو له اعلان وروسته وویل: مونږ هم د جرمني د سیاسي ماشین دغه دښمنانه عمل ته ځواب ورکوو.
نړۍ
له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بېساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونهګوري.
چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.
د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوملیکنه وکړي.
شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.
ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.
نړۍ
یوازې ۲۷ سلنه امریکایان پر ایران له بریدونو ملاتړ کوي – نظرپوښتنه
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
د رویټرز/ ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښیي؛ یوازې یو پر څلورمه(۲۷سلنه ) امریکایان پر ایران د امریکا له پوځي بریدونو ملاتړ کوي، چې د ایران رهبر یې وواژه. په داسې حال کې، چې ۴۳سلنه یې مخالفت لري او ۲۹سلنې یې اوس هم پرېکړه نده کړې.
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
دا نظر د ډیموکراټانو تر منځ خورا پیاوړی دی او ۸۷سلنه ډیموکراټان دا نظر لري.
جمهوري غوښتونکي اندېښنه لري، چې: د ټرمپ شاوخوا ۴۲سلنه ملاتړو ویلي؛ که چېرې دا عملیات په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتېرو د مړینې یا ټپي کېدا لامل شي؛ نو د عملیاتو له دوام ملاتړ به لږ کړي.
د نظرپوښتنې پایلې په داسې حال کې راپورته شوي، چې امریکا او اسرائیلو له زر ډېر ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي او په شخړه کې د امریکا د پوځي تلفاتو لومړنی تائید هم شوی دی.
نړۍ
ټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر شپه د کانګرس ګډې غونډې ته خپله کلنۍ وینا، چې شاوخوا ۱ ساعت او ۵۰ دقیقې روانه وه؛ د امریکا په تاریخ کې له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د بل کلنټن د اوږدې وینا ریکارډ مات او خپله ولسمشري یې له سره تعریف کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
دا وینا په کانګرس کې تر ټولو اوږده ثبت شوې ولسمشریزه وینا ګڼل کېږي؛ ټرمپ خپله د تېر کال د ۱۰۰ دقیقو وینا هم ماته کړه. په ۲۰۰۰ ږ.کال کې تر ټولو اوږده وینا پخواني ولسمشر بل کلنټن ثبت کړې وه، چې ۸۹ دقیقې وه او په ۱۹۹۵ کال کې یې ۸۵ دقیقې وینا کړې وه.
په ټوله کې دا وینا پر اقتصاد راوڅرخېده، چې ټرمپ په کې د خپلې سوداګرۍ او تعرفې پالیسیو دفاع وکړه.
ټرمپ ادعا کړې، چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړي کال په اوږدو کې “تاریخي بدلون” رامنځته کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: « زمونږ ملت بېرته راغلی دی؛ لوی، غوره، بډایه او تر بل هر وخت پیاوړی… مونږ په امریکا کې یو طلايي پېر ته دننه کیږو. په راتلونکي کې فابریکې، دندې، پانګونې او ټریلیونونه ډالر به په امریکا کې کښته پورته شي؛ ځکه مونږ یو داسې ولسمشر لرو، چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي.”
ډونالډ ټرمپ د خپلې وینا یوه برخه د ایران اړوند بدلونونو ته ځانګړې کړه او داسې ټینګار یې څرګند کړ؛ تهران ته به اجازه ورنکړي، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه تر دې دمه د څو جګړو مخه نیولې او هغه غوره ګڼي، چې د ایران مسله د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه وایي: « د نیمې شپې څټک نومو عملیاتو وروسته دوی ته خبرداری ورکړ شوی و، چې خپل د وسلو پروګرام بیا جوړ نکړي او له اټومي وسلو جوړولو دډه وکړي. اوس دوی د خپل اټومي پروګرام په برخه کې خپلې هیلې بیا پیل کړې دي. مونږ له دوی سره خبرې اترې کوو او دوی غواړي، چې یوه هوکړه وکړي. زما لومړیتوب دا دی، چې د دوی ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ خو یو شی ډاډمن دی: زه به هیڅکله په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړي ته اجازه ورنکړم، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.»
هغه همدارنګه د ونزویلا د تېلو په امریکايي بازار کې د زیاتې برخې د ګډون او د یوې لویې میکسیکوي نشهيي توکو قاچاقچي له مړینې خبر ورکړ او په نورو شېبو کې یې پر ډیموکراټانو او غیرقانوني کډوالو سختې نیوکې وکړې.
په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي، چې د روان کال په نومبر کې له منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ډونالډ ټرمپ د دوهیمې دورې پلانونو لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی. نړیوالو رسنیو په دې غونډه کې لفظي کړکېچونه د ژور سیاسي وېش د دوام نښه ګڼلې؛ هغه وېش، چې د راتلونکو سیاسي سیالیو په درشل کې تر بل هر وخت ډېر څرګند لیدل کیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار4 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
