Connect with us

International Sports

نړیوال جام؛ تونس د سویډن له درندې ماتې وروسته اروه رنار نوی روزونکی وټاکه

د تونس ملي لوبډلې د جون پر څوارلسمه( یکشنبه) د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له سویډن سره سیالي وکړه؛ خو ۵ د ۱ پر توپیر یې ماتې وخوړه. دا لوبه د F ګروپ په چوکاټ کې ترسره شوه؛ هغه ګروپ، چې نډرلېنډ او جاپان هم په کې دي.

خپور شوی

د

تونس د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې له سویډن څخه ۵ پر ۱ درندې ماتې وروسته صبري لاموشي د روزونکي له دندې ګوښه او نامتو فرانسوی روزونکی اروه رنار یې د هغه پر ځای وټاکه.

د تونس ملي لوبډلې د جون پر څوارلسمه( یکشنبه) د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له سویډن سره سیالي وکړه؛ خو ۵ د ۱ پر توپیر یې ماتې وخوړه. دا لوبه د F ګروپ په چوکاټ کې ترسره شوه؛ هغه ګروپ، چې نډرلېنډ او جاپان هم په کې دي.

د دغې ماتې له کبله تونس د خپل ګروپ د جدول وروستي ځای ته ولوېد او بل پړاو ته د دې لوبډلې د رسېدا په اړه اندېښنې زیاتې شوې. سویډن په دې لوبه کې غوره لوبه وکړه او د تونس دفاعي کمزورۍ یې څرګندې رابرسېره کړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د تونس فوټبال چارواکو له دې ناهیلې کوونکې پایلې وروسته پرېکړه وکړه،  چې صبري لاموشي له دندې لرې او اروه رنار د ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکي.

۵۷ کلن رنار د نړۍ د فوټبال له پېژندل شویو روزونکو څخه دی. هغه په ۲۰۱۲ز.کال کې زامبیا د افریقا ملتونو جام اتلولۍ ته ورسوله او درې کاله وروسته یې له عاج ساحل څخه هم همدا اتلولي وګټله.

دې فرانسوي روزونکي د مراکش، سعودي عربستان او د فرانسې د ښځو د ملي لوبډلو روزنه هم کړې ده.

د رنار ټاکنه د دې لپاره شوې، چې د تونس لوبډلې ته د راتلونکو حساسو سیالیو مخکې بېرته روحیه، نظم او پر ځان باور ور وګرځوي.

تونس د ګروپي پړاو دوه نورې لوبې هم په مخکې لري او د بل پړاو د هیلې د ژوندي ساتلو لپاره باید ښې پایلې ترلاسه کړي. دغه لوبډله به د جون پر یوویشتمه له جاپان او د جون پر بېنځه‌ویشتمه د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له نډرلینډ سره مخامخ شي.

له سویډن څخه دا ماتې د نړیوال جام په تاریخ کې د تونس له تر ټولو درندو ماتو څخه ګڼل کېږي او پر لوبغاړو او روزنیز پلاوي یې فشارونه زیات کړي دي.

دغه راز سویډن په‌دې بریا کې له F ګروپ څخه د بل پړاو د احتمالي لوبډلو په ډله کې خپل دریځ ښه پیاوړی کړ.

تونس اوس هیله لري، چې د اروه رنار تجربه او وړتیا به د لوبډلې حالت بدل کړي او له سیالیو څخه به یې له وخت مخکې د وتلو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې وګوري. همدارنګه د سیالیو د مهالوېش او وروستیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا ټلوېزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وڅاري.

International Sports

انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

Published

on

 

د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

ساکا وروسته د لوبې په اووه‌اتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټ‌ټریک یې بشپړ کړ.

د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوه‌یمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.

عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.

امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګول‌وهونکو په سر کې ځای لري.

نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګول‌وهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.

Continue Reading

International Sports

ارجنټاین په زړه‌راکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت

انګلستان د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.

Published

on

 

د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې د لوبې په وروستیو شېبو کې د دوه ګولونو پر وهلو انګلستان ته ۲ ـ ۱ ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله.

انګلستان د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو او داسې ښکارېده، چې له ۱۹۶۶ کال وروسته به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته لار ومومي؛ خو د اوسني اتل ارجنټاین لوبډلې په وروستیو دقیقو کې د لوبې حالت بدل کړ.

انزو فرنانډز په پېنځه‌اتیاومه دقیقه کې مساوي ګول وواهه او بدیل لوبغاړي لائوټارو مارټینز د اضافي وخت په دوه‌یمه دقیقه کې د لیونل مسي پر پاس د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.

