تازه خبرونه
افغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د مې له دوهویشتمې څخه د سپټمبر تر نهمې پورې وخت رانغاړي؛ راغلي، چې په افغانستان کې نسبي ثبات د بشري حقونو اندېښنې، اقتصادي فشارونه، بشري اړتیاوې او له پاکستان سره د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ګډون یو شمېر زیاتېدونکي ګواښونه پټ کړي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې که څه هم د اسلامي امارت تر بشپړ واک لاندې افغانستان ثبات لري؛ خو له بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو او د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد پاتې شوی دی.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د مې له دوهویشتمې څخه د سپټمبر تر نهمې پورې وخت رانغاړي؛ راغلي، چې په افغانستان کې نسبي ثبات د بشري حقونو اندېښنې، اقتصادي فشارونه، بشري اړتیاوې او له پاکستان سره د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ګډون یو شمېر زیاتېدونکي ګواښونه پټ کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د اسلامي امارت تګلارې اوس هم د ښځو او نجونو د حقونو، پر ښځو او نرینهوو د لګېدلو محدودیتونو، د خبریالانو د نیولو، د عمومي عفوې د نقض د راپور شویو مواردو او د بدني مجازاتو د دوام په اړه اندېښنې راولاړوي.
د راپور له مخې؛ د مې له لومړۍ څخه د جولای تر یودېرشمې پورې په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب اړوند ۲زره او ۹۴۷ پېښې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۲۵ز.کال د ورته وخت پر پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
وسلهوالو مخالفو ډلو په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ پېښو مسوولیت منلی، چې ملګرو ملتونو یې ۵۵ پېښې تائید کړې دي.
دغو بریدونو تر ډېره د اسلامي امارت پر امنیتي پوستو او پوځي تاسیساتو کمینونه او بریدونه رانغاړل.
دغه راز ملګرو ملتونو ویلي، چې د جون پر پېنځمه په کابل کې د هلکانو د یوه ښوونځي له ودانۍ بهر ځانمرګی برید شوی، خو هیڅ ډلې یې مسوولیت نهدی منلی.
په بدخشان کې د« سپاهیانمیهن» نومې جبهې د جولای پر اووهلسمه د یفتل پایین ولسوالۍ اداري ودانۍ د لنډ وخت لپاره نیولې وه؛ خو وروسته یې شاتګ کړی دی.
د جولای پر څلیریشتمه د افغانستان جبههآزادي د زیباک ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ؛ خو اسلامي امارت دغه برید دفع کړ او خپل واک یې وساته.
ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان او پاکستان پوله اوس هم ناامنه ده او د پولې دواړو غاړو ته د بېپیلوټه الوتکو فعالیتونه، هوايي بریدونه، ډزې او نښتې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د اپریل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې په افغانستان کې ۳۹۹ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې، چې ۵۷ کسان وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، د جون پر اتهویشمه په کونړ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۱۸۹ نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستان ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ترهګرو مرکزونه پر نښه شوي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.
د جون پر دېرشمه د اسلامي امارت دفاع وزارت په پاکستان کې د داعش او د اسلامي امارت پر ضد د وسلهوالو ډلو پر ادعا شویو مرکزونو د بېپیلوټه الوتکو له غچاخیستونکو بریدونو خبر ورکړ.
پاکستاني چارواکو د بېپیلوټه الوتکو د دغه هېواد خاورې ته ننوتل تائید کړي او ویلي یې دي، چې دغه الوتکې شنډې شوې دي.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي، داعش د جون پر دېرشمه په نورستان کې پر یوې پوځي پوستې د برید مسوولیت منلی او د اسلامي امارت یو چارواکی هم د جولای پر نهویشتمه د بدخشان مرکز فیضآباد ته څېرمه وژل شوی دی.
بشري فشارونه
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستې له سخت مالي کمښت سره مخ دي.
د ۲۰۲۶ز.کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان له ۱.۷ میلیارډ ډالرو له ټولې اړتیا څخه یوازې ۵۱۳ میلیون ډالر ترلاسه کړي، چې د ټولې اړتیا ۲۹.۹ سلنه جوړوي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې به د افغانستان ۱۳.۸ میلیون وګړي د خوړو له بحراني یا بېړنۍ ناامنۍ سره مخ شي.
دغه راز اټکل شوی، چې ۳.۷ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان او ۱.۲ میلیون اومیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د جنورۍ له لومړۍ څخه د اګست تر دوهویشتمې پورې نږدې ۱.۱۵ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۶۸۶زره او ۲۰۰ کسان له پاکستان او ۴۶۵زره نور له ایران څخه راستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د دغو راستنېدا لویه برخه جبري وه، چې د کار پر بازار او ټولنو یې ډېر فشار راوستی دی.
