Connect with us

تازه خبرونه

په استانبول کې د افغانستان او پاکستان د اوربند خبرو بیا پیلېدا

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې پر ورځ تائید کړې؛ یو پاکستانی پلاوی د افغانستان له اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره استانبول ته تللی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ لپاره حل لار ومومي.

خپور شوی

د

ټاکل شوې، چې نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه / د نومبر شپږمه) د ترکیې په استانبول کې د پاکستان له لوري د بیا ځل لپاره د هوایي حریم د نه نقض په اړه د خبرو درېیم پړاو پیل شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې پر ورځ تائید کړې؛ یو پاکستانی پلاوی د افغانستان له اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره استانبول ته تللی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ لپاره حل لار ومومي.

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې سختې ترینګلې شوې دي.

پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې ځینې وسلوال د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې د تلې اووه‌لسمه / د اوکټوبر پر نهه‌ په کابل کې له چاودنو وروسته پیل شوې، چې اسلامي امارت یې پړه پر پاکستان واچوله او بیا وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د غچ اخیستونکو بریدونو سره مخ شوې.

 افغانستان او پاکستان، چې له ۲۶۰۰ کیلومټرو څخه زیاته پوله لري، د تلې پر نولسمه / د اوکټوبر پر یوولسمه د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په لنډمهاله اوربند هوکړه لاسلیک شوه.

د راپورونو له مخې، په استانبول کې د خبرو اترو په مخکیني پړاو کې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د اوربند د څارنې او څېړنې لپاره یو میکانیزم رامنځته کړي. تمه ده، چې نوې خبرې اترې به د میکانیزم په نهایی کولو، د حریم پر نه نقض او د اوربند د پلي کولو په اړه پر بحث راوڅرخیږي.

د یادونې ده، چې د پاکستاني لوري له‌خوا د لارو بندېدا د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده مالي زیانونه اړولي دي.

تازه خبرونه

له احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړې – د عدلیې وزیر

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

Published

on

د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نن( پنجشنبه د کب څوارلسمه) له سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسوولانو سره په ناسته کې د لومړنیو توکو له احتکار او کورونو د کرايې لوړېدا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدا د مخنیوي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.

عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې یادې اتحادیې دې له اړوند ادارو په ځانګړي توګه له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او هڅې وکړي.

ویل کیږي، چې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رییسانو او مسوولانو د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول ژمنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه دې یو ټولګډونه پلاوی د سلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

افریدي زیاته کړې: « زمونږ نظر دا دی، چې دا پلاوی به اغېزمنه وي او که ټولګډونه پلاوی افغانستان ته ولاړ شي؛ نو وضعیت به ښه شي.»

اسلام‌آباد تل ادعا کړې، چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

اسلامي امارت هم تل د پاکستان د پوځي رزیم دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامیو» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

  له افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضل‌الرحمن

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن له پاکستاني حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان سره دې د روانو ستونزو د حل لپاره د خبرو لار خپله کړي.

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

نوموړي په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د ایران او خلیج هېوادونو تر منځ د روان کړکېچ کمول د پاکستان بنسټیز ډیپلوماټیک لومړیتوب هم دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په اوسنیو شرایطو کې پر ملي یووالي، اجماع او ګډ دریځ ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وړاندیز کړی، چې ټول سیاسي ګوندونه باید د اړینو مسلو په اړه د بحث ګډونوال  وي. په اوسنۍ ناسته کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند خپل ګډون رد کړی و.

فضل‌الرحمن د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او پدې اړه وایي: « خبرې اترې په افغانستان کې او زمونږ له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي د حل بنسټ دی.»

د یادونې ده، چې یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو تل د امنیتي ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو د پاکستان پوځي کړۍ بیا د پوځي فشار پر دوام ټینګار کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!