Connect with us

سیمه ییز خبرونه

هند او چین د مستقیمو الوتنو او سوداګرۍ اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه وکړه

دغه پرېکړه نوي ډیلي ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوه ورځني سفر پرمهال رامنځته شوې ده.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړ، چې هند او چین د سې‌شنبې پر ورځ هوکړه وکړه، چې مستقیمې الوتنې بیا پیل کړي او د سوداګرۍ او پانګونې اړیکې پراخه کړي؛ ځکه، چې دواړه ګاونډ هېوادونه د ۲۰۲۰ کال د سرحدي شخړې له کبله زیانمنې شوې اړیکې بیا رغوي.

دغه پرېکړه نوي ډیلي ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوه ورځني سفر پرمهال رامنځته شوې ده.

د آسیا دا لوی هېوادونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ بهرني سیاست ته په نغوته کې، چې  وړاندویېنه یې نه‌کیږي؛ غواړي خپلې اړیکې پیاوړې او د لوړ پوړو دوه اړخیزو سفرونو لړۍ وغځوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړه هېوادونه به مستقیمې الوتنې بیا پیل کړي او سوداګرۍ او پانګونې ته د ودې ورکولو په ګډون په درې ټاکل شویو لارو کې سرحدي سوداګري بیا پرانیستل او د ویزو

بهیر آسانه کړي.

په ۲۰۲۰ کې د کرونا وبا له خپرېدا راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې ځنډول شوې او د بیا پیل لپاره یې هم کومه نېټه پرګوته شوې نده.

په دې اړه وروستۍ څرګندونې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د هند له ملي امنیت (NSA) سلاکار اجیت دووال سره د خبرو اترو د څلیریشتمم پړاو لپاره نوي ډیلي ته د دوه ورځني سفر په پای کې د دوی د لسیزو زړې سرحدي شخړې د حل لپاره خپرې شوې.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د همالیا له پولې څخه د ځواکونو د وتلو، د پولې د ټاکلو او سرحدي چارو په اړه هم خبرې روانې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د سرحدي چارو په اړه د مشورې او همغږۍ لپاره یوه کاري ډله جوړه کړي، چې د سرحدونو د محدودولو خبرې اترې پرمخ بوځي.

ویل شوي، چې د خبرو میکانیزم به د پولې ختیځې او منځنۍ برخې تر پوښښ لاندې راولي.

دغه راز د لویدیځې برخې په اړه به د خبرو اترو بل پړاو هم ژر تر ژره ترسره شي.

بیجینګ دا هم ویلي، چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې په ۲۰۲۶ کال کې به چین د خبرو کوربه وي.

لومړي وزیر نریندرا مودي له وانګ سره له لیدنې وروسته په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې “د هند او چین ترمنځ باثباته، وړاندوینې وړ، رغنده اړیکې به د سیمې او نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره د پام وړ مرسته وکړي.”

دغه راز مودي به د روانې میاشتې په پای کې د شانګهای همکاریو ټولنې سرمشریزې له لپاره چین ته سفر وکړي، چې له تېرو اووه کلونو راپدېخوا یې دې هېواد ته لومړی سفر دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ وانګ دووال ته ویلي، چې “د چین او هند د اړیکو باثباته او سالم پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو پر ګټه دي”.

وانګ ویلي؛ دواړه خواوې “باید د خبرو اترو له لارې متقابل باور زیات او همکاري پراخه کړي” او باید د سرحدي کنټرول او د سرحدونو د ټاکلو په څېر برخو کې اجماع ته ورسیږي.

هند ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر له وانګ سره په خپلو خبرو کې د چین لخوا د تبت په یارلونګ زنګبو سیند کې د جوړ شوي لوی بند په اړه د هند اندېښنې پر ګوته کړې.

یارلونګ زنګبو د برهماپترا په توګه بدلیږي؛ ځکه، چې دا هند او بنګله دیش ته بهیږي، چې د میلیونونو خلکو لپاره اړینه ده.

نوي ډیلي ویلي، چې دا بند به د ټیټو سیندونو ایالتونو لپاره اغېزې ولري او پر اړتیا یې اړتیا کلک ټینګار کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ چین هوکړه کړې، چې د بشري اصولو پر بنسټ د اړوند سیندونو په اړه به له هند سره بېړني هایدروولوژیکي معلومات شریک کړي.

