تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د روسیې ادعا ردکړه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان په یوه باثباته امنیتي وضعیت کې دی او هیڅ بهرنۍ ډله په هېواد کې فعاله نده.
د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د وروستۍ ادعا په ځواب کې، چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو جنګیالي حضور لري؛ رد کړه او وړاندې شوې سرچینې او معلومات یې ناسم ښودلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان په یوه باثباته امنیتي وضعیت کې دی او هیڅ بهرنۍ ډله په هېواد کې فعاله نده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټوله جغرافیه د یو واحد حاکمیت لاندې اداره کیږي او د بهرنیو ډلو د فعالیت لپاره هیڅ زمینه نشته.
ذبیحالله مجاهد ویلي: “مونږ خواشیني یوو، چې د روسیې له سرچینو څخه دا ډول ادعاوې وړاندې کیږي؛ هغه ادعاوې، چې په تېر کې ان د امریکا له اشغال راپدېخوا تکراریږي. مونږ یې په ټوله کې ردوو.”
هغه دا هم ویلي؛ اسلامي امارت د روسیې له چارواکو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې واقعیتونه په سمه توګه درک کړي او خپل راپورونه د عیني حقایقو او د هېواد د اوسنیو شرایطو پر بنسټ تازه کړي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي؛ ځکه په هېواد کې امنیت خوندي دی.
تازه خبرونه
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو هڅې روانې ساتلي او روانې خبرې یې بېپرې د همکارۍ له مخې پیل کړې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.
په دې لیدنه کې شینګ ویلي؛ هیله لري، چې د سیمهییز جیوپولیټیک وضعیت په پام کې نیولو سره د باور جوړونې، ښه نیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د تشنج نشتوالي پروسه به دوام ومومي.
امیر خان متقي په داسې حال کې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ مثبتې وارزولې؛ له خپل چینایي سیال څخه یې د ارومچي خبرو اترو د چمتووالي او کوربتوب او همدارنګه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو له منځګړیتوب مننه څرګنده کړه.
متقي ويلي، چې تر اوسه پورې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ښې خبرې اترې شوې دي او هغه هيله لري، چې کوچني تعبیرونه به د خبرو اترو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ په فرغانه ولایت کې یوه اړینه غونډه ترسره شوه، چې په کې د سوداګرۍ خونې د پانګونې څانګې د مرستیال زړګي عظیمي پر مشرۍ د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې پلاوي د سیمې د اقتصادي وړتیاوو د ارزونې لپاره د فرغانې ښار له یو شمېر لویو کارخونو او تولیدي څانګو لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړو عبدالله رحیمي، سید احمد نورزاد او عبیدالله هوتک په ګډون د اجرائیوي رییس مرستیال میرزامان پوپل او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو ګډون درلود، چې په کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
ویل کیږي، چې دا غونډه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی.
تازه خبرونه
ایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول
د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران روانه جګړه د سیمهییزو قدرتونو لهخوا د جګړې او نامستقیمو خبرو یو نوي پړاو ته دننه شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.
خلیلزاد زیاته کړې: د امریکا ولسمشر پر ښکاره هوکړه کړې، چې د سبا(سېشنبې) ګواښ ګڼل شوی تاوتریخوالی به وځنډوي؛ خو اصلي ننګونه اوس هم دا ده، چې ایران جګړې ته پر نهستنېدا ټینګار کوي.
امریکا ویلي، چې د وروستۍ هوکړې نه ترلاسه کېدا به ټولو لوریو ته د جګړې د بېرته پیلولو اختیار خوندي وساتي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې «که خبرې د دوه اړخیز رضایت په ترلاسه کېدا پای ته ورسېږي؛ نو د تاوتریخوالي درېدا یوه عادي خبره ده.»
خلیلزاد ویلي؛ یوه شونې حللار دا هم کېدی شي، چې د خبرو له پای ته رسېدا مخکې جګړې ته د بېرته نه ستنېدا ژمنه وشي.
ایران له دې مخکې داسې اندېښنه څرګنده کړې وه؛ امریکا پرې په داسې وخت کې برید وکړ، چې خبرې روانې وې.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoله برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoچین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
-
تازه خبرونه3 days agoایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
-
نړۍ5 days agoد ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoپه ننګرهار کې د سخت اورښت له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په جنګ کې د جنګي جنایت پر تور تورن اسټرالیایي سرتېري ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days agoد امریکا په کليفورنيا ایالت کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم بريدونه وغندل
