Connect with us

تازه خبرونه

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۲۶.۸ میلیون کسانو ته پورته شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تېره ورځ (جمعه د وږي ۲۶ \ د سپټمبر ) ویلي، چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۴.۶۶ میلیون ګسانو ته رسېدلی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې تر دې دمه ۲۲۶۸۴۴۳۴۴ خلک پر کرونا ویروس اخته شوي، چې نور ترې۴۶۶۶۳۳۴ مړه دي.

دغه راز په نړۍ کې له ۵.۵ میلیارډ څخه پر ډېرو خلکو د کرونا ویروس واکسین پلی شوی دی.

په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۴۲ میلیون کسانو ته رسیدلی، چې ۶۷۲ زره ترې مړه شوي دي.

په انګلستان کې د کرونا ویروس ۳۲۶۵۱ نوې مثبتې بېښې ثبت شوي، چې پرې د ټولو اخته کسانو شمېر له ۷.۳ میلیون ډېر شوی او تازه د ۱۷۸ ناروغانو مړینه ثبت شوې، چې ورسره د مړینې ټول شمېر ۱۳۴۹۸۳ ته ورسېده.

له بلې خوا په هند کې پر کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۴۱۷۳۹۰ ته رسیدلی، چې یوازې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا له ۳۵۶۶۲ نویو مثبتو بېښو له ثبت خبر ورکړ شوی دی.

د هند روغتیا وزارت ویلي، چې تر دې دمه په هند کې له کرونا ویروسه ۴۴۴۵۲۹ ناروغان مړه شوي دي.

تازه خبرونه

چین د کندهار له لارې راستنېدونکو افغان کډوالو ته خیمې ورکوي

د شینهوا خبري سرچینې د چارشنبې پر ورځ( د غویی لسمه ) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي رییس محمد شعیب حقاني د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې دا خیمې د دې ولایت په تخته‌پل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره درول شوې دي.

Published

on

China tents
(Last Updated On: )

په داسې حال کې، چې پاکستان د سلګونو زره افغانانو د جبري ایستلو بهیر روان ساتلی؛ چین د کندهار له لارې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره سلګونه خیمې چمتو کړې دي.

د شینهوا خبري سرچینې د چارشنبې پر ورځ( د غویی لسمه ) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي رییس محمد شعیب حقاني د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې دا خیمې د دې ولایت په تخته‌پل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره درول شوې دي.

د راپورونو له مخې؛ شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال په اپریل کې خپل هېواد ته راستانه شوي، چې ډېرو یې یوازې هغه جامې درلودې، چې پر غاړه یې وې.

چین په تېرو څو کلونو کې د افغانستان خلکو ته د درملو، ژمنیو جامو، پټو او خوراکي توکو په ګډون بېلابېلې مرستې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د افغانستان خاورې امنیت تضمین کړی هیچا ته ترې ګواښ نشته – مولوي کبیر

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له شویو مرستو مننه وکړه او وایي: د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښار ګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې او مل پلاويسره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت د افغان خاورې امنیت تضمین کړی او د ګاونډ هېوادونو په ګډون نړۍ ته د افغانستان له خاورې کوم ګواښ نشته.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له شویو مرستو مننه وکړه او وایي: د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښار ګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي کډوالو ته د مرستو د کچې پر لوړېدو ټینګار کړی او وایي، چې د مهاجرینو د ښارګوټو په روغولو کې دې د ملګرو ملتونو بنسټونه پراخه ونډه واخلي.

په دې ناسته کې د یوناما مشرې د کډوالو او کورني بیځایه شویو په اړه د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ وروستۍ تخنیکي ناسته وستایله او له کډوالو سره یې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ او یادونه یې وکړه، چې د دې برخې لپاره به نور ډېر مالي امکانات راجلب کړي.

د اوتنبایوا د څرګندونو له مخې؛ یوناما هڅه کوي، چې له اسلامي امارت سره د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره ګډ اغېزمن کارونه وکړي.

نوموړې زیاته کړې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده، چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.

همدارنګه نوموړې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پرمټ حل شي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته چمتو دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي په بهرنیو چارو کې له قطري مشر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا او ځینو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه بحث کړی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي په قطر کې د دې هېواد په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره وکتل او د افغانستان پر وروستي سیاسي او بشري وضعیت یې خبرې وکړې.

د قطري رسنیو د راپورونو له مخې؛ امیر خان متقي او الخلیفي په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت او ثبات د ښه کولو لپاره د نړیوالو او سیمه‌ییزو هڅو په اړه هم خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، دواړو خواوو د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د امنیت او دوامداره پرمختګ لپاره د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ګډې همغږۍ د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا او ځینو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه بحث کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!