په راپور کې د یونسکو هغه اټکل هم یاد شوی، چې شاوخوا ۲.۴ میلیون افغانې نجونې په «سیسټماتیک» ډول له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي.
د یونیسف د یوې څېړنې له مخې، پر زدهکړو او د ښځو پر کاري ځواک د ګډون محدودیتونه هر کال افغانستان ته لږ تر لږه ۸۴ میلیون ډالر اقتصادي زیان اړوي.
سیمهییزې اړیکې
له دغو ننګونو سره- سره افغانستان له سیمې سره خپلې اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکې روانې ساتلې دي.
افغان او ازبک سوداګرو د ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړي او ازبکستان له افغان ناروغانو سره د ویزو د ورکړې د بهیر له ساده کولو سره هم هوکړه کړې، چې د درملنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.
افغانستان له ترکمنستان، ایران او هند سره هم د انرژۍ، دوهاړخیزو همکاریو او کرنې په اړه خبرې کړې دي.
ترکمنستان ویلي؛ د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند(ټاپي) د ګازو نللیکې د جوړولو چارې ۶۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش له اسلامي امارت غوښتي، چې د ښځو او نجونو اړوند محدودیتونه لغوه کړي، د رسنیو له آزادۍ ساتنه وکړي، د قانوني بهیر او د بندیانو حقونو ته درناوی وکړي، د عمومي عفوې د نقض پر وړاندې د پخوانیو سرتېرو ساتنه وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.
هغه همداراز د بدني مجازاتو د کارولو د درولو غوښتنه کړې ده.
ګوټرش د افغانستان او پاکستان په نښتو کې له ټولو ښکېلو خواوو هم غوښتي، چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانانو راستنېدا باید په خپله خوښه، خوندي، له عزت سره او د هغوی د پرلهپسې ادغام لپاره د مناسبو شرایطو له برابرېدا سره ترسره شي.
تازه خبرونه
متقي او اوورچوک د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي همغږۍ ترڅنګ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې شته سیاسي همغږي باید پر عملي اقتصادي شراکت بدله شي او په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ، کانونو او بانکي او تادیاتي آسانتیاوو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
الکسي اوورچوک هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او څرګندوي، چې د عملي همکاریو د پیل لپاره اوس مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او په نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه یې کړې ده.
اوورچوک هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.
تازه خبرونه
د امریکا ۳۰ ایالتونو د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ورکړې غوښتنه وکړه
د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.
د امریکا د ۳۰ ایالتونو څارنوالانو د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانستان بانک د شاوخوا ۳.۵ میلیارډ کنګل شویو ډالرو قضیه وڅېړي؛ دا هغه شتمني ده، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان او د قربانیانو کورنۍ یې د غرامت لپاره غواړي.
د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.
د دغه دفتر د څرګندونو له مخې، دغو کسانو له کلونو قضايي هڅو وروسته په ټوله کې د نږدې ۱۷ میلیارډ ډالرو غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي؛ خو د امریکا د استیناف د دوهیمې حوزې محکمې حکم کړی، چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر شتمنۍ د غرامت د ورکړې لپاره نهشي کارېدلی.
دغه شتمنۍ د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا سره سم د امریکا د خزانې وزارت لهخوا کنګل شوې دي. د امریکا حکومت وروسته د شاوخوا ۷ میلیارډ کنګل شویو ډالرو له نیمایي؛ یعنې ۳.۵ میلیارډ ډالرو څخه د افغان فنډ د جوړولو پرېکړه وکړه.
د امریکا د ایالتونو لوی څارنوالان استدلال کوي، چې د دغه هېواد قوانین د دغو شتمنیو د کارولو اجازه ورکوي.
د آیوا ایالت لویې څارنوالې برینا بِرډ ویلي؛ د بریدونو قربانیانو او د هغوی کورنیو د امریکا د قضايي نظام له لارې د عدالت او غرامت لپاره هڅې کړې دي او باید هغو پیسو ته لاسرسی ولري، چې محکمو ورته د غرامت په توګه ټاکلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته آزادولو غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
آریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.
آریانا افغان هوایي شرکت ويلي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیسټم او اوبپاڼې سیسټمونه یې له شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته د یوه پاکستاني شرکت له انحصاره ووتل.
د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.
آریانا افغان شرکت ويلي؛ د دې شرکت نوی سیسټم د یوه ترکي شرکت پر همکارۍ فعال شوی، چې اوس مهال یې له عصري او معیاري خدمتونو څخه په اروپا، آسیا او افریقا کې له ۸۰ څخه ډېر نړیوال هوایي شرکتونه ګټه اخلي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه22 hours agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه3 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
تازه خبرونه2 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
-
سیمه ییز خبرونه21 hours agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
