Connect with us

تازه خبرونه

متحده عربي اماراتو د افغانستان کونړ ته د ژغورنې او لټون د ډلو د لېږلو امر وکړ

د متحده عربي اماراتو واکمن شیخ محمد سپارښتنه کړې؛ د ابوظبي له ملکي دفاع، ملي ګارد او ګډو عملیاتو قومندې څخه سیمې ته د ژغورنې او لټون ډلې ولېږل شي، چې د مرستې او ژغورنې په اړوند عملیاتو کې برخه واخلي.

خپور شوی

د

متحده عربي اماراتو د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د لټون او ژغورنې ټیمونو ته د لاسنیوي امر کړی، چې د تازه معلوماتو له مخې په دې ولایت کې ۱۴۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۳۹۴ نور ټپیان دی او ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د متحده عربي اماراتو واکمن شیخ محمد سپارښتنه کړې؛ د ابوظبي له ملکي دفاع، ملي ګارد او ګډو عملیاتو قومندې څخه سیمې ته د ژغورنې او لټون ډلې ولېږل شي، چې د مرستې او ژغورنې په اړوند عملیاتو کې برخه واخلي.

سربېره پردې متحده عربي اماراتو زلزله‌ځپلو ته د مرستې او ملاتړ لپاره بېړنۍ بشري مرستې، خوراکي توکي، درمل او خېمې لېږلي دي.

د یکشنبې پر ورځ شاوخوا نیمه شپه له جلال‌آباد څخه ۲۷ کیلومټره لرې د رښتر ۶.۲ درجې زلزله وشوه، چې د نورګل، څوکۍ، مانوګي او چپې درې ولسوالیو څو کلي یې ویجاړ کړل.

تازه خبرونه

د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

Published

on

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نهه‌ویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.

د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.

 هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.

ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات ولایت کې د جګړو له مهال پاتې ۵۰۰ کیلوګرامه بم شنډ شو

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې مسوولانو خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له مهاله پاتې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم بریالی شنډ شوی دی.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

دغه بم هغه مهال وموندل شو، چې د سیمې یو اوسېدونکی د کور جوړولو لپاره د ځمکې د کېندنې پر مهال ورسره مخ او د مسوولو ادارو پر هڅو شنډ شو او د یوې شونې انساني ناورین مخه ونیول شوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!