Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د مس عینک پروژې د عملي کار پر پیل ټینګار څرګند کړ

خپور شوی

د

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د مس عینک پروژې د عملي کار پر پیل ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اړوند ادارې د دې پروژې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې، چې د دوشنبې پر ورځ ۰ د لیندۍ ۲۷ خپره شوې؛ امیر خان متقي په بېجينګ کې د اسلامي امارت د سفير د کار پیل يو اړین پرمختګ وباله او په نړيوالو غونډو کې يې د چين له مثبت دريځه ستاينه وکړه.

هغه دا هم ویلي؛ دواړه لوري باید پر داسې لارو چارو کار وکړي، چې چین ته د افغانستان صادرات ډېر شي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي يو شياوینګ ویلي، هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هیڅکله به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

يو شياوینګ یادونه وکړه، چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا لپاره له افغانستان څخه پر وارداتو ګمرکي تعرفه د پام وړ کمه کړې ده.

دغه چينايي ډيپلوماټ ټينګار کړی، چې د مس عينک پروژې د عملي کار د پيل په اړه به د دواړو هېوادونو اړوند څانګې ډېر نور کار وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په سیاسي برخه کې د ډېرو نورو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.

هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.

دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

آلمان ۳۰ افغانان کابل ته راولېږل

د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه افغانان د سې‌شنبې پر سهار له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شول.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د آلمان حکومت د سې‌شنبې پر ورځ ۳۰ افغان وګړي په یوه چارټر الوتنه کې له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته راولېږدول.

د «بیلډ» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه افغانان د سې‌شنبې پر سهار له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شول.

دا د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري بېرته ستنولو په اړه د برلین د پالیسۍ له بدلون وروسته، د افغان وګړو دوه‌یمه ډله‌ییزه شړنه ده.

جرمني په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د جبري ایستلو بهیر پراخ کړی او پر جرمي دوسیو لرونکو کسانو سربېره یې هغه پناه‌غوښتونکي هم د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

له دې مخکې هم ۳۱ افغان پناه‌غوښتونکي په یوه چارټر الوتنه کې له جرمني څخه کابل ته رالېږدول شوي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا

د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.

Published

on

د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، جاکارټا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدا له هڅو ملاتړ وکړي.

د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.

هغه ویلي، چې په دې لیدنه کې یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له‌خوا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افعغانستان د بیا یوځای کېدا لپاره د زمینې برابرولو په اړه د هڅو د پرمختګ لپاره خبرې کړې دي.

مټا زیاته کړې، انډونیزیا به د رغنده تعامل له لارې له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه شي، ثبات ټینګ شي او د هغوی د هوساینې لپاره زمینه برابره شي.

دغه راز په جاکارټا کې د افغانستان د سفارت سرپرست قیس بارکزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د انډونیزیا له رغنده تعامل څخه مننه کړې ده.

بارکزي ویلي، افغانستان له نړۍ سره پر ماناداره تعامل، د سولې او ثبات ټینګښت او په سیمه کې د همکارۍ د خوندي کولو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!