تازه خبرونه
د افغانستان په جنګ کې د جنګي جنایت پر تور تورن اسټرالیایي سرتېري ونیول شو
د اسټرالیا فډرالي پولیسو ویلي، چې قربانیان د وژنې په وخت کې بېوسلې او د آسټرالیایي ځواکونو تر څارنې لاندې ول او ځینې یې رابرټس سمیت یا د هغه تر قومندې لاندې او د ده په شتون کې وژل شوي او د هر تور لپاره پوره سزا عمري بند دی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د سېشنبې پر ورځ د سیډني په هوایي ډګر کې هغه اسټرالیايي سرتېری او د ویکټوریا صلیب په ګډون د څو پوځي ویاړنو لرونکی بین رابرټس سمیت ونیول شو، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ ز.کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د ملکي وګړو د وژنې پر ۵ تورونو تورن پېژندل شوی دی.
د اسټرالیا فډرالي پولیسو ویلي، چې قربانیان د وژنې په وخت کې بېوسلې او د آسټرالیایي ځواکونو تر څارنې لاندې ول او ځینې یې رابرټس سمیت یا د هغه تر قومندې لاندې او د ده په شتون کې وژل شوي او د هر تور لپاره پوره سزا عمري بند دی.
دا تورونه په ۲۰۱۸ ز.کال کې د رسنیو له یو لړ راپورونو وروسته، چې په کې پر یو بېوسلې افغان ځوان ډزې کول او د مرګ له امر مخکې له غره څخه د لاس تړلي بندي غورځول هم شامل ول.
رابرتس-اسمیت تر اوسه ټول تورونه رد کړي او له دې سره تړلې حقوقي قضیې، چې په کې په استرالیا کې د لوړ لګښت افترا قضیه هم شامله ده؛ په وروستیو کلونو کې د لوړو محاکمو لهخوا ارزول شوي دي.
د ځانګړو څېړنو دفتر او د آسټرالیا فډرالي پولیسو په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو لهخوا د ترسره شويو جنګي جرمونو په اړه د ۵۳ دوسیو څېړنه روانه ساتلې، چې ۱۰ یې اوس هم تر کار لاندې دي. چارواکو ویلي؛ د اړتیا له مخې به د نورو ښکېلو خلکو محاکمه هم په پام کې ونیول شي.
ټاکل شوې، چې رابرټس سمیت نن سې شنبې د نیو ساوت ولز ایالت سیمهییزې محکمې ته حاضر شي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د سخت اورښت له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د مرکز جلالآباد ښار د انګور باغ په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د مرکز انګور باغ په ګډون د دې ولایت په شېرزاد، خوږیانيو او هسکه مېنه ولسواليو کې د سخت اورښت او چتونو پريوتو له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د مرکز جلالآباد ښار د انګور باغ په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز د دغه ولايت د والي وياند قاري احسان الله عثماني زیاته کړې؛ د شېرزاد ولسوالۍ د ګندمک کوټګۍ اړوند یوه کلی کې د یو کور چت نړیدو له کبله یو ښځه اودوه ماشومان شهيدان شوي او همداراز د خوږيانو ولسوالۍ په پيره خېلو مشري کلي کې یوتن شهيد اودوه ټپيان شوي دي.
عثماني زياته کړې؛ د هسکې مېنې ولسوالۍ د دولت خېلو په اړوند سیمه کې د دوه کورنو چتونه نړیدلي، چې یو ماشوم شهید او دوه نور په کې ژوبل شوی دي.
د مسوولانو د معلوماتو له مخې؛ سخت اورښت ګڼ کورونه د نړېدا له ګواښ سره مخ کړي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان استازو د سیمهییزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو د لومړنۍ ناستې په څنډه کې د ازبکستان جمهوریت بهرنیو چارو وزارت له مرستیال بابر عثمانوف سره د لیدنې پر مهال د اړیکو د پیاوړتیا، فرصتونو او د سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.
امیرخان متقي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او د نورې همغزۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار څرګند کړ.
دغه راز بابر عثمانوف د دې سیمهییز نوښت له رامنځته کېدا د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او د نورو دېرو همکاریو پر غخېدا یې هم ټینګار وکړ.
ویل کیږي، چې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم په کابل کې د ازبکستان د صنعتي پراختیا او درملو تولید څانګې له مشر عبدالله عزیزوف او له مل پلاوي سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.
تازه خبرونه
د امریکا په کليفورنيا ایالت کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم بريدونه وغندل
دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.
د امریکا د کلفورنیا ایالت په مرکز سکرمنټو ښار کې افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه وغندل او په یو پرېکړهلیک کې یې له نړۍوالو څخه د دغو بریدړونو د څېړلو غوښتنه وکړه.
دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.
د کليفورنيا په سکرامنټو ښار کې راټولو شويو کسانو ويلي؛ دا بريدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې موضوع وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته راکاږي.
د غونډې ويناوالو خبرداری ورکړ، چې د تاوتريخوالي دوام کولی شي سيمه بېثباته کړي او د نړۍ له مشرانو يې وغوښتل، چې د وضعيت د خرابېدا مخه ونيسي.
دې ته ورته لاريونونه تېره اوونۍ په اروپا کې هم وشول؛ لندن مېشتو سلګونو هېوادوالو لاريون وکړ او د بېړنۍ نړيوالې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
دغه راز په اوسلو کې هم افغانان د ناروې پارلمان مخې ته راټول شول او د تاوتريخوالي د درولو غوښتنه يې وکړه.
شنونکي وايي، که سياسي هڅې ګړندۍ نهشي؛ د ډيورنډ کرښې تاوتريخوالی ښايي پراخې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.
دا لاريونونه په داسې حال کې کېږي، چې د چین په اورومچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته وخت ناوخت نښتې او توپچي ډزې روانې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه5 days agoپه چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
-
نړۍ2 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
-
تازه خبرونه3 days agoکابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
-
تازه خبرونه5 days agoچین ته له پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره د اسلامي امارت د منځنۍ کچې د پلاوی سفر تائید شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بېځایه شول
