تازه خبرونه
طالبان دې د هېواد له ورانولو او د خلکو له وژلو ډډه وکړی- محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له طالبانو غوښتي، چې د خلکو له وژلو دې ډډه وکړي او هېواد دې نه ورانوي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ ننګرهار ولایت ته په سفر کې خلکو ته وړاندې کړې او ترې غوښتنه وشوه، چې له ملي امنیتي ځواکونو دې خپل ملاتړ څرګند کړي.
هغه د ننګر هار سیمه ییزو چارواکو ته ویلي؛ دښمنان دې ان په پټنځیو کې هم تر بریدونو لاندې راولي، چې عام وګړي او عامه ودانۍ ترې خوندي پاتې شي.
نوموړي کونړ او لغمان ولایتونو ته هم سفر وکړ او د پاکستان د توغندیو پر توغولو یې خپلې اندېښنې په ډاګه کړې دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ګواښ کړی، چې دغه توغندیز بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي او پاکستانیانو ته به هم د افغانستان په خاوره کې د ودانیو د جوړولو اجازه ورنکړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی د پاکستان له خاورې د توغندیو د توغولو په اړه دې جرګې ته غوښتل شوی و.
ولسي جرګې ویلي، چې پاکستان په تېرو وروستیو کلونو کې ۱۳۰۰۰ توغندي د افغانستان پر خاوره توغولي دي.
تېره اوونۍ په دغو توغندیزو بریدونو کې د کونړ ولایت ۸ هېواد وال وژل شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ هغه مهال نښته هم شوې، چې پاکستان غوښتل له پولې دې غاړه خپلې ودانیزې چارې تر سره کړي.
تازه خبرونه
افغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخيپله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.
په کابل کې پر نشهیي توکو د روږدو روغتون له خونړي برید وروسته د سېشنبې پر ورځ( د کب شپږویشتمه) کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژیم به “غاښ ماتونکي” غبرګون ترلاسه کړي.
د دوشنبې پر شپه د کابل د څرخيپله په اړوند سیمه کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز امید روغتون برید لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.
قانع زیاته کړې، چې د ژغورنې هڅې نن( سېشنبه) سهار هم روانې دي او د ژغورنې ډلې تر کنډوالو لاندې جسدونه لټوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا خونړۍ پېښه، چې له وروستیو اوونیو راپدېخوا د تاوتریخوالي زیاتېدا ښیي؛ په هېواد کې له هوایي او توپچي بریدونو سره مل ګنل شوي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم په کابل کې پر نشهيي توکو د روږدو روغتون پر نښه کړ
د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼشمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشهیي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه وکړه او په کابل کې یې پر مخدره توکو د روږدو کسانو روغتون پر نښه کړی دی.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼشمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشهیي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.
مجاهد زیاته کړې: “مونږ دا جرم پر سختو ټکو غندو او دا د ټولو انساني نورمونو او اصولو خلاف عمل ګڼو.”
نوموړي له نړۍ غوښتي، چې د دغو هوایي بریدونو مخه ونیسي.
تازه خبرونه
د م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند د ځینو چارواکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د نوملړ د بیا خپرولو په ځواب کې د دې نوملړ بیا خپرول د یوې ناکامې تجربې تکرار او له فردي حقونو سرغړونه ګڼي او د هغې د لغوه کولو غوښتنه کوي.
ذبیح الله مجاهد وايي، چې دا بندیزونو پرته له کوم معقول دلیل څخه د دوی سفر او رسمي فعالیتونه محدودولی شي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر یو شمېر چارواکو لګول شوي بندیزونو هیڅ نتیجه نده ورکړې او بې له کوم دلیله غځول شوي دي.
هغه ټینګار کړی، چې د بندیزونو په نوملړ کې د یو هېواد د لوړ پوړو چارواکو شاملول د دوی سفر محدودوي او دا موضوع کولی شي د یو هېواد پر اړیکو او تعاملاتو او خلکو منفي اغېز وکړي.
د اسلامي امارت ویاند د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
رییس الوزرا محمد حسن آخوند د نوموړي د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر عبدالکبیر، د کلیو پراختیا وزیر عبداللطیف منصور او د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او د اسلامي امارت د ځینو نورو چارواکو نومونه په دې نوملړ کې لیدل کیږي.
په دې نوملړ کې شامل شوي اشخاص یوازې هغه وخت د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولی شي، چې له امنیت شورا څخه رسمي اجازه ترلاسه کړي.
د اسلامي امارت د چارواکو پر وړاندې د امنیت شورا بندیزونه له کلونو راپدېخوا لګول شوي او وخت پر وخت د دې ادارې لهخوا بیا – بیا خپریږي. د دې نوملړ له مخې؛ د اسلامي امارت ۲۲ چارواکي اوس هم د سفر، شتمنیو او د وسلو تر بندیزونو لاندې دي.
-
تازه خبرونه2 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoچین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
-
تازه خبرونه2 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
تازه خبرونه5 days agoپه خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستانیو پوځيانو پر بریدونو ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي
-
نړۍ2 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
سوداگري2 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
