تازه خبرونه
اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه درېدلی دی – ابراهیم صدر
د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر د یوه پلاوي پر مشرۍ پنجشېر ته په سفر کې د دې ولایت د والي محمدآغا حکیم په ګډون له حکومتي رییسانو، علماوو کرامو، قومي مشرانو او ولسي استازو سره یوه ګډه ناسته ترسره کړې ده.
د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ابراهیم صدر ویلي: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اسلامي امارت د ولسونو تر څنګ اوږه پر اوږه ودریږي؛ د خلکو ستونزې او مشکلات واوري، ولس ته شته امکانات او آسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی رښتینی خدمت ترسره کړي.
هغه زیاته کړې: اسلامي امارت د مجاهدینو او ولسونو د سرښندنو پایله ده.
نوموړي د پنجشېر ولایت مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته سفرونه کوئ؛ له خلکو سره به مخامخ ګورئ، د هغوی ستونزې او مشکلات به اورئ او ورته به پخپل وخت رسېدنه کوي.
نوموړي ټینګار کړی: مسوولان دې د خپل پرسونل د لیکو چاڼولو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه منفورې څېرې او اشخاص، چې ولس او نظام ته ګټه نهرسوي؛ له لیکو لرې کړي، ځکه دا ډول کسان د فتنې او فساد سبب ګرځي.
دغه راز یې د یونیفورم؛ صورت او سیرت پر برابرولو هم ټینګار وکړ او وایي: ټولو منسوبینو ته لازمه ده، چې خپل رسمي یونیفورم رعایت کړي؛ ځکه د هر اورګان ځانګړی یونیفورم ټاکل شوی او دا د اسلامي امارت د رهبر سپارښتنه هم ده.
نوموړي زیاته کړې، چې لومړی به مسوولان خپل سیرت او صورت د سنت پر طریقه برابروي.
د نشهیي توکو په اړه نوموړي وویل: په افغانستان کې د نشهیي توکو کچه صفر ته راټیټه شوې ده؛ استعمال، کښت، قاچاق او پلور یې بشپړ بند دی او د مخنیوي لپاره به نظام او ولس ګډ کار کوي.
ویل کیږي، چې یاد پلاوي د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ له اړوند ادارو او مدیریتونو هم لیدنه وکړه او د چارو د ښهوالي لپار یې اړوند مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
تازه خبرونه
افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي. دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلالآباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.
#آریانانیوز #ننګرهار #جلالآباد #دچتتړېدا #غوچک #افغانستان
تازه خبرونه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.
دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.
سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نهشوې.
دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.
د سیګار دفتر تړلکېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
لوبی4 days agoنن د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام پیلېږي
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
-
لوبی2 days agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
تازه خبرونه5 days agoټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان د سیمهییزې همکارۍ مهم لوبغاړی وي
-
لوبی5 days agoد افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده
-
تازه خبرونه5 days agoبلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
