تازه خبرونه
د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد د ګواښلو شواهد شتون نلري – محمد یعقوب مجاهد
یعقوب مجاهد له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت له امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن پاتې دی او د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د افغانستان ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ويلي، چې په هېواد کې کورنۍ ننګونې پای ته نږدې دي او داعش “حتا د افغانستان یو انچ خاوره هم نلري”.
یعقوب مجاهد له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت له امریکا سره د دوحې تړون ته ژمن پاتې دی او د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
هغه وایي: “هیڅوک داسې شواهد نلري، چې په دې موده کې امریکا یا د هغې متحدین یا کوم بل هېواد له افغانستان څخه ګواښل شوی وي.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال د ګاونډیانو په ګډون د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ هیڅ نظامي تړون شتون نلري؛ خو سیاست مو دا دی، چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه پورته نشي.
هغه د افغان اردو له بیارغونې او مسلکي کولو هم خبر ورکړی او څرګندوي، چې هره میاشت سلګونه کسان له پوځي او روزنیزو مرکزونو فارغ کیږي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت له امریکا، ناټو، چین یا روسیې سره پوځي اړیکې نلري او د دوی اوسنی تمرکز پر سیاسي او اقتصادي برخو؛ په ځانګړي توګه پر افغانستان د بندیزونو لرې کول دي.
تازه خبرونه
په مسکو کې د افغانستان سفیر له ضمیر کابلوف سره وکتل
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
دواړو خواوو د سوداګرۍ پراختیا، د افغانانو لپاره د ویزې آسانتیا او دوه اړخیزې همکارۍ پورې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ.
تازه خبرونه
له تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د نشهیي توکو ۳ قاچاق وړونکي د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ د خواهان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د راپور له مخې؛ د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو جسدونه د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.
تر اوسه له دغو کسانو سره د شته نشهیي توکو د بنې او کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
تازه خبرونه
د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نههویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.
د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.
ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
-
تازه خبرونه5 days agoنږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
تازه خبرونه7 hours agoد کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
-
نړۍ2 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
