تازه خبرونه
په افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاته کړې؛ د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ د مندوخېل کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبارډ له کبله لومړی د کور یو سپینږیری او یو ماشوم «شهیدان» او د کور نور غړي ټپیان شول.
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو استوګنیزې سیمې یې پر نښه کړي؛ تر دې مهاله ۳۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاته کړې؛ د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ د مندوخېل کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبارډ له کبله لومړی د کور یو سپینږیری او یو ماشوم «شهیدان» او د کور نور غړي ټپیان شول.
د نوموړي په څرګندونو کې راغلي؛ له بمبارډ وروسته هغه کلیوال، چې د ژغورنې لپاره راټول شوي وه، تر دوهیم برید لاندې راغلل، چې له کبله یې ۲۸ کسان« شهیدان» او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ولوست کلي پر یوه ملکي کور په هوايي برید کې شپږ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول «شهیدان» شوي دي.
دغه راز د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ د برولو کلي پر یوه ملکي کور هم هوايي برید شوی، چې له کبله یې کور بشپړ ویجاړ شوی؛ خو ځاني مرګ او ژوبله نهده اوښتې.
ویل کیږي، چې په دغو بریدونو کې درې کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
تازه خبرونه
په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، جاکارټا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدا له هڅو ملاتړ وکړي.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
هغه ویلي، چې په دې لیدنه کې یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د واکمنو چارواکو لهخوا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افعغانستان د بیا یوځای کېدا لپاره د زمینې برابرولو په اړه د هڅو د پرمختګ لپاره خبرې کړې دي.
مټا زیاته کړې، انډونیزیا به د رغنده تعامل له لارې له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه شي، ثبات ټینګ شي او د هغوی د هوساینې لپاره زمینه برابره شي.
دغه راز په جاکارټا کې د افغانستان د سفارت سرپرست قیس بارکزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د انډونیزیا له رغنده تعامل څخه مننه کړې ده.
بارکزي ویلي، افغانستان له نړۍ سره پر ماناداره تعامل، د سولې او ثبات ټینګښت او په سیمه کې د همکارۍ د خوندي کولو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ۴جي کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیون واوښت
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ويلي، په افغانستان کې د ۴جي خدمتونو د کاروونکو شمېر نږدې ۱۰ میلیون ته رسېدلی دی.
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، نږدې ۱۰ میلیون کسان د ۴جي انټرنېټ له خدمتونو برخمن دي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې د ۴جي کاروونکو شمېر لږ څه له دوه میلیونو او د انټرنېټ د ټولو کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیونو کم و.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي پوښښ پراخېدا مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا له لاملونو څخه بللي دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفیر له ترکي ډیپلومات سره د مخهښۍ لیدنه وکړه
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
په افغانستان کې د قطر سفیر د ترکیې سفارت د مرستیال له دندې سره د مخهښې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا کې د هغه پر رول ټینګار وکړ.
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
دغه لیدنه په افغانستان کې د ترکي ډیپلومات د دندې له پای ته رسېدا سره هممهاله شوې ده.
د قطر سفیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د بلال امره له هڅو او همکاریو مننه کړې او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریا هیله کړې ده.
-
لوبی4 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري1 day agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
نړۍ2 days agoله اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې
