نړۍ
ټرمپ د خاشقجي په اړه د امریکا استخباراتي ارزونه رد کړل
د واشنګټن پوسټ د لیکوال او په امریکا کې میشت د سعودي پر مشرتابه نیوکهکوونکي خاشقجي د وژنې په اړه شخړه یو ځل بیا د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د کمرې مخې ته راپورته شوه او د پادشاهۍ بالفعل واکمن له اووه کلن ځنډ وروسته سپینې ماڼۍ ته لومړنی سفر ترسره کړ، چې د اړوند ارزونې له کبله یې نړیوال انځور بیا ورغول شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ کال د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه هیڅ نه پوهیده؛ د سعودي له ولیعهد څخه یې دفاع وکړه او د هغه په اړه یې د امریکا استخباراتي ارزونه رد کړه.
د واشنګټن پوسټ د لیکوال او په امریکا کې میشت د سعودي پر مشرتابه نیوکهکوونکي خاشقجي د وژنې په اړه شخړه یو ځل بیا د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د کمرې مخې ته راپورته شوه او د پادشاهۍ بالفعل واکمن له اووه کلن ځنډ وروسته سپینې ماڼۍ ته لومړنی سفر ترسره کړ، چې د اړوند ارزونې له کبله یې نړیوال انځور بیا ورغول شي.
ټرمپ بیا سعودي عربستان د یو لوی غیرناټو متحد په توګه اعلان کړ او دواړو خواوو د وسلو له پلور، ملکي اټومي همکارۍ، مصنوعي ځیرکتیا او مهمو منرالونو په اړه له هوکړو خبر ورکړ.
محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې په اړه د خواشینۍ څرګندولو پرمهال ټینګار وکړ، چې د سعودي حکومت د دې موضوع د څېړنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي او داخلي سیسټمونه ښه شوي، چې د داسې پیښو د بیا تکرار مخه ونیول شي.
دغه راز د سعودي ولیعهد ژمنه وکړه، چې په امریکا کې د خپل هېواد پانګونه له ۶۰۰ میلیارډ ډالرو څخه یو ټریلیون ډالرو ته لوړه کړي.
دواړو خواوو د اف – ۳۵جنګي جټ الوتکو او امریکایي ټانکونو د پېرودلو هوکړه هم وکړه، چې کولی شي په سیمه کې نظامي توازن تر اغېز لاندې راولي.
دا غونډه او هوکړې د واشنګټن او ریاض ترمنځ په اړیکو کې یو اړین بدلون ګڼل کیږي او د نړۍ د تېلو له ترټولو لوی صادرونکي سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ټرمپ لومړیتوب پر ګوته کوي.
د امریکا استخباراتي ادارې هغه مهال دې پایلې ته رسېدلې وې، چې بن سلمان د استانبول د سعودي په قونسلګرۍ کې د خاشقجي نیول یا وژنه منلې ده؛ خو ولیعهد د دغو عملیاتو سپارښتنه رد کړې وه؛ خو د پادشاهۍ د بالفعل واکمن په توګه یې مسوولیت منلی و.
د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان د ځانګړي هرکلي لپاره د امریکایي جټ الوتکو د الوتنې ننداره وړاندې کړه، چې د رسنیو پراخه پاملرنه یې ځانته راواړوله.
نړۍ
یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.
نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نهغوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.
څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.
په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.
د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنهیي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنهیي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»
ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.
نړۍ
له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بېساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونهګوري.
چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.
د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوملیکنه وکړي.
شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.
ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.
نړۍ
یوازې ۲۷ سلنه امریکایان پر ایران له بریدونو ملاتړ کوي – نظرپوښتنه
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
د رویټرز/ ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښیي؛ یوازې یو پر څلورمه(۲۷سلنه ) امریکایان پر ایران د امریکا له پوځي بریدونو ملاتړ کوي، چې د ایران رهبر یې وواژه. په داسې حال کې، چې ۴۳سلنه یې مخالفت لري او ۲۹سلنې یې اوس هم پرېکړه نده کړې.
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
دا نظر د ډیموکراټانو تر منځ خورا پیاوړی دی او ۸۷سلنه ډیموکراټان دا نظر لري.
جمهوري غوښتونکي اندېښنه لري، چې: د ټرمپ شاوخوا ۴۲سلنه ملاتړو ویلي؛ که چېرې دا عملیات په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتېرو د مړینې یا ټپي کېدا لامل شي؛ نو د عملیاتو له دوام ملاتړ به لږ کړي.
د نظرپوښتنې پایلې په داسې حال کې راپورته شوي، چې امریکا او اسرائیلو له زر ډېر ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي او په شخړه کې د امریکا د پوځي تلفاتو لومړنی تائید هم شوی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
نړۍ2 days agoیوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
-
تازه خبرونه4 days agoبیات بنسټ په میدان وردګ کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې پر پراخو غوندو بندیز ولګول شو
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې بندولو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه خاص کونړ کې د پاکستاني پوځي رژيم د هوایي برید له کبله ۵ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نهکوي – خلیلزاد
