Connect with us

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه باید د افغانستان له نویو واکمنو سره تعامل وکړي – یوناما

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک پوتزل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویل، چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خبرې اترې او تعامل  تر ټولو حقیقي کړنلاره ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېءه شپه یو ځل بیا د افغانستان پر مسایلو ځانګړې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ویلي چې د افغانستان له نویو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.

مارکس پوتزل د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان له نویو واکمنانو سره تعامل او خبرې تر ټولو حقیقي کړنلاره وبلله او څرګندوي، چې که دا کار ونشي، افغانان او نړیواله ټولنه به له داسې کیسو سره مخ شي، چې هیڅوک یې هم د پېښیدو تمه نلري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک پوتزل وایي: که چارسمبالی حکومت ( اسلامي امارت) د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ورنکړي او له نړیوالې ټولنې سره د رغنده اړیکو لپاره خورا محدود فرصت کې ګام پورته نکړي؛ نو بیا به روښانه نه وي، چې په راتلونکي کې به څه پېښ شي.  احتمالي سناریوګانې، ډله ییز مهاجرت او د تروریستي بنسټونو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کېدل او داسې نورې ستونزې به رامنځته شي او تر ټولو لومړی زیان به یې افغانانو ته ورسيږي. د دې لپاره مونږ باید له چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت) سره اړیکه ونیسو.  د یوه ښه او حساب ورکوونکي حکومت په جوړولو کې مشروط تعامل د دې اهدافو ترلاسه کولو لپاره غوره لار ده.

مارک پوتزل د امنيت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي باید ژر تر ژره پرانیستل شي او نوي واکمن به د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

په امنیت شورا کې د پاکستان استازي هیله څرګنده کړې، چې له چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت) سره د اسلامي همکاریو د ټولنې د غړیو هېوادونو د استازیو او دیني عالمانو له خبرو اترو وروسته به د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په برخه کې پرمختګ وشي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، چې د افغانستان له نویو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.

د پوتزل د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ګاونډیانو عملي چلند خپل کړی او کوښښ کوي، چې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ژورولو له لارې حالت له ناوړتیا او بدېدو وژغوري.

د هغه د وینا له مخې؛ په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د تعامل د تګلارې ناڅرګندتيا به ځينې هېوادونه دې ته اړ کړي، چې خپلواکې پرېکړې وکړي.

د امنيت شورا د غونډې د نورو برخوالو اساسي غوښتنه په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو ژر پرانستل او همدارنګه يې د افغانستان له واکمنو چارواکو وغوښتل، چې له نړيوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پرځيدلي جمهوریت د استازولۍ چارسمبالی نصیر احمد فایق ویلي؛ یوه تلپاتې او اوږدمهاله تګلاره یوازې د نړیوالو پرمختیایي پروګرامونو پر بنسټ د پراختیايي مرستو د بیا پیل په ګډون باید کلک ډاډمن ګامونه د یوه مسوول، مشروع او هر اړخیز حکومت لخوا عملي شي، کولی شي، چې په افغانستان کې د مخ پر ودې بېوزلۍ او بشري ناورین مخه ونیسي. یو کال کیږي، چې نړیواله ټولنه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو او د ښځو او ټولو افغانانو د اساسي حقونو په ګډون د دوی غوښتنو ته د سرپرست حکومت ( اسلامي امارت) د ځواب په تمه دي؛ خو ظاهراً د دغه حکومت له لوري کوم کوټلی ګام ندی پورته شوی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي روچیرا کمبوچ وایي: هند غواړي یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، چې په کې د افغانستان د ټولو قومونو او ټولنو استازیتوب وشي. په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره دا ډول جامع سیاسي جوړښت اړین دی. په افغانستان کې سوله د سیمې لپاره حیاتي ده. دې هدف ته د رسیدو لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته چمتو یوو، د دې هڅو په مرکز کې باید د افغانانو ګټې خوندي وي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران د استازې مرستیاله زهرا ارشاد وایي: افغانستان د نړيوالې ټولنې غړى دى او واکمن چارواکي بايد په دې حقيقت پوه شي او د يوه هر اړخيز او ټول ګډونه حکومت د جوړولو په ګډون خپل نړيوال مسووليتونه سرته ورسوي. يوازې يو هراړخيز او ټولګډونه حکومت د ټولو افغانانو حقونه تضمينولای شي.

په امنیت شورا کې د پاکستان استازي منیر اکرم هیله څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره د اسلامي همکاریو د ټولنې د غړیو هېوادونو د استازي او دیني عالمانو له خبرو اترو وروسته به د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په برخه کې پرمختګ وشي. د نجونو د حقونو او زده کړو په اړه د پاکستان په ګډون د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د افغانستان له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي او د اسلامي هېوادونو استازي او عالمان دې مسئلې ته د حل لاره ولټوي او څېړنه او تفسیر دې وکړي.