دغه راز دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د پولې هاخوا سیندونو په اړه د متخصصینو پر کچه یو میکانیزم رامنځته کړي او د سېلابونو د راپور ورکولو لپاره اړیکه وساتي.

چینایي چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې په تبت کې د اوبو برښنا پروژې به پر چاپېریال یا تر اوبو لاندې اوبو رسولو لوی اغېز ونلري؛ خو هند او بنګله دېش بیا هم اندېښنې راپورته کړې دي.

رویټرز ویلي؛ د سې‌شنبې پر ورځ یوې هندي سرچینې ویلي، چې وانګ جی شنکر ته ډاډ ورکړی، چې بیجینګ د هند درې مهمې اندېښنې حل کوي؛ سرې ته اړتیا، نادره ځمکو او تونل کېندلو ماشینونو اړتیاوو ته پاملرنه کوي.

د هند بهرنیو چارو او کانونو وزارتونو او د چین د سوداګرۍ وزارت له څه ویلو ډډه کړې ده.

سیمه ییز خبرونه

خلیل الحیه د حماس نوی مشر شو

د رویټرز د راپور له مخې، شنونکي دا ټاکنه د حماس له لوري د وسلې اېښودو لپاره د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې د سخت دریځ نښه بولي.

Published

on

حماس غورځنګ اعلان کړی، چې په غزه کې یې پخوانی مشر او مخکښ مذاکره کوونکی خلیل الحیه د حماس نوی مشر ټاکل شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، شنونکي دا ټاکنه د حماس له لوري د وسلې اېښودو لپاره د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې د سخت دریځ نښه بولي.

خلیل الحیه د یحیی سنوار ځای‌ناستی شوی، چې د ۲۰۲۴ز. کال په اوکټوبر کې له اسرائیلي ځواکونو سره د نښتې له کبله ووژل شو. د سنوار او تر هغه وړاندې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدا وروسته؛ الحیه د دې غورځنګ له مهمو رهبرانو څخه شمېرل کېده.

الحیه، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې مېشت دی؛ د حماس له مخکښو سیاسي څېرو او اصلي مذاکره کوونکو څخه ګڼل کېږي. ځینې سیاسي څارونکي نوموړی د حماس د مشرۍ بل مطرح نوماند خالد مشعل پر پرتله د سخت دریځو لیدلوریو څښتن بولي.

د حماس د نوي مشر ټاکنه داسې مهال کېږي، چې دا غورځنګ له ۱۹۸۷ز.کال راپدېخوا د خپل فعالیت له تر ټولو ستونزمن پړاو سره مخ دی. حماس د اسرائیل او حماس ترمنځ له دوه کلنې جګړې وروسته د وسلې اېښودو او د جګړو د پای ته رسولو لپاره له زیاتېدونکو نړیوالو فشارونو سره مخ دی.

د فلسطینۍ سیاسي شنونکي ریحام عوده د څرګندونو له مخې؛ د خلیل الحیه ټاکنه دا پیغام لري، چې حماس اوس هم وسله‌والې مبارزې ته ژمن دی، د وسلې اېښودو مخالفت کوي او غواړي خپلې پوځي وړتیاوې او له ایران او د «مقاومت محور» سره اړیکې وساتي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا بدلون ښایي د حماس د وسلې اېښودو په اړه د هر ډول احتمالي هوکړې ترلاسه کول ستونزمن کړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.

Published

on

د امریکا مرکزي قومندانۍ(سینټکام) ویلي: له هغې وروسته، چې په اردن کې د ایران پر برید دوه امریکایي پوځیان ووژل شول او یو بل ورک شو؛ امریکا پر ایران نوي هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.

د خبرپاڼې له مخې؛ د بریدونو موخه د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران د ګواښونو کمزوري کول او هغو ځواکونو ته سزا ورکول دي، چې پر امریکايي پوځیانو یې بریدونه کړي دي.

