تازه خبرونه
له افغانستان سره د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او سوداګري پر ګونډو کړي
اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »
د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر په پارلمان کې له افغانستان سره پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدا د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه په خپله وینا کې دا هم ویلي، پېښور د کراچۍ او لاهور له سترو بازارونو سره په سیالۍ کې یوازې یوه مهمه ښېګڼه لري او هغه د افغانستان او منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسی دی.
اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »
نوموړي زیاته کړې: « مونږ که کومه ښېګڼه لرو، هغه افغانستان او منځنۍ آسیا ده. تاسې له افغانستان سره لارې وتړلې او سوداګري مو ودروله؛ له همدې کبله د پېښور صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.»
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې سیاسي اختلافات له اقتصادي چارو سره ونهتړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام زمینه برابره کړي.
هغه ویلي: « د خدای لپاره زمونږ له خلکو سره دا بېانصافي مه کوئ او له سوداګرۍ څخه د سیاسي غچ وسیله مه جوړوئ. له هند سره سوداګري کوئ که نه او د واګې لاره پرانیستې وي که تړلې، تاسې آن په روانه جګړه کې هم له ایران سره سوداګري کوئ.»
اسد قیصر همداراز د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار وکړ او څرګندوي؛ که اړتیا وي د دواړو لوریو مشران کولی شي د جرګو له لارې هم ستونزو ته حل ولټوي.
هغه ویلي: « که امریکا او ایران د خپلو لویو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو میز ته کېناستلی شي، تاسې هم خپلې اندېښنې د ډیپلوماټیکو لارو له لارې مطرح کړئ. که دا لاره بریالۍ نهشوه؛ مونږ چمتو یوو، چې د جرګو له لارې ستونزې حل کړو؛ خو خلکو ته اجازه ورکړئ، چې سوداګري وکړي او حلاله روزي وګټي.»
د اسد قیصر څرګندونې داسې مهال راپورته کیږي، چې په وروستیو میاشتو کې د لارو تړل کېدا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کمېدا د پاکستاني سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.
تازه خبرونه
د ۱۴۰۵ کانکور د مخکښانو ستاینه وشوه
د آزموینو عمومي ادارې رییس عبدالباقي حقاني په دې غونډه کې ویلي؛ دې ادارې تل هڅه کړې، چې د آزموینو بهیر روڼ ترسره شي او هر چاته خپل حق ورسېږي.
د آزموینو عمومي ادارې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال د ۱۴۰۵ل.ل کال د کانکور لس مخکښان وستایل.
د آزموینو عمومي ادارې رییس عبدالباقي حقاني په دې غونډه کې ویلي؛ دې ادارې تل هڅه کړې، چې د آزموینو بهیر روڼ ترسره شي او هر چاته خپل حق ورسېږي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان هم عصري لوړو زدهکړو او هم دیني زده کړو ته اړتیا لري.
دغه راز د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د پوهنې او لوړو زدهکړو د ودې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخیستې ده. هغه له محصلانو وغوښتل، چې د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن پاتې شي.
د یادونې ده، چې د ۱۴۰۵ل.ل کال کانکور په آزموینه کې شاوخوا ۱۱۷ زره کسانو ګډون کړی و، چې له دې څه باندې ۷۴ زره یې د لوړو زدهکړو بنسټونو ته بریالي شوي دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
په پیغام کې راغلي، چې اسلامي امارت د الله تعالی له درباره د ارواښاد لپاره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د جمیل صبر، ستر اجر او زغم غوښتنه کوي.
تازه خبرونه
هند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زدهکړې وکړي.
د هند حکومت د هند د کلتوري اړیکو شورا(آیسيسيآر) د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.
د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زدهکړې وکړي.
د اعلان له مخې، غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري، عمر یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي او خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ل. کال د چنګاښ له څلیریشتمې څخه د وږي تر اوهیمې پورې د i-Learn پورتل له لارې ثبت کړي. د زدهکړو اسناد، تذکره یا معتبر پاسپورټ او انځور هم د نوملیکنې له شرطونو څخه دي.
د پروګرام د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې، دغه بورسونه د زدهکړو ټول لګښت، د نوملیکنې فیس، د آزموینو لګښت او د فراغت سند لګښت په بشپړه توګه پر غاړه اخلي. محصلین به په آنلاین ډول درسي سرچینو، ښوونیزو ویډیوګانو او آزموینو ته هم لاسرسی ولري.
د دې پروګرام د تدریس ژبه انګلیسي ده او د غوښتونکو وروستی غوراوی به د اسنادو له ارزونې او په کابل کې د هند سفارت له لوري د هویت له تائید وروسته ترسره شي.
-
سوداگري4 days agoروسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان روغتیايي نظام او د واکسیناسیون بهیر دې نور هم پیاوړی شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي
-
تازه خبرونه4 days agoزرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
-
تازه خبرونه23 hours agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
نړۍ4 days agoروسیې د ناټو پر تازه پرېکړو سختې نیوکې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو سرمنشي بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه افغانستان ته خپله ځانګړې استازې ونوموله
-
تازه خبرونه4 days agoد جبلالسراج د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
