Connect with us

سوداگري

آریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان صادراتو او وارداتو ته پر ټیټو تعرفو آسانتیا برابروي

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت ويلي، چې د دې پرېکړې له پلي‌کېدا سره به نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تولیدات او محصولات د تازه او وچې میوو، زعفرانو، غالۍ او نورو کیفیت لرونکو محصولاتو په ګډون پر ټیټ لګښت د لېږد منظمه زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به نه یوازې د صادراتو بهیر ګړندۍ کړي، بلکې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او له افغان سوداګرو په ملاتړ کې به هم اړین رول ولوبوي.

خپور شوی

د

آریانا افغان هوايي شرکت څرګنده کړې، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د پرېکړې پر بنسټ به سر له نن (یکشنبه د لړم پېنځه‌ویشتمه) څخه د کارګو الوتنو له لارې د صادراتو او وارداتو د لېږد رالېږد لپاره نوې او ټیټې تعرفې پلې کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت ويلي، چې د دې پرېکړې له پلي‌کېدا سره به نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تولیدات او محصولات د تازه او وچې میوو، زعفرانو، غالۍ او نورو کیفیت لرونکو محصولاتو په ګډون پر ټیټ لګښت د لېږد منظمه زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به نه یوازې د صادراتو بهیر ګړندۍ کړي، بلکې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او له افغان سوداګرو په ملاتړ کې به هم اړین رول ولوبوي.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس زیاته کړې؛ پلان لرو، چې په راتلونکي کې دا بهیر پراخ او د نورو هېوادونو لپاره هم د سوداګریزو توکو د کم لګښته لېږد زمینه برابره شي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې د هوايي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد لګښت کمول پر سوداګرۍ، ملي اقتصاد او کورني تولیداتو مثبت اغېز لري او سوداګریزې اړیکې به هم پیاوړې کړي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان د هوايي دهلیز جوړول د سوداګرۍ په وده کې مهم ګڼي او ټینګار کوي، چې له هوايي کارګو څخه ګټه اخیستل به د صادراتو او وارداتو بهیر چټک کړي.

دمګړۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو کړکېچونو له کبله د دواړو هېوادونو سوداګري درېدلې ده. تېره اوونۍ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په کابل کې یوې خبري غونډې ته د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان پرته د سوداګریزو لارو بدیلونه ولټوي.

له دې مخکې د پاکستان خصوصي سکټور اندېښنه ښودلې وه، چې افغانستان د پاکستان پر ځای ښه بدیلونه لري او اسلام‌آباد به له کابل څخه زیات د سوداګرۍ له درېدو زیان وویني.

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د سپارښتنې له مخې آریانا ته دنده سپارل شوې، چې هر کیلوګرام صادر شوي توکي پر یو ډالر او هر کیلوګرام وارد شوي توکي پر ۸۰ سینټو انتقال کړي.

سوداگري

آریانا‌افغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي

آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.

Published

on

د آریانا افغان هوایي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت له خپل مل پلاوي سره یوځای د ترکیش ایرلاینز له اجرائیوي رییس بلال إکشي سره د لیدنې پر مهال په هوايي سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.

د آریانا افغان هوایي کشرکت رییس د ترکیش ایرلاینز له نړیوالو تجربو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هوايي ټرافیک، سوداګرۍ او ګرځندوی اړیکو په پیاوړتیا کې د دې شرکت رول مهم وباله.

د ترکیش ایرلاینز اجرائیوي رییس هم د آریانا افغان هوایي شرکت له وروستي پرمختګ ستاینه وکړه او ژمنه وشوه، چې ترکیه په تخنیکي روزنه، رغونه او د هوايي عملیاتو ښه کولو کې ګډې همکارۍ ته چمتو ده.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراخولو لپاره د ګډو تخنیکي او عملیاتي ډلو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

Continue Reading

سوداگري

تمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي

د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.

Published

on

Torkham closed

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له کبله نن له ۵۰ ورځو بندېدا وروسته د تورخم اړینه لار د بشري دلایلو له مخې پر محدوده توګه پرانیستل شي.

د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.

پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، میوې او سابه صادروي ​​او له افغانستان څخه د ډبرو سکاره، تازه او وچه میوه واردوي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د تورخم لار هره ورځ په اوسط ډول د ۸۵۰ میلیون ټنو پر ارزښت دوه اړخیزې سوداګرۍ ته آسانتیا برابروي.

په دې لار کې بند پاتې موټر چلوونکي وايي، چې د اوبو او خوړو لپاره مناسب شرایط نشته؛ نور خپل  لګښتونه پوره کولی نشي او ډېری یې د سختې سړې هوا له کبله ناروغه شوي دي.

یوه ورځ مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی؛ ملګرو ملتونو له اسلام‌آباد څخه غوښتي، چې د لارې د بندېدا پر پرېکړه بیاکتنه وکړي.

 ډار زیاته کړې؛ له مشرتابه سره له مشورې وروسته شونې ده، چې افغانستان ته اړین بشري توکي صادر کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ د اسلام‌آباد یوازنۍ تمه له افغان حکومت څخه دا ده، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د اډې په توګه ونه کارول شي. دا هغه غوښتنه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې د دوی خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

د تورخم لارې بیا پرانیستل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او بشري مرستو ته آسانتیا برابره کړي او د ۵۰ ورځني بندښت له کبله رامنځته شوي فشارونه راکم کړي.

Continue Reading

سوداگري

په بلخ کې د تېر کال پرپرتله د پختې په بیه کې بې ساري کمښت راغلی

د یو شمېر بزګرانو او پروسس کوونکو د څرګندونو له مخې؛ د دې محصول بیه دومره راټیټه شوې، چې دوی ان خپل لګښتونه هم نشي پوره کولی.

Published

on

د بلخ ولایت د پختې پروسس کوونکو ويلي؛ دا اړین کرنیز محصول سږکال له بې ساري اقتصادي رکود سره مخ شوی او دوی یې له درندو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

د یو شمېر بزګرانو او پروسس کوونکو د څرګندونو له مخې؛ د دې محصول بیه دومره راټیټه شوې، چې دوی ان خپل لګښتونه هم نشي پوره کولی.

دوی ټینګار کړی؛ که ملاتړ یې ونشي، نو دوی به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.

د بلخ صنایعو او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازي ويلي، چې د پختې د صادراتو او بازار موندنې لپاره به ډېر ژر بدیلې لارې چارې رامنځته شي؛ ځکه له څو هېوادونو سره د تړونونو پر لاسلیک خبرې روانې دي.

د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ریاست د څرګندونو له مخې؛ تېر کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۲۸۰۰۰ هکټاره ځمکه پخته کرل شوې وه، چې ۵۶۰۰۰ ټنه حاصل یې ورکړ. اوس پر ۳۰۰۰۰ هکټاره ځمکه پخته کرل شوې او حاصل یې ۶۰۰۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!