Connect with us

تازه خبرونه

 اقتصاد وزیر او د ناروې د کډوالو شورا سرپرست د بې‌ځایه شویو پر ستونزو وغږېدل

د اقتصاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې رابرټ انزیکوا ډاډ ورکړی، چې د ناروې د کډوالو شورا به خپلې بشري مرستې او ملاتړي پروګرامونه روان وساتي.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۵

د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ناروې د کډوالو شورا له ملاتړي مشر او سرپرست رابرټ انزیکوا سره په کتنه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، د روانو پروګرامونو د وضعیت، اړمنو کسانو ته د بېړنیو او عاجلو مرستو او شته ننګونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د اقتصاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې رابرټ انزیکوا ډاډ ورکړی، چې د ناروې د کډوالو شورا به خپلې بشري مرستې او ملاتړي پروګرامونه روان وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه پروګرامونه حقوقي مرستې، ښوونه او روزنه، د ژوند د معیشت ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، کورنیو بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو ته د عاجلو او بېړنیو مرستو رسول، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول او راستنېدونکو ته د سرپناه چمتو کول رانغاړي.

هغه زیاته کړې، سره له دې، چې د روان کال بودجه کمه شوې؛ خو دغه بنسټ په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او د عاجلو بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندې لري او اوس هم د زیانمنو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته د مرستندویو بنسټونو او تمویلوونکو د زیاتې پاملرنې د جلبولو هڅې به روانې وي.

د اقتصاد وزیر هم د ناروې د کډوالو شورا د بشري مرستو د دوام له کبله مننه کړې او ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید پراختیايي پروژو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو آزادولو ته نوره ډېره پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړې؛ د کاري فرصتونو له برابرېدو، مسلکي زده‌کړو، له زیانمنو قشرونو ملاتړ او د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا سره به د اقتصادي ځان‌بسیاینې زمینه برابره شي او د اړمنو خلکو پر بهرنیو مرستو تکیه به هم کمه شي.

International Sports

مکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي

دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.

Published

on

د فیفا ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې پر شپه د کوربه هېواد مکسیکو او جنوبي افریقا ترمنځ پر پرانیستونکې لوبه پیل کېږي. دا لوبه د مکسیکو په آزتکا لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.

دا لوبه د ۲۰۱۰ز. کال د نړیوال جام د پرانیستې لوبې یاد هم تازه کوي؛ هغه وخت مکسیکو او جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې ۱-۱ مساوي شوي وه، چې د افریقا په وچه کې لومړنی نړیوال جام و.

تمه ده، چې له ۸۰ زره ډېر نندارچیان په آزتکا لوبغالي کې حضور ولري. دا لوبغالی به لومړی داسې لوبغالی وي، چې درې ځله د نړیوال جام د پرانیستې لوبې کوربه‌توب کوي؛ مخکې هم د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶ کالونو پرانیستې لوبې په کې شوې وې.

مکسیکو، چې د نړۍ په درجه بندۍ کې څوارلسم مقام لري؛ د A ګروپ له قوي لوبډلو څخه ګڼل کېږي او غواړي د کوربه‌توب له امتیازه پر ګټه اخیستنې د سیالیو پیل پر بریا وکړي. دا لوبډله په وروستیو ۸ لوبو کې ماتې شوې نه‌ده او د ګانا، استرالیا او سربیا پر وړاندې یې روزنیزې لوبې ګټلې دي.

دغه راز جنوبي افریقا له ۲۰۱۰ز.کال وروسته بېرته نړیوال جام ته راستنه شوې او دا یې څلورم ګډون دی. که څه هم دا لوبډله د نړۍ په درجه بندۍ کې شپېتمه ده؛ خو روزونکی هوګو بروس باور لري، چې لوبغاړي یې کولی شي کوربه لوبډله له ننګونې سره مخ کړي.

هغه ویلي: «زمونږ لپاره دا یوه ډېره ښه تجربه ده. اړینه ده، چې د لوبې پر پلان ولاړ پاتې شو او په لوبغالي کې پر پېښو راوڅرخیږو.»

