تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له افغانستان څخه د امریکا پوځي وتلو د ارزونې بهیر د بشپړېدا په درشل کې دی او تمه ده، چې راپور یې په روان اوړي کې خپور شي.
هګسټ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ دا ارزونه د هغو ټولو پېښو هر اړخیزه کتنه ده، چې په ۲۰۲۱ز.کال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال رامنځته شوې وې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې ارزونې ټولې بنسټیزې برخې؛ د مرکو او د محرمو اسنادو د ارزونې په ګډون، بشپړې شوې دي.
ټاکل شوې، چې د ارزونې راپور د پرېکړو د بهیر، عملیاتي ننګونو او هغو پېښو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي، چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال او تر هغې وروسته په واشنګټن کې د سیاسي بحثونو مهمه موضوع پاتې شوې ده.
تازه خبرونه
په ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
دغه لیدنه د یکشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا په عمومي دارالانشا کې ترسره شوې ده.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر عبدالفتاح مولوي سخي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي جاسم محمد البدیوي سره په ریاض کې د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو بدلونونوبحث او خبرې کړي دي.
دغه لیدنه د یکشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا په عمومي دارالانشا کې ترسره شوې ده.
د خلیج د همکارۍ شورا د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان او یادې شورا ترمنځ اړیکې ارزولي او پر یو شمېر ګډو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د سیمهییزو او نړیوالو وروستیو بدلونونو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې، خو د بحث شویو موضوعاتو په اړه نور جزئیات خپاره شوي نهدي.
تازه خبرونه
یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړې وایي، چې دغه چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.
یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي اووهلسمه ) په یوه پیغام کې ویلي، چې هرات ولایت د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه شوي او دا موضوع له نږدې څاري.
په دې پیغام کې راغلي: « یوناما په هرات کې د هغو ګڼو ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه لري، چې د حجاب د نهمراعتولو ادعا پرې شوې ده؛ دا موضوع د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.»
د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ټینګار کړی، چې ټول وګړي د تګ راتګ له آزادۍ برخمن دي او ښځې او نرینه مساوي حق لري، چې د قانون پر وړاندې له برابر چلند څخه برخمن شي.
د یوناما دا څرګندونې په داسې وخت کې وړاندې کېږي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع اوس هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بحث له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
تر اوسه د یوناما د وروستیو څرګندونو په اړه د مسوولو افغان چارواکو کوم رسمي غبرګون نهدی خپور شوی.
تازه خبرونه
د شریعت پلي کول د دیني علومو له بیا راژوندي کېدا سره شوني دي – شیخ هبةالله آخوندزاده
د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د جهادي مدرسو له مسوولانو، استادانو، د دیني خپرونو د ارزونې له مسوولانو، د دارالایتامونو له مسوولانو او یو شمېر دیني عالمانو سره لیدلي او د زدهکړې، روزنې او د ټولنې په سمون کې یې د عالمانو پر رول ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.
هغه د دیني علومو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دیني زدهکړو له پراختیا او بیا راژوندي کولو سره د ټولنې سمون او د شریعت پلي کول شوني دي.
نوموړي د مدرسو له مسوولانو غوښتي، چې د زدهکړې، روزنې، د دیني باورونو پیاوړتیا او د زدهکوونکو فکري ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اغېزمنو زدهکړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په بله برخه کې مسوولان دې ته رابللي، چې په اداري، سیاسي، اقتصادي او پوځي چارو کې له بېغورۍ ډډه وکړي. هغه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د متقابل باور پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
-
نړۍ5 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه5 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
-
تازه خبرونه2 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
لوبی5 days agoپه سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
-
تازه خبرونه5 days agoد څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه1 day agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه20 hours agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
