Connect with us

تازه خبرونه

جاپان یو ځل بیا د کابل د څښاک اوبو له نوې پروژې سره د ارزونې ژمنه تازه کړه

په دې غونډه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت مالي او ادارې مرستیال ډاکټر محمد نعیم هم ګډون درلود؛ د اقتصاد وزیر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له زلزله‌ځپلو سره د جاپان له ملاتړ او بشري مرستو ستاینه وکړه.

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۱, ۱۴۰۴

د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان سفیر له مرستیالې مای کیو ایزاوا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر د پروګرام افسرې میرمن چیبا سره د کتنې پر مهال د دوامداره همکارۍ او د زیربنایي پروژو د بیا پیل په اړه بحث او خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت مالي او ادارې مرستیال ډاکټر محمد نعیم هم ګډون درلود؛ د اقتصاد وزیر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له زلزله‌ځپلو سره د جاپان له ملاتړ او بشري مرستو ستاینه وکړه.

د زلزله‌ځپلو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ مای کیو ایزاوا د نړیوالو بنسټونو له لارې د جاپان د یو میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت د بېړنۍ مرستې اعلان وکړ. په دې مرسته کې خواړه، روغتیایي خدمات، طبي پاملرنه، اوبه او حفظ الصحه شته دي.

هغې اعلان وکړ، چې د جاپان پلیټ فارم بنسټ (JPF) به د جاپان حکومت پر تمویل اغېزمنو خلکو ته د ۱.۳۳ میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت بشري مرستې هم چمتو کړي.

د اقتصاد وزیر د نوي کابل ښار د څښاک اوبو پروژې ته نغوته وکړه، چې د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) پر مالي مرسته د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو پر لګښت پیل شوه؛ خو له تېرو څلور کلونو راپدېخوا پر ټپه ولاړه ده. هغه د دې مهمې پروژې د بیا پیل غوښتنه وکړه،  چې کابل ښار ته د څښاک اوبه برابرې کړي.

محمد نعیم هم د دې بېخبنایي پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ او د جاپان له نړیوالې همکارۍ ادارې څخه یې وغوښتل، چې د دې پروژې د کار د بیا پیل لپاره لار اواره کړي.

په پای کې د جاپان ماموریت مرستیالې له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه وشوه، چې د نوي کابل د څښاک د اوبو پروژې د پیل موضوع به د جایکا او د جاپان حکومت له اړوند ادارو سره راپورته او پایلې به یې ژر تر ژره له اقتصاد وزارت سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

په کابل ښار کې د چاودنې له کبله مرګ او ‌ژوبله رامنځته شوه

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه  کې لیکلي، چې دا چاودنه په شهرنو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې نن له غرمې وروسته(دوشنبه د مرغومي نهه‌ویشتمه) د کابل ښار د لسمې ناحیې د ګل‌فروشۍ په اړوند کوڅه کې چاودنه رامنځته شوې، چې کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې ده.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه  کې لیکلي، چې دا چاودنه په شهرنو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یوشمېر راپورونو له مخې؛ چاودنه د یوه رسټورانټ مخې ته شوې، خو نورو بیا ویلي، چې پېښه په یوه هوټل کې رامنځته شوې ده.

د ځدراڼ د څرګندونو له مخې؛ د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د کابل ایمرجنسي روغتون څرګنده کړې، چې د شهر نو له چاودنې وروسته ۲۰ کسان روغتون ته راوړل شوي، چې اووه کسانو یې سا ورکړې ده.

یوې سرچینې آریانا نیوز ته تائید کړه، چې په چاودنه کې چینایي اتباع هم ټپیان شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات ولایت کې د جګړو له مهال پاتې ۵۰۰ کیلوګرامه بم شنډ شو

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې مسوولانو خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له مهاله پاتې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم بریالی شنډ شوی دی.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

دغه بم هغه مهال وموندل شو، چې د سیمې یو اوسېدونکی د کور جوړولو لپاره د ځمکې د کېندنې پر مهال ورسره مخ او د مسوولو ادارو پر هڅو شنډ شو او د یوې شونې انساني ناورین مخه ونیول شوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!