د ایران مهر خبري آژانس راپور ورکړی، چې امریکا د ایران په سویل کې د سیرک ښار ته نږدې برید کړی؛ خو تر اوسه د مرګ او ژوبلې یا بېخبناوو د زیان راپور ورکړ شوی نه‌دی.

د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی له هغې وروسته زیات شوی، چې د دواړو لوریو ترمنځ لنډمهالی اوربند تېره اوونۍ پای ته ورسېد.

شنونکي خبرداری ورکويؤ، چې دا وضعیت ښايي د پراخې جګړې لامل شي.

سینټکام ویلي، د جمعې ورځې په برید کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او یو بل اوس هم ورک دی. له دې سره د جګړې له پیل راپدېخوا د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی او له ۴۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګسټ ویلي، د وژل شویو پوځیانو قرباني به د امریکا هوډ نور هم پیاوړی کړي.

بل لوري ته د ایران ستر مشر آیت‌الله مجتبی خامنه‌يي ویلي؛ امریکا به د شخړې د پراخولو بیه پرې کړي. هغه د ټرمپ تګلارې بې‌باوره بللې او خبرداری یې ورکړی، چې امریکا به له درندو لګښتونو او سپکاوي سره مخ شي.

راپورونه ښیي؛ ېایران د کویټ، بحرین، اردن او د خلیج د نورو هېوادونو پر ځینو پوځي او سټراټیژیکو هدفونو هم بریدونه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې په کویټ، بحرین او اردن کې یې امریکايي پوځي مرکزونه او تجهیزات پر نښه کړي؛ خو رویټرز دا ادعاوې تائیدولی نه‌شي.

په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میشتو امریکایانو ته د سفر خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د منځني ختیځ د روان کړکېچ له کبله ښايي هوايي سفرونه او د هوايي حریم فعالیتونه له خنډونو سره مخ شي.

د ایران روغتیا وزارت ویلي، په تېرو درې اوونیو کې د امریکا پر بریدونو ۵۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

اروپایي ټولنې او د خلیج هېوادونو له ایران غوښتي، چې ژر تر ژره دې ټول بریدونه ودروي او د هرمز تنګي د کښتۍ چلونې آزادي له شرطه پرته وساتي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول

فاطمې مهاجراني زیاته کړ: د چارشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه مرګ او ‌ژوبله د ایران پر سویلي سیمو د وروستیو بریدونو له کبله اوښتې ده؛ خو د بریدونو د کره ځای او نورو جزئیاتو په اړه یې څه ویل شوي نه‌دي.

Published

on

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني څرګنده کړې؛ د تهران او واشنګټن ترمنځ د پوځي ترینګلتیا له زیاتېدو سره هممهاله د دغه هېواد په سویلي سیمو کې د وروستیو بریدونو له کبله له ۳۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

فاطمې مهاجراني زیاته کړ: د چارشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه مرګ او ‌ژوبله د ایران پر سویلي سیمو د وروستیو بریدونو له کبله اوښتې ده؛ خو د بریدونو د کره ځای او نورو جزئیاتو په اړه یې څه ویل شوي نه‌دي.

دغه راز ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې امریکايي ځواکونو د چارشنبې پر سهار د بوشهر ولایت درې سیمې ویشتې دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، دغو بریدونو مرګ او ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

بوشهر، چې د فارس خلیج پر غاړه پروت دی، د ایران یوازنۍ فعاله اټومي برښناکوټ او د انرژۍ یو شمېر مهمو تاسیساتو کوربه دی او سټراټیژیک اارزښت لري.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و؛ که تهران خبرې اترې بیا پیل نه‌کړي، نو د امریکا پوځي عملیات به دوام ومومي او ښايي د ایران بنسټیز جوړښتونه، د برښناکوټونو او پُلونو په ګډون تر بریدونو لاندې راشي.

په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا د پام وړ زیاته شوې او دواړو لوریو پر یو بل بریدونه کړي دي، چې د هرمز تنګي د امنیت او د انرژۍ پر نړیوال بازار د اغېزو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

هممهاله ایران ملګرو ملتونو ته په یوه لېږلي لیک کې امریکا د اسلام‌آباد د هوکړ‌لیک پر ماتولو او د تلپاتې اوربند لپاره د هڅو پر کمزوري کولو تورنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117