International Sports
آریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د غویي له پېنځلسمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ / د می له پېنځمې څخه تر دوهویشتمې پورې د سعودي عربستان پر کوربتوب ترسره شي. په دې سیالیو کې به ۱۶ غوره لوبډلې د اتلولۍ او د نړیوال جام د ګډون د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د غویي له پېنځلسمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ / د می له پېنځمې څخه تر دوهویشتمې پورې د سعودي عربستان پر کوربتوب ترسره شي. په دې سیالیو کې به ۱۶ غوره لوبډلې د اتلولۍ او د نړیوال جام د ګډون د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.
د سیالیو د جوړښت له مخې؛ له هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې به د کوارټر فاینل پړاو ته لار ومومي او په مستقیم ډول به د ۱۷ کلنو نړیوال جام ته، چې ټاکل شوې په قطر کې ترسره شي؛ د ګډون جواز ترلاسه کړي.
په A ګروپ کې کوربه هېواد سعودي عربستان له تاجکستان، تایلنډ او میانمار سره یوځای دی.
پهB ګروپ کې جاپان، انډونیزیا، چین او قطر برخه لري.
په C ګروپ کې د سویلي کوریا لوبډله له یمن، ویټنام او متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي.
او په D ګروپ کې د تېر پړاو اتل ازبکستان د اسټرالیا، هند او شمالي کوریا تر څنګ حضور لري.
دا سیالۍ د آسیا د ځوانانو پر کچه له مهمو فوټبالي پېښو څخه شمېرل کېږي او تمه ده، چې د وچې نوې راټوکېدلې وړتیاوې په کې وځلېږي؛ هغه سیالۍ، چې تل د استعداد موندونکو او د فوټبال د مینهوالو پام ځانته رااړوي.
آریانا راډیو ټلویزیون ټینګار کړی، چې د ګروپي پړاو د مهمو لوبو تر څنګ به پایلوبه هم پر ژوندۍ بڼه خپره شي. همدارنګه له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د نورو معلوماتو، مهالوېش او د لوبډلو د خبرونو لپاره د آریانا ټلوېزیون او آریانانیوز ټولنیزې پاڼې وګوري.
International Sports
انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
ساکا وروسته د لوبې په اووهاتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټریک یې بشپړ کړ.
د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوهیمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.
عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.
امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګولوهونکو په سر کې ځای لري.
نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګولوهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.
International Sports
ارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
انګلستان د دوهیمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.
د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې د لوبې په وروستیو شېبو کې د دوه ګولونو پر وهلو انګلستان ته ۲ ـ ۱ ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله.
انګلستان د دوهیمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.
انزو فرنانډز په پېنځهاتیاومه دقیقه کې مساوي ګول وواهه او بدیل لوبغاړي لائوټارو مارټینز د اضافي وخت په دوهیمه دقیقه کې د لیونل مسي پر پاس د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.
ارجنټاین به د یکشنبې پر ورځ د نړیوال جام په پایلوبه کې د اروپا اتلې اسپانیا پر وړاندې لوبه وکړي. دغه لوبه به د نیوجرسي په «میټلایف» لوبغالي کې ترسره شي. انګلستان به بیا د درېیم مقام د ګټلو لپاره د شنبې پر ورځ له فرانسې سره مخ شي.
د لوبې لومړۍ نیمایي په نږدې سیالۍ کې تېره شوه او دواړو لوبډلو ډېر خطرناک فرصتونه جوړ نهکړل؛ خو د دوهیمې نیمایي له پیل ۱۰ دقیقې وروسته انګلستان د هري کین په جوړ شوي برید کې د مورګن راجرز د پاس له لارې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو.
له ګول وروسته ارجنټاین پرلهپسې بریدونه وکړل؛ خو د انګلستان ګول ساتونکي جورډن پیکفورډ څو ځله ښه دفاع وکړه. نیکو ګونزالس یو ښه فرصت له لاسه ورکړ او د الکسیس مکالیسټر توپ د ګول له ستنې سره ولګېد.
بالاخره ارجنټاین په پېنخهایاومه دقیقه کې د مسي د پاس پر مرسته د انزو فرنانډز له ډاډمنې هڅې سره مساوي ګول وواهه. وروسته هم ارجنټاین بریدونو ته دوام ورکړ او مکالیسټر یو ځل بیا توپ د ګول له ستنې سره ولګاوه.
وروسته مسي بېرته راغلی توپ ترلاسه کړ او په دقیق پاس یې لائوتارو مارټینز ته موقع برابره کړه، چې نوموړي د اضافي وخت په دوهیمه دقیقه کې د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.
ارجنټاین اوس د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره پایلوبې ته چمتو کېږي. په داسې حال کې، چې انګلستان یو ځل بیا د یوې سترې سیالۍ په وروستیو پړاوونو کې د مخکېوالي له لاسه ورکولو له کبله له پایلوبې پاتې شو.
International Sports
اسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
د اروپا دغو دوه پیاوړو لوبډلې په روان نړیوال جام کې د پام وړ ځلېدلي او اوس له پایلوبې یوازې یوه بریا لرې دي.
اسپانیا او فرانسه به د سېشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز کال فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره ولوبېږي.
د اروپا دغو دوه پیاوړو لوبډلې په روان نړیوال جام کې د پام وړ ځلېدلي او اوس له پایلوبې یوازې یوه بریا لرې دي.
اسپانیا د خپلې یرغلیزې لوبې او پر توپ د واکمنۍ پر مټ نیمهپایلوبې ته رسېدلې ده. دې لوبډلې په ربعپایلوبه کې بلجیم ۲ – ۱ مات کړ او له هغې مخکې یې په نیمهپایلوبه کې پرتګال ته ۱ – ۰ ماتې ورکړې وه.
فرانسې هم یو ځل بیا ثابته کړه، چې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو څخه ده. دې لوبډلې په ربعپایلوبه کې مراکش ۲ – ۰ او له هغه مخکې په نیمهپایلوبه کې پاراګوای ۱ -۰ مات کړي دي.
تمه ده، چې اسپانیا پر توپ له ډېرې واکمني برخمنه وي او یرغلونه پر حوصله ترسره کړي. دغه راز فرانسه به هم هڅه وکړي، چې پر چټکو ځوابي هڅو د خپلې بریدګرې کرښې له وړتیا ګټه واخلي.
اسپانیا د ۲۰۱۰ز.کال له اتلولۍ وروسته د نړیوال جام د دوهیمې اتلولۍ په لټه کې ده. په داسې حال کې، چې فرانسه غواړي د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۸ کلونو له اتلولیو وروسته درېیم جام هم خپل کړي.
د دې لوبې ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې د انګلستان او ارجنټاین د دوهیمې نیمهپایلوبې له بریالۍ لوبډلې سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د فوټبال مینهوال کولی شي د ۲۰۲۶ نړیوال جام ټولې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون وګوري او د سیالیو د مهالوېش د پیل وختونو او نورو تازه معلوماتو لپاره هم د آریانا او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وڅاري.
-
لوبی4 days agoفیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
-
تازه خبرونه3 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
لوبی4 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل پر«امید روغتون» دې د پاکستان هوايي برید خپلواک وڅېړل شي
-
نړۍ5 days agoله ایران سره جګړې امریکا ته تر دې دمه ۳۷.۵ میلیارډ ډالر لګښت لرلی – پنټاګون
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoکه ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
