نړۍ
په ليبیا کې ۲.۵ ټنه یورانیم ورک شوي
د چارشنبې پر ورځ ( د کب څلیریشتمه) د اتومي انرژۍ نړیوالې ټولنې راپور څرګنده کړې؛ د دغې ټولنې څارونکیو په خپلو څېړنو کې موندلې، چې د لیبیا له یوې داسې سیمې څخه، چې د حکومت تر ادارې لاندې نده شاوخوا ۲.۵دوه نیم ټنه طبیعي یورانیم ورک شوي دي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې: د دغې ټولنې غړیو هېوادونو ته د اتومي انرژۍ د ټولنې د عمومي منشي رافایل ګروسسي د محرم راپور پر بنسټ؛ دا د هغو څېړنو پایله ده، چې د سې شنبې پر ورځ ترسره شوې ده. دا څېړنه په لومړي سر کې د تېر کال لپاره پلان شوې وه، خو د سیمې د امنیتي وضعیت له کبله وځنډول شوه.
په دغه راپور کې راغلي: د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکیو موندلې، چې په اعلان شوي ځای کې ۱۰ بیرله شاوخوا ۲.۵ ټنه طبیعي یورانیم نه ول.
د راپور له مخې، د اتومي انرژۍ نړیواله اداره به نورې څېړنې ترسره او معلومه کړي، چې یورانیم څنګه له دې نامعلوم ځای څخه ورک شوي دي.
په ۱۹۷۰ ز. کال کې د لیبیا پخواني مشر معمرالقذافي له شوروي اتحاد څخه د تاجورا د برښنا د تولید لپاره لومړنی ۱۰ میګاواته څېړنیز راکتور واخیست. درې کاله وروسته یې د پاکستان له لارې د اسلامي اتوم بم د جوړولو لپاره لومړی ګام پورته کړ، چې له نېکه مرغه ترسره نهشو.
دې ماتې قذافي دې ته اړ کړ، چې له عربي ساینس پوهانو څخه لیبیا ته د مهاجرت غوښتنه وکړي او له دغه هېواد سره د خپل اتومي ځواک په وده کې مرسته وکړي. دا کار د دې لامل شو، چې امریکا په ۱۹۸۲ ز. کال کې لیبیا د هغو ۶۳ هېوادونو په نوملړ کې راولي، چې په اتومي برخه کې فعال دي او له لیبیا سره د دغه هېواد د پوهنتونونو پر علمي همکارۍ بندیز ولګول شو.
قذافي د تېلو پر بډایه عایداتو له تکیه کولو سره بریالی شو، چې د لیبیا د اتومي کولو په بهیر کې د پاکستان، شوروي اتحاد، فرانسې او حتا د امریکا له لارې د اړتیا وړ تکنالوژي ترلاسه کړي.
په پای کې قدافي اړ شوه، چې د اتومي کولو د مخنیوي لپاره له نړیوالو فشارونو وروسته؛ د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون یا NPT لاسلیک کړي. قذافي په پای کې د هر اړخیز فشار څخه د خلاصون لپاره له لویدیځ سره د خبرو اترو هوکړه وکړه. د بريتانيا، امريکا او ليبيا تر منځ د نهه مياشتو پټو خبرو اترو په پايله کې د دغه هېواد د اتومي فعاليتونو د بشپړ بندېدو او د توغندیزو هڅو د کمېدو لامل شو او نړيوالو څېړونکیو ته اجازه ورکړ شوه، چې مطلوبو مرکزونو ته ورشي.
نړۍ
په آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.
د آسټرالیا پولیسو څرګنده کړې، چې د سیډني ښار په بونډي ساحل کې پر یهودي نندارې مرګونی ډزې پلار او زوی کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
پولیسو زیاته کړې؛ دا پېښه د یکشنبې پر ماښام هغه وخت رامنځته شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان بونډي ساحل ته نږدې په یوه پارک کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وه. برید شاوخوا ۱۰ دقیقې روان و او د سیمې د ګډونوالو او اوسېدونکو ترمنځ یې پراخه وېره خپره کړه. د ځاني زیانمنو عمرونه د ۱۰ او ۸۷ کلونو ترمنځ راپور شوي دي.
پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.
چارواکو دا پېښه هدفي او یهود ضد ګڼلې او ټینګار کوي، چې یوازې دوه بریدګر په دې پېښه کې ښکېل ول.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په بهیر کې احمد الاحمد نومی مسلمان بریالی شو، چې یو بریدګر بې وسلې کړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.
د آسټرالیا لومړي وزیر دا برید غندلی؛ دا یې “ترهګریز عمل” وباله او د