تازه خبرونه
په ۲۰۲۵ کال کې آلمان ۸۳ مجرم افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږل
د آلمان بهرنیو وګړو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان پناهغوښتونکي په دې هېواد کې ثبت شوي، چې وتلو ته اړ دي.
آلماني چارواکو اعلان کړی؛ په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ هغه افغان پناهغوښتونکي، چې په جرمونو کې ښکېل ول خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
بیلډ ورځپاڼې د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي څوارلسمه) په خپل راپور کې لیکلي، چې په وروستۍ پېښه کې یو مجرم پناهغوښتونکی د جمعې پر ورځ افغانستان ته ولېږدول شو.
د آلمان بهرنیو وګړو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان پناهغوښتونکي په دې هېواد کې ثبت شوي، چې وتلو ته اړ دي.
د جرمني کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینټ دې ورځپاڼې ته ویلي: « د پناهغوښتونکو بېرته ستنول باید ممکن وي ان افغانستان ته. زمونږ ټولنه اړتیا لري؛ هغه پناهغوښتونکي، چې دلته جرم کوي باید زمونږ له هېواد څخه ووځي. مونږ دا کار عملي کوو.»
د راپور له مخې؛ وروستی بېرته لېږدول شوی پناهغوښتونکی د مخدره توکو د قاچاق پر تور تورن و او د بند یوه برخه یې هم په جرمني کې تېر کړې وه.
تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼشمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.
هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼشمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.
زلمي خلیلزاد د دې وضعیت اصلي لامل د پاکستان غلط سیاستونه، د اقلیتونو ځپل، د ډیموکراټیکو ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه او د واک تکراري پوځي تسلط ګڼلی او دا یې د پاکستان او د ګاونډ هېوادونوپه ځانګړي توګه د هغو افغانانو لپاره، چې خپله کورنۍ جګړه یې پای ته رسولې؛ یوه ټراژیډي وبلله.
هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې پخپلو پالیسیو له سره غور وکړي.
تازه خبرونه
مونږ ملکي وګړي نه، بلکې اصلي جنایتکاران پر نښه کوو – مجاهد
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې د پاکستان لهخوا ترسره شوي جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي او د دې کړنو اصلي عاملین به پر نښه شي.
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ملکي وګړو او نظامي عاملانو ترمنځ توپیر کوي او هیڅکله ملکي وګړي نه پر نښه کوي.
نوموړی وایي: ” دا باید څرګنده شي، چې مونږ د پاکستان پر پرتله ملکي وګړي نه پر نښه کوو؛ خو اصلي جنایتکاران، چې پاکستاني پوځیان دي، زمونږ هدف ګرځېدلي دي.”
تازه خبرونه
کابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ( د کب درېیمه ) په کابل کې د پاکستان سفیر نظاماني احضار کړ او پر رسمي بنه یې ورته پر افغانستان د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې خپل سخت اعتراض او یادښت وسپاره.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هېواد د هوایي حریم د تکراري سرغړونو او د استوګنې سیمو بمبارډ سخت غندلې او دا عمل یې د افغانستان له ځمکني بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او پاروونکی عمل وباله.
افغان چارواکو همدارنګه ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي حاکمیت او هوایي حریم ساتنه د اسلامي امارت دیني او ملي مسوولیت دی او د ورته هر ډول عمل پایلې به بل لوري ته متوجه وي.
-
تازه خبرونه4 days agoپر ښهنیت د پاکستانيو اسیرانو خوشېکېدا او پر برید د افغانستان ګواښل
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ د مبارکۍ پر پیغامونو او امنیتي ډاډ پیل او ترسره شوه
-
سوداگري4 days agoافغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز
-
تازه خبرونه3 days agoپه باجوړ کې د وسلوال برید له کبله پاکستان افغان ډیپلومات احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoقزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه8 hours agoکابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد ۱۴۰۵ کال لپاره له ایران سره د برښنا پېرودلو تړون وغځول شو
