International Sports
رویال چلنجرز بنګلور د پېنځه ویکټو پر بریا د هند غوره لیګ اتل شو
دغه لوبه د یکشنبې پر ورځ په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه.
رویال چلنجرز بنګلور د ۲۰۲۶هند غوره لیګ(ایپيال) په پایلوبه کې زړهراکښونکې لوبه ترسره کړه او ګجرات ټایټنز ته یې د پېنځه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د یکشنبې پر ورځ په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه.
بنګلور د ۱۵۶ منډو هدف په ۱۸ آورونو کې د ۵ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۶۱ منډې جوړې کړې او د دوه آورونو له پاتې کېدا سره یې اتلولي خپله کړه.
له دې بریا سره رویال چلنجرز بنګلور د ایپيال په تاریخ کې له چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز وروسته درېیمه لوبډله شوه، چې پرلهپسې اتلولي ګټي.
د لوبې په پیل کې د بنګلور لوبډلمشر راجات پاټیډار پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه؛ هغه پرېکړه، چې ژر یې مثبته پایله ورکړه. د بنګلور چټکو او اغېزناکو توپ اچوونکو د ګجرات توپوهونکي تر سخت فشار لاندې راوستل او د ویکټو پرلهپسې لوېدا ته یې لاره هواره کړه.
جاش هیزلووډ او بهوونشور کومار د شبمن ګېل او سای سدرشن په ژر سوځولو سره ګجرات ته سخت ګوزار ورکړ. وروسته د بنګلور توپ اچوونکو په لنډو توپونو د ګجرات ډېری لوبغاړي وسوځول.
د برید د کرښې له نړېدا سره ـ سره واشنګټن سندر د ۵۰ ناسوځېدلو منډو پر جوړولو هڅه وکړه، چې خپله لوبډله په سیالۍ کې وساتي او د منلو وړ هدف وټاکي.
راشد خان د ۶ توپونو پر مټ ۱۵ منډې جوړې کړې او د راهول ټېواټیا او جېسن هولډر لنډو؛ خو ګټورو لوبو د ګجرات منډې ۱۵۵/۸ ته ورسولې.
د هدف په ځواب کې بنګلور توپاني پیل وکړ. ویراټ کوهلي او ونکټېش ایر خپلې لوبډلې ته د ایپيال د پایلوبو په تاریخ کې تر ټولو چټکې ۵۰ منډې جوړې کړې او یوازې په ۳.۳ آورونو کې یې دغه پړاو بشپړ کړ.
ونکاټش ایر د ۱۶ توپونو پر مټ ۳۲ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په چټک پیل کې یې مهم رول ولوباوه؛ خو وروسته محمد سراج وسوځاوه. ورپسې کاګیسو رباډا هم ډیوډټ پډیکال له ډګره بهر کړ او ګجرات ته یې لنډه هیله پیدا کړه.
د ویراټ کوهلي ځلېدونکې لوبې د سیالۍ برخلیک وټاکه. نوموړي د ۴۲ توپونو پر مټ ناسوځېدلې ۷۵ منډې جوړې کړې، خپله نیمه سلیزه یې په ۲۵ توپونو بشپړه کړه او لوبډله یې تر بریا ورسوله.
جیټش شارما هم له کوهلي سره په ډاډمنې لوبې بنګلور هدف ته ورساوه او د دغې لوبډلې مینهوالو ته یې د اتلولۍ جشن ورپر برخه کړ.
ویراټ کوهلي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او رویال چلنجرز بنګلور د هند غوره لیګ دوهیمه اتلولي پخپل نوم ثبت کړه.
International Sports
اسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
د اروپا دغو دوه پیاوړو لوبډلې په روان نړیوال جام کې د پام وړ ځلېدلي او اوس له پایلوبې یوازې یوه بریا لرې دي.
اسپانیا او فرانسه به د سېشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز کال فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره ولوبېږي.
د اروپا دغو دوه پیاوړو لوبډلې په روان نړیوال جام کې د پام وړ ځلېدلي او اوس له پایلوبې یوازې یوه بریا لرې دي.