ارجنټاین به د یکشنبې پر ورځ د نړیوال جام په پایلوبه کې د اروپا اتلې اسپانیا پر وړاندې لوبه وکړي. دغه لوبه به د نیوجرسي په «میټ‌لایف» لوبغالي کې ترسره شي. انګلستان به بیا د درېیم مقام د ګټلو لپاره د شنبې پر ورځ له فرانسې سره مخ شي.

د لوبې لومړۍ نیمایي په نږدې سیالۍ کې تېره شوه او دواړو لوبډلو ډېر خطرناک فرصتونه جوړ نه‌کړل؛ خو د دوه‌یمې نیمایي له پیل ۱۰ دقیقې وروسته انګلستان د هري کین په جوړ شوي برید کې د مورګن راجرز د پاس له لارې د انټوني ګورډون پر ګول مخکې شو.

له ګول وروسته ارجنټاین پرله‌پسې بریدونه وکړل؛ خو د انګلستان ګول ساتونکي جورډن پیکفورډ څو ځله ښه دفاع وکړه. نیکو ګونزالس یو ښه فرصت له لاسه ورکړ او د الکسیس مک‌الیسټر توپ د ګول له ستنې سره ولګېد.

بالاخره ارجنټاین په پېنخه‌ایاومه دقیقه کې د مسي د پاس پر مرسته د انزو فرنانډز له ډاډمنې هڅې سره مساوي ګول وواهه. وروسته هم ارجنټاین بریدونو ته دوام ورکړ او مک‌الیسټر یو ځل بیا توپ د ګول له ستنې سره ولګاوه.

وروسته مسي بېرته راغلی توپ ترلاسه کړ او په دقیق پاس یې لائوتارو مارټینز ته موقع برابره کړه، چې نوموړي د اضافي وخت په دوه‌یمه دقیقه کې د سر پر ضربه د بریا ګول وواهه.

ارجنټاین اوس د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره پایلوبې ته چمتو کېږي. په داسې حال کې، چې انګلستان یو ځل بیا د یوې سترې سیالۍ په وروستیو پړاوونو کې د مخکېوالي له لاسه ورکولو له کبله له پایلوبې پاتې شو.

Continue Reading

International Sports

اسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي

د اروپا دغو دوه پیاوړو لوبډلې په روان نړیوال جام کې د پام وړ ځلېدلي او اوس له پایلوبې یوازې یوه بریا لرې دي.

Published

on

 

اسپانیا او فرانسه به د سې‌شنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز کال فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره ولوبېږي.

د اروپا دغو دوه پیاوړو لوبډلې په روان نړیوال جام کې د پام وړ ځلېدلي او اوس له پایلوبې یوازې یوه بریا لرې دي.

اسپانیا د خپلې یرغلیزې لوبې او پر توپ د واکمنۍ پر مټ نیمه‌پایلوبې ته رسېدلې ده. دې لوبډلې په ربع‌پایلوبه کې بلجیم ۲ – ۱ مات کړ او له هغې مخکې یې په نیمه‌پایلوبه کې پرتګال ته ۱ – ۰ ماتې ورکړې وه.

فرانسې هم یو ځل بیا ثابته کړه، چې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو څخه ده. دې لوبډلې په ربع‌پایلوبه کې مراکش ۲ – ۰ او له هغه مخکې په نیمه‌پایلوبه کې پاراګوای ۱ -۰ مات کړي دي.

تمه ده، چې اسپانیا پر توپ له ډېرې واکمني برخمنه وي او یرغلونه پر حوصله ترسره کړي. دغه راز فرانسه به هم هڅه وکړي، چې پر چټکو ځوابي هڅو د خپلې بریدګرې کرښې له وړتیا ګټه واخلي.

اسپانیا د ۲۰۱۰ز.کال له اتلولۍ وروسته د نړیوال جام د دوه‌یمې اتلولۍ په لټه کې ده. په داسې حال کې، چې فرانسه غواړي د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۸ کلونو له اتلولیو وروسته درېیم جام هم خپل کړي.

د دې لوبې ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې د انګلستان او ارجنټاین د دوه‌یمې نیمه‌پایلوبې له بریالۍ لوبډلې سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د ۲۰۲۶ نړیوال جام ټولې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون وګوري او د سیالیو د مهالوېش د پیل وختونو او نورو تازه معلوماتو لپاره هم د آریانا او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وڅاري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117