Connect with us

تازه خبرونه

سلیم ساپی په ټسټ لوبه کې له ځلېدنې وروسته، د هند پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته غوره شو

سلیم په لومړي سر کې یوازې د هند پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره غوره شوی و؛ خو د هغه ښې لوبې دې ته لاره هواره کړه، چې یو ورځنۍ لوبډلې ته هم وبلل شي.

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی محمد سلیم ساپی د هند پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره لوبډلې ته غوره شو. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ د هند په درمسالا ښار کې پیل شي.

سلیم په لومړي سر کې یوازې د هند پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره غوره شوی و؛ خو د هغه ښې لوبې دې ته لاره هواره کړه، چې یو ورځنۍ لوبډلې ته هم وبلل شي.

نوموړي په ټسټ لوبه کې شپږ لوبغاړي وسوځول او سره له دې، چې د لوبغالي شرایط د چټکو توپ‌اچوونکو پر ګټه نه ول؛ خو په ساعت کې نږدې ۱۴۰ کیلومټره چټکه توپ‌اچونه وکړه.

دغه راز د ESPNcricinfo اوبپاڼې د راپور له مخې؛ د افغانستان مخکښ سپینر راشد خان او تجربه‌لرونکی آل‌راونډر محمد نبي په موهالي کې د لوبډلې د وروستۍ روزنې ګډونوال نه‌ول.

 د راپور له مخې، تمه ده راشد خان په درمسالا کې له لوبډلې سره یوځای شي؛ خو محمد نبي له ناروغۍ د رغېدا په حال کې دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ریچارډ پایبَس د محمد سلیم له ټسټ لوبې ستاینه کړې او هغه یې «ځانګړی» بللی دی.

پایبَس ویلي: «هغه په سخته ګرمي او د پیاوړو توپوهونکو پر وړاندې شپږ لوبغاړي وسوځول؛ دا نه یوازې د ده، بلکې د ټولې لوبډلې لپاره ستره لاسته‌راوړنه ده.»

د افغانستان روزونکي زیاته کړې، د لوبډلې له روزنې وروسته اوس هم د لوبغاړو وړتیاوې او ترکیب ارزوي.

هغه همدارنګه ویلي، چې سلیم پخوا د بدني چمتووالي له ځینو کوچنیو ستونزو سره مخ و او د روزونکي پلاوي له پرله‌پې پاملرنې به بې برخې پاتې نه‌شي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او هند ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ پیلېږي او لوبې به یې د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

تازه خبرونه

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي

انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نه‌ده.

Published

on

 د افغانستان د اماني ځانګړي صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، چې په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نه‌ده.

نوموړي زیاته کړې، دا شتمني به تر هغې خوندي وساتل شي، چې شرایط برابر او د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.

دا غونډه د« د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

احدي ټینګار کړی، چې د صندوق له جوړېدا راپدېخوا له دغو شتمنیو څخه هیڅ لګښت نه‌دی شوی او دا پیسې د افغانانو د ګټې لپاره خوندي ساتل کېږي.

هغه په امریکا کې د کنګل شویو ۳.۵ میلیارډ ډالرو افغان شتمنیو په اړه ویلي، چې تر اوسه دوه امریکایي محکمو د افغانستان پر ګټه پرېکړې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، تمه ده درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د آزادېدا حکم وکړي، چې د افغانانو ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي.

په سویس کې جوړ دغه اماني صندوق د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی. په داسې حال کې، چې په امریکا کې د پاتې نیمو کنګل شویو زېرمو د حقوقي وضعیت د حل لپاره هم هڅې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون جوړه شوه.

Published

on

 

د کابل په افغان ـ ازبک سوداګریزه غونډه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون جوړه شوه.

نورالدین عزیزي کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي د سفر په اړه، چې د خصوصي سکټور شاوخوا ۳۰۰ استازي هم ورسره مل ول؛ ویلي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه پېنځه میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.

نوموړي په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو د ټینګار ترڅنګ ویلي، د ډېرو کډوالو بېرته راستنېدا د کاري فرصتونو اړتیا زیاته کړې او له افغان او ازبک پانګه‌والو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز څرګنده کړې، شاوخوا ۱۰ زره ټنه افغان پنبه پر ازمایښتي بڼه ازبکستان ته صادره شوې او دغه هېواد اوس ژمنه کړې، چې د افغانستان ۱۰۰ زره ټنه پنبه به وپېري.

بل لور ته د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف افغانستان یو مخ پر پرمختګ هېواد وباله او وایي، چې د بنسټیزو پروژو پلي کېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاتوي، ازبکستان د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د نویو ټرانزیټي لارو پرانیستل، د ترجیحي تعرفو برابرول، د توکو د لېږد چټکتیا او د لوژستیکي مرکزونو جوړول په خپلو لومړیتوبونو کې شمېرلي دي.

خواجه‌یوف ټینګار کړی، چې افغانستان د پام وړ اقتصادي وړتیاوې لري او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي رییس سیدکریم هاشمي او د ازبکستان د فرغانې والي هم د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ګډې پانګونې پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور د شرکتونو او هڅاندو(فعالانو) ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول، چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراختیا، د پانګونې زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده بلل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ

د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمه‌ییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

Published

on

 

د افغانستان ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د ګډو بنسټیزو پروژو پر پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمه‌ییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

همداراز د تورغونډۍ بندر پراختیا د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وه. د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د دې بندر په پراختیا کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

دواړو لوریو د هرات ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه هم خبرې وکړې او ازبکستان په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالی او سوداګرو ته د ډېرو آسانتیاوو برابرول هم د دې لیدنې له نورو بحثونو څخه ول. د دواړو هېوادونو چارواکو د لېږد رالېږد د کچې پر لوړولو، د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د سوداګرۍ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د سالنګ لویې لارې له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر هم وڅېړل شو.

د افغانستان د ټولګټو چارو وزیر ویلي، د سالنګ لویې لارې د بنسټیزې بیارغونې چارې چټکۍ روانې دي.

محمد عیسی ثاني دا ډاډ هم څرګند کړ، چې په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شوې او ازبکستان کولی شي د افغانستان د قوانینو او معیارونو سره سم په بېلابېلو برخو کې پانګونه او فعالیت وکړي.

هغه د دواړو هېوادونو د ګډو پروژو لپاره د ټولګټو چارو وزارت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ او دا همکارۍ یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهمې وبللې.

 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117