د جنوبي افریقا چمتووالی د ویزو د ځنډ له کبله یو څه اغېزمن شوی؛ خو لوبډله هیله لري، چې ۱۶ کلونو مخکې ته ورته دا ځل هم مکسیکو ته ستونزې جوړې کړي.

جنوبي افریقا په تېرو څلور مخامخ سیالیو کې مکسیکو دوه ځله ګټلې؛ یوه بریا یې ترلاسه کړې او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ پیلېږي او په افغانستان کې به پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون او آریانا FM راډیو له لارې خپرېږي.

د لوبو مینه‌وال کولی شي د شپې له ۱۰:۳۰ څخه د لوبې ځانګړی پیلیز پروګرام وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه

د شانګهای همکاریو ټولنې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي بختیار حکیموف په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مسکو له کابل سره دوامدارې اړیکې لري او د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره اړین ګام ګڼي.

Published

on

روسیې د شانګهای همکاریو ټولنې د افغانستان د تماس ډلې له بیا فعالېدا ملاتړ څرګند کړی او وایي، چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ له افغانستان سره د دې سیمه‌ییز چوکاټ له لارې د اړیکو د بیا پیل لپاره پراخ ملاتړ موجود دی.

د شانګهای همکاریو ټولنې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي بختیار حکیموف په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې مسکو له کابل سره دوامدارې اړیکې لري او د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره اړین ګام ګڼي.

حکیموف وایي:« مونږ باور لرو، چې د شانګهای همکاریو ټولننې د افغانستان تماس ډله، چې په ۲۰۰۷ز.کال کې جوړه شوې وه؛ باید خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دا لیدلوری د ټولنې دننه حاکم دی.»

هغه زیاته کړې، چې د دې میکانیزم د بیا فعالېدو هڅو هغه مهال نو زور واخیست، چې د تېر کال په سپټمبر کې د تاجکستان پر نوښت د افغانستان په اړه ځانګړې سلا مشورې په دوشنبه ښار کې ترسره شوې. د ګډونوالو ترمنځ هوکړه شوې وه، چې د دې ډلې د بیا فعالېدا او د افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه د همغږۍ د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شي.

حکیموف ټینګار کړی، چې د کړنلارې اړوند ستونزې اوس هم پر ځای دي؛ ځکه د تماس ډلې مشري په دودیز ډول د شانګهای همکاریو ټولنې پړاویزه مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د افغانستان د استازي له‌خوا په ګډه ترسره کېږي.

هغه ویلي؛ تر هغې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې غړو هېوادونو اسلامي امارت پر رسمیت نه‌وي پېژندلی، د دې میکانیزم د بیا فعالېدا بهیر به ښايي تدریجي پر مخ ولاړ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې استانبول د افغانستان او پاکستان د نارسمي خبرو کوربه و

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نوښت د دوه ورونو او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا، د باور د ټینګښت او د سیمې د ثبات او هوساینې د پراختیا لپاره پیل شوې او هیله ده، چې مثبتې پایلې ولري.

Published

on

د بشري مرستو بنسټ (IHH) ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نارسمي خبرو اترو د بهیر (Track 1.5) دوه‌یمه غونډه د جون پر اتمه او نهمه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې ده.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نوښت د دوه ورونو او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا، د باور د ټینګښت او د سیمې د ثبات او هوساینې د پراختیا لپاره پیل شوې او هیله ده، چې مثبتې پایلې ولري.

قطر او ترکیې هم د دغو خبرو اترو په آسانتیا کې ونډه لرلې ده.

د IHH بنسټ ټینګار کړی، چې د ورته غونډو د لړۍ روان ساتل کولی شي د کړکېچونو د کمېدا، د همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

دا خبرې اترې داسې مهال ترسره شوي، چې د پاکستان د پوځ په وروستیو بریدونو کې د افغانستان د ۳ ولایتونو ۱۳ ملکي وګړي د ماشومانو او یوې ښځې په ګډون وژل شوي شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!