اسپانیا د خپلې یرغلیزې لوبې او پر توپ د واکمنۍ پر مټ نیمهپایلوبې ته رسېدلې ده. دې لوبډلې په ربعپایلوبه کې بلجیم ۲ – ۱ مات کړ او له هغې مخکې یې په نیمهپایلوبه کې پرتګال ته ۱ – ۰ ماتې ورکړې وه.
فرانسې هم یو ځل بیا ثابته کړه، چې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو څخه ده. دې لوبډلې په ربعپایلوبه کې مراکش ۲ – ۰ او له هغه مخکې په نیمهپایلوبه کې پاراګوای ۱ -۰ مات کړي دي.
تمه ده، چې اسپانیا پر توپ له ډېرې واکمني برخمنه وي او یرغلونه پر حوصله ترسره کړي. دغه راز فرانسه به هم هڅه وکړي، چې پر چټکو ځوابي هڅو د خپلې بریدګرې کرښې له وړتیا ګټه واخلي.
اسپانیا د ۲۰۱۰ز.کال له اتلولۍ وروسته د نړیوال جام د دوهیمې اتلولۍ په لټه کې ده. په داسې حال کې، چې فرانسه غواړي د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۸ کلونو له اتلولیو وروسته درېیم جام هم خپل کړي.
د دې لوبې ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې د انګلستان او ارجنټاین د دوهیمې نیمهپایلوبې له بریالۍ لوبډلې سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د فوټبال مینهوال کولی شي د ۲۰۲۶ نړیوال جام ټولې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون وګوري او د سیالیو د مهالوېش د پیل وختونو او نورو تازه معلوماتو لپاره هم د آریانا او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وڅاري.
International Sports
فرانسې او مراکش د فوټبال نړیوال جام منځلوبو یا اته غوره پړاو ته لار وموندله
مراکش د دغو سیالیو په یوه ځلېدونکې لوبه کې کاناډا ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه. فرانسې هم د کیلیان امباپه پر یوازني ګول پاراګوای ته د فیلادلفیا په ښار کې ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه.
فرانسې او مراکش د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام لومړنۍ لوبډلې شوې، چې د سیالیو اته غوره پړاو یا منځلوبو ته یې لار وموندله.
مراکش د دغو سیالیو په یوه ځلېدونکې لوبه کې کاناډا ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه. فرانسې هم د کیلیان امباپه پر یوازني ګول پاراګوای ته د فیلادلفیا په ښار کې ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې، چې فرانسه او مراکش د راتلونکې جمعې پر ورځ د ماساچوسټس ایالت د فاکسبورو د ښار د منځلوبې په لومړۍ لوبه کې سره مخامخ شي.
دا سیالۍ نن شپه د برازیل او ناروې له لوبې سره د نیوجرسي په ښار کې دوام کوي. ورپسې به د دوشنبې پر سهار انګلستان د یو اتم پړاو په یوه مهمه لوبه کې د مکسیکو ښار په لوبغالي کې د کوربه مکسیکو پر وړاندې ولوبېږي.
همداراز د دوشنبې پر ورځ پرتګال او اسپانیه د ارلینګټن په ښار کې یو ځل بیا سره مخامخ کېږي، چې د اروپا د فوټبال یوه پخوانۍ سیالي بیا تازه کړي.
د یو اتم پړاو درې وروستۍ لوبې به د سېشنبې پر ورځ ترسره شي. امریکا به په سیاټل کې له بلجیم سره، ارجنټاین به په اټلانټا کې له مصر سره او سویس به په ونکوور کې له کولمبیا سره ولوبېږي.
د اته غوره پړاو سیالۍ د جمعې پر ورځ پیلېږي او تر اوسه یوازې د فرانسې او مراکش ترمنځ لوبه رسمي شوې ده.
د برازیل او ناروې د لوبې ګټونکی به د مکسیکو او انګلستان د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي.
همدارنګه د پرتګال او اسپانیې د لوبې بریالي به د امریکا او بلجیم د لوبې له ګټونکي سره ولوبېږي.
د لښتیلیک یا جدول په بل لوري کې به د ارجنټاین او مصر د لوبې ګټونکي د سویس او کولمبیا د لوبې له بریالۍ لوبډلې سره د نیمه پایلوبې د پړاو د ځای خپلولو لپاره سیالي وکړي.
