Connect with us

لوبی

د کرکت نړیوال جام په درشل کې د درجه بندۍ د لومړي مقام خپلولو لپاره تودې هڅې روانې دي

خپور شوی

د

اوس، چې د اسیا جام سیالۍ پای ته رسېدلی؛ د ICC د نرینهوو کرکت نړیوال جام په پیل کې د یو ورځنیو لوبو د درجه بندۍ لپاره د لومړي مقام د ترلاسه کولو سیالي به په راتلونکیو څو ورځو کې نوره هم ګړندۍ شي؛ ځکه، چې له درې غوره لوبډلو څخه به دوه هغه په دوه اړخیزه سیریزه کې سره مخ کیږي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام په وروستیو کې سره له دې، چې له ډګره ژر ووت او هند په فاینل کې د سریلانکا پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کړه؛ خو اوس هم په لومړي مقام کې پاتې دی. استرالیا هم د سویلي افریقا سره د سیریز له ماتې وروسته په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته د رسیدو فرصت له لاسه ورکړ.

آسترالیا په سیریز کې ۲-۰ مخکې وه؛ مخکې له‌دې، چې کوربه راستون شي او درې پرله‌پسې لوبې وګټي د یکشنبې پر ورځ یې سیریز خپله کړه.

د بنګله دیش پر وړاندې د هند ماتې په درجه بندۍ کې سر ته د رسیدو چانسونه ورته زیانمن کړل او حتا ریکارد ماتونکې بریا، چې یوازې په شپږ اوورونو کې د سریلانکا پر وړاندې سر ته ورسېده هم ونه‌شو وکولی، چې هغه د جدول سر ته ورسوي.

هغو لوبو ته یوه لنډه کتنه، چې هره لوبډله به د اکتوبر پر پېنځمه د نړیوال جام له پیل مخکې ولوبیږي.

آسترالیا

اوسنۍ درجه: درېیمه

اوسنۍ امتیاز: ۱۱۳

راتلونکې لوبې: هند (د سپتمبر ۲۲، سپتمبر ۲۴، سپتمبر ۲۷)

آسترالیا د سویلي افریقا څخه د سیریز له لاسه ورکولو وروسته نور د نړیوال جام په پیل کې لومړی نمبر نه‌لري. دوی به په دې لړۍ کې هند ته وایت واش کولو ته اړتیا ولري، چې نړیوال جام ته د لومړي نمبر لوبډلې په توګه ولاړه شي.

که آسترالیا له دوه بریاوو سره سیریز پیل کړي، دوی به لږ تر لږه تر وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پورې د درجه بندۍ په سر کې پاتې وي.

د آسترالیا د درې شل اوریزو لوبو لړۍ به په هند کې وښیي، چې د نړیوال جام د پیل لپاره هند که آسترالیا له لومړیتوبه برخمن دي.

هندوستان

اوسنۍ درجه: دوه‌یمه

اوسنۍ امتیاز: ۱۱۵ (۱۱۴.۶۵۹)

راتلونکې لوبې: آسترالیا (د سپتمبر ۲۲، سپتمبر ۲۴، سپتمبر ۲۷)

که هند وکولی شي په کور کې د سپتمبر پر ۲۲ پیل کېدونکي سیریز وګټي؛ نو د جدول په سر کې به راشي. یعنې د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې له ګټلو سره به هند پاکستان پر شاه وتمبوي او د کرکت په ټولو دریو بڼو کې به لومړی نمبر لوبډله شي.

د هند لوبډله کولی شي د جمعې پر ورځ د موهالي په لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې آسترالیا ته پر ماتې ورکولو سره لومړی مقام ترلاسه کړي.

که هند د سیریز په ټولو لوبو کې له ماتې ډډه وکړي؛ خو بیا هم آسترالیا ته سیریزه له لاسه ورکړي، پاکستان به په نړیوال جام کې د مخکښه لوبډله پاتې شي. له بلې خوا استرالیا ته د ۳-۰ ماتې ورکولو سره به هند درېیم ځای ته راکښته شي او آسترالیا به په سر کې راشي.

پاکیستان

اوسنۍ درجه : لومړۍ

اوسنی امتیاز: ۱۱۵ (۱۱۴.۸۸۹)

راتلونکې لوبې: له نړیوال جام څخه مخکې هیڅ لوبه نه‌نشته.

د نړیوال جام په پیل کې د پاکستان د لومړي نمبر کیدو چانس هغه مهال ډېر کم شو، چې په اسیا جام په دوه‌یم  پړاو کې یې لوبه سریلانکا ته وبایلله.