په دې اړه، چې آیا اسلامي شریعت نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړې ده او که نه، مونږ هیله من یو، چې د دې بهیر په پای کې به پرمختګ وشي. د پخوانیو حکومتي چارواکو راستنېدل او عمومي بښنه د  حکومت د ټولګډون کېدو لپاره د لیوالتیا نښې دي.

د اوکراين په جګړه کې د امريکا او روسيې ښکېلو هېوادونو استازیو په افغانستان کې د يو بل پر سياستونو نيوکې وکړې.

د امريکا د استازي مرستيال ويلي؛ تر هغه وخته، چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د واکمنو مقاماتو لخوا له تروريزم سره د اغېزناکې مبارزې ډاډ ترلاسه نکړي د دغه هېواد پانګه به د چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت په واک کې ورنکړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال جیفري دي لارینتیس وایي: زمونږ دریځ د طالبانو لاسونو ته د افغانستان بانک د ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالرو د پانګې د لېږد مخه نیسي او هیڅ هېواد چمتو ندی، چې دا پیسې د طالبانو لاس ورسیږي.

د امنیت شورا غړیو په راتلونکي ژمي کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابېدو خبرداری ورکړی. هغه ویلي، بشري مرستې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه نشي نیولی او د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره باید د هېواد اقتصاد ته نغدې پیسې ور زیاتې شي.

تازه خبرونه

افغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

Published

on

په کابل کې پر نشه‌یي توکو د روږدو روغتون له خونړي برید وروسته د سېشنبې پر ورځ( د کب شپږویشتمه) کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم به “غاښ ماتونکي” غبرګون ترلاسه کړي.

د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخي‌پله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.

قانع زیاته کړې، چې د ژغورنې هڅې نن( سې‌شنبه) سهار هم روانې دي او د ژغورنې ډلې تر کنډوالو لاندې جسدونه لټوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا خونړۍ پېښه، چې له وروستیو اوونیو راپدېخوا د تاوتریخوالي زیاتېدا ښیي؛ په هېواد کې له هوایي او توپچي بریدونو سره مل ګنل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو روغتون پر نښه کړ

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشه‌یي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۶, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه وکړه او په کابل کې یې پر مخدره توکو د روږدو کسانو روغتون پر نښه کړی دی.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشه‌یي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.

مجاهد زیاته کړې: “مونږ دا جرم پر سختو ټکو غندو او دا د ټولو انساني نورمونو او اصولو خلاف عمل ګڼو.”

نوموړي له نړۍ غوښتي، چې د دغو هوایي بریدونو مخه ونیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیح‌الله مجاهد

Published

on

Last Updated on: کب ۲۶, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند د ځینو چارواکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د نوملړ د بیا خپرولو په ځواب کې د دې نوملړ بیا خپرول د یوې ناکامې تجربې تکرار او له فردي حقونو سرغړونه ګڼي او د هغې د لغوه کولو غوښتنه کوي.

 ذبیح الله مجاهد وايي، چې دا بندیزونو پرته له کوم معقول دلیل څخه د دوی سفر او رسمي فعالیتونه محدودولی شي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر یو شمېر چارواکو لګول شوي بندیزونو هیڅ نتیجه نده ورکړې او بې له کوم دلیله غځول شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د بندیزونو په نوملړ کې د یو هېواد د لوړ پوړو چارواکو شاملول د دوی سفر محدودوي او دا موضوع کولی شي د یو هېواد پر اړیکو او تعاملاتو او خلکو منفي اغېز وکړي.

د اسلامي امارت ویاند د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

رییس الوزرا محمد حسن آخوند د نوموړي د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر عبدالکبیر، د کلیو پراختیا وزیر عبداللطیف منصور او د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او د اسلامي امارت د ځینو نورو چارواکو نومونه په دې نوملړ کې لیدل کیږي.

په دې نوملړ کې شامل شوي اشخاص یوازې هغه وخت د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولی شي، چې له امنیت شورا څخه رسمي اجازه ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت د چارواکو پر وړاندې د امنیت شورا بندیزونه له کلونو راپدېخوا لګول شوي او وخت پر وخت د دې ادارې له‌خوا بیا – بیا خپریږي. د دې نوملړ له مخې؛ د اسلامي امارت ۲۲ چارواکي اوس هم د سفر، شتمنیو او د وسلو تر بندیزونو لاندې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!