تازه خبرونه
په افغانستان کې له جګړو څخه زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې پیل شوې
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د شخړو له کبله بې ځایه شوې له ۲۰زره ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي. په لومړي پړاو کې به دغو کورنیو ته غذایي بسکټونه ووېشل شي، چې بېړنۍ خوراکي اړتیاوې یې پوره کړي او بیا به زیانمنونکې کورنۍ د دوه میاشتو لپاره خواړه یا نغدي مرسته ترلاسه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیوافپي) څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وېشل پیل شوي دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د شخړو له کبله بې ځایه شوې له ۲۰زره ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي. په لومړي پړاو کې به دغو کورنیو ته غذایي بسکټونه ووېشل شي، چې بېړنۍ خوراکي اړتیاوې یې پوره کړي او بیا به زیانمنونکې کورنۍ د دوه میاشتو لپاره خواړه یا نغدي مرسته ترلاسه کړي.
د یاد پروګرام د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو او همدارنګه امیدوارو او شیدې ورکوونکو میرمنو لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم چمتو شوي، چې د خوارځواکۍ مخه پرې ونیول شي.
ټاکل شوې، چې دا مرسته د هېواد په اته ولایتونو ( په ختیځ کې نورستان، کونړ او ننګرهار او همدارنګه په جنوب کې پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) کې بې ځایه شویو کورنیو ته ورسیږي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي، چې افغانان اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړې د زیاتوالي، د سیمهییز تاوتریخوالي اغېزو او د لوږې او خوارځواکۍ خپرېدا په ګډون له ګڼو ناورینونو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال په هرو درې افغانانو کې یو یې د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۷.۴ میلیون خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
دا وړاندویېنه هم کیږي، چې سږکال به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د سوداګریزو لارو بندېدا او د سیمهییز تاوتریخوالي زیاتوالي د اومهتوکو د بیو د لوړېدا او په افغان بازار کې د لومړنیو توکو د کمښت خطر زیات کړی دی.
تازه خبرونه
چین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
چین او پاکستان د بیجینګ له لوړې کچې خبرو اترو وروسته د افغانستان په اړه د زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې دې د سیمې د امنیت پر ضد استفاده نه کېږي.
دا موضوع په یوه ګډه خبرپاڼه کې وړاندې شوې، چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د څلور ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې ده؛ هغه سفر، چې په کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ او د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره لیدنې وکړې.
د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
چین او پاکستان همدارنګه د افغانستان، پاکستان او چین له درېاړخیزو خبرو اترو هرکلی کړی، چې د ۲۰۲۶ کال په اپریل کې ترسره شوې وې. پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو په آسانتیا کې د چین له رول څخه مننه کړې ده.
په دې ګډه خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې هیڅ فرد یا ډله باید د افغانستان له خاورې څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد د بریدونو یا بې ثباته کوونکو فعالیتونو لپاره کار وانخلي.
په خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یادونه هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل دا ټینګار کړی؛ د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
دواړو هېوادونو همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، بېخبناوو او د چین– پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
دا سفر د چین او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو له پېنځهاویایمې کلیزې سره هممهاله ترسره شوی دی.
تازه خبرونه
محمد یعقوب مجاهد په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ
یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمهییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې فډراسیون پر کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ښار ته رسېدلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمهییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د اړینو امنیتي موضوعاتو په اړه د نظرونو وړاندې کول او د همکاریو پیاوړتیا د دې غونډې له مهمې موضوګانې دي.
تازه خبرونه
د لوی اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر؛ خلک دې له پټاکۍ کارولو ډډه وکړي – کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.
د لوی اختر له رانږدې کېدا سره هممهاله د کورنیو چارو وزارت ډاډ څرګند کړی، چې د هېواد پر کچه د لمونځکوونکو، عیدګاوو او عامه ځایونو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.
دغه راز د یاد وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب ویلي؛ امنیتي ځواکونه به په عیدګاوو، جوماتونو، لویو لارو، پارکونو او نورو تفریحي ځایونو کې پراخ حضور ولري، چې خلک وکولی شي د اختر مراسم امن او آرامه ونمانځي.
هغه زیاته کړې؛ د دغو تدابیرو موخه د خلکو لپاره د خوندي چاپېریال برابرول او د هر ډول احتمالي ګواښ مخنیوی دی.
کورنیو چارو وزارت له ځوانانو او تنکیو ځوانانو غوښتي، چې د خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره له پټاکیو او نورو اور اخیستونکو توکو له کارولو ډډه وکړي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د اختر د ورځو په آرامه او خوندي تېرېدا کې اړینه ونډه لري.
-
تازه خبرونه5 days agoچین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
-
روغتيا5 days agoروسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
-
تازه خبرونه5 days agoمحمد یعقوب مجاهد په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ
-
تحول4 days agoتحول: روسیې ته د اسلامي امارت د دفاع وړزیر سفر
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان او قطر د اړیکو پر پراختیا ټینګار
-
څار10 hours agoڅار: اسلامي امارت د سیمهییز ثبات او امنیت ډاډمنولو په لټه کې
-
تحول10 hours agoتحول: د ایران او امریکا ترمنځ د تعامل رامنځته کولو لپاره هڅې