International Sports
۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام کې د سرو کارتونو شمېر بېساری زیات شو؛ ځکه د دې پړاو لوبڅاران قوانین کلک پلي کوي.
د سیالیو له ۲۷ لوبو وروسته لوبڅارانو ۱۲ مستقیم سره کارتونه ورکړي، چې دا شمېر د قطر ۲۰۲۲ او روسیه ۲۰۱۸ د نړیوالو جامونو د ټولو سرو کارتونو له مجموعې هم زیات دی. په دغو دواړو نړیوالو جامونو کې ټولټال اته سره کارتونه ورکړ شوي وه.
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
د فیفا پخواني لوبڅار او د «فاکس سپورټ» د قوانینو شنونکي مارک کلاټنبرګ ویلي؛ د سرو کارتونو د زیاتوالي لامل د لوبغاړو هغه ناسمې پرېکړې دي، چې د جزا ساحې دننه او شاوخوا یې د فشار پر مهال ترسره کوي.
هغه زیاته کړې:« د لوبغاړو چلند کومه ځانګړې ستونزه نهلري؛ خو تر فشار لاندې ناسمې پرېکړې کوي. له بلېخوا، د لوبډلو په نوملړ کې د ۲۶ لوبغاړو له شاملېدا سره ځینې مدافعان آسانه تاکتیکي خطاوې کوي؛ ځکه پوهېږي، چې پر څوکیو ناست نور بدیلونه هم لري.»
په دې نړیوال جام کې یو شمېر سرو کارتونو د لوبو پر پایلو هم مستقیم اغېز کړی دی. د امریکا د ملي لوبډلې بریدګر فولارین بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې هم ګول وواهه او هم له لوبې وشړل شو. دا پېښه د ۲۰۰۶ نړیوال جام تر پایلوبې، چې زینالدین زیدان په کې شړل شوی و؛ د لومړي ځل لپاره په حذفي پړاو کې تکرار شوې ده.
د پاراګوای میګل آلمیرون، د اکواډور پیرو اینکاپیه او د یوروګوای اګوسټین کانوبیو هم هغه لوبغاړي وه، چې د ویډیويي مرستیال لوبڅار (VAR) له ارزونې وروسته یا د ناسپورټي چلند له کبله سره کارتونه ورکړ شول.
د سویلي افریقا او مکسیکو د پرانیستونکې لوبې پر مهال هم درې لوبغاړي وشړل شول. د سویلي افریقا هافبک تمبا زوانه، چې فیفا یې حرکت تاوتریخجن وباله؛ د سور کارت ترڅنګ د درېیو لوبو بندیز هم ترلاسه کړ.
د عراق مدافع ربین سولاکا هم د سینیګال پر وړاندې د ګول د یوه څرګند فرصت د مخنیوي له کبله د نړیوال جام د تاریخ له چټکو سره کارتونو څخه یو ترلاسه کړ. همدارنګه د بلجیم مدافع ناټان انګوي د ایران پر بریدګر مهدي طارمي د خطرناک ټکر له کبله له لوبې وشړل شو.
د سرو کارتونو زیاتوالي د سیالیو پر بهیر څرګند اغېز کړی او ګڼې لوبډلې یې اړ کړي، چې د لوبې یوه برخه پر یوه لوبغاړي ترسره کړي؛ داسې څه، چې د څو لوبو پر پایلو یې هم مستقیم اغېز کړی دی.
په وروستیو نړیوالو جامونو کې د سرو کارتونو شمېر:
۲۰۲۶: ۱۲ سره کارتونه (ټول مستقیم)
۲۰۲۲: ۴ سره کارتونه (یو مستقیم)
۲۰۱۸: ۴ سره کارتونه (دوه مستقیم)
۲۰۱۴: ۱۰ سره کارتونه (اووه مستقیم)
۲۰۱۰: ۱۷ سره کارتونه (۹ مستقیم)
۲۰۰۶: ۲۸ سره کارتونه (۹ مستقیم)
-
تازه خبرونه3 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
International Sports1 day agoاسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
لوبی2 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف
-
سوداگري3 days agoاسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ۱۴۰۵ کانکور د مخکښانو ستاینه وشوه