سره له دې، چې د نړیوال جام له پیل مخکې د پاکستان لپاره کومه رسمي یو ورځنۍ لوبه نه‌ده ټاکل شوې. د تورنمنت په درجه بندۍ کې لومړي نمبر ته د ننوتلو هیلې به د هند او آسترالیا د لوبو له څرنګوالي تړاو پیداکوي.

که استرالیا او هند ماتې هم ومني، بیا هم کولی شي د لومړي مقام تر لاسه کړي؛ خو حقیقت دا دی، چې دواړه لوبډلې د میاشتې په پای کې یو له بل سره لوبه کوي. په‌دې معنی، چې یو له دوی څخه به یو ځل بیا لومړی مقام ترلاسه کړي.

افغانستان

افغانستان به په همدې حال کې د نړیوال جام په درجه بندۍ کې نهم نمبر ته لار پیدا کړي.

دا لوبډله په اسیا جام کې د سریلانکا د دوه منډو له بریا وروسته له لوبو ووته او سریلانکا یې دوه‌یم پړاو ته ورسوله.

خو له دې ماتې سره سم د ۲۰۲۳ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبډله اعلان شوه او په لوبډله کې یو مهم بدلون د نوین الحق دی، چې له اوږدې وقفې وروسته بېرته راستون شوی دی.

د چټک ټوپ اچوونکی نوین خپله وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې کړې وه.

اوس به هغه له فضل الحق فاروقي، عبدالرحمن او عظمت الله عمرزي سره د چټک برید برخه جوړوي.

عمرزی، چې د اګست په میاشت کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د یو ورځنیو لوبو پر مهال ټپي شو، د اسیا جام له لاسه ورکولو وروسته بېرته لوبډلې ته راستون شو.

په ورته وخت کې راشد خان به د قوي سپېن برید مشري وکړي، چې محمد نبي، مجیب الرحمن او نور احمد یې ملګري دي.

رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه لومړي درجه توپ اچوونکي دي، چې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په څلورم نمبر کې ځای لري او نجیب الله ځدراڼ به منځنۍ درجه پیاوړې کړي.

ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف، چې د افغانستان د اسیا کپ په لوبډله کې لوبېدلي؛ له فرید احمد ترڅنګ، چې د پاکستان پر وړاندې په سیریز کې یې ونډه لرله؛ د احتیطي لوبغاړو په توګه وپېژندل شي.

کریم جنت او محمد سلیم د اسیا جام دوه هغه لوبغاړي دي، چې د افغانستان د نړیوال جام له لوبډلې څخه په بشپړه توګه ایستل شوي دي.

افغانستان به د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر پر اوومه د بنګله دېش پر وړاندې په دھرم شالا کې پیل کړي. دوی له دې مخکې دوه تمریناتي لوبې لري؛ یوه د سپتمبر پر ۲۹ په تېرووانانتاپورم کې د سویلي افریقا پروړاندې او بله د اکتوبر پر ۳ په ګوهاتي کې د سریلانکا پروړاندې.

د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام لیدو لپاره آریانا تلویزیون وګورئ!

په داسې حال کې، چې اسیا جام پای ته رسیدلی؛ مینه وال کولی شي د راتلونکیو زړه‌راکښونکو سیالیو – د ۲۰۲۳ یو ورځني نړیوال جام لپاره چمتووالی ونیسي او کولی شي په ټول افغانستان کې دا زړه‌راکښونکی  سپورتي ننداره د آریانا تلویزیوني شبکې (ATN) له لارې پر ژوندۍ بڼه وګوري.

د نړیوال جام ټولې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپریږي او مینه وال کولی شي ټوله ننداره وګوري.

د یادولو ده، چې دغه سیالۍ به د ۲۰۲۳ ز. کال د اکتوبر له ۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۹ نېټې پورې په هندوستان کې او پای لوبه به یې د هند په نومیالي نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.

ATN به له سیالیو څخه مخکې ټول مهالوېشونه او د نشراتو وختونه خپروي او مینه‌وال به د نويو پرمختګونو په اړه خبر کړي. بس زمونږ اوبپاڼې او د ټولنیزو رسنیو څانګې د تازه معلوماتو لپاره وګورئ.

لوبی

افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

Published

on

د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربه‌توب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.

د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوه‌یم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.

Continue Reading

لوبی

د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

Published

on

نن(چارشنبه د غویي دوه‌یمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.

دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.

دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.

ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو خپروي

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Published

on

آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا  ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.

دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.

په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.

د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.

د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون له‌خوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.

سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.

تنظیم کوونکي وايي، چې دوه‌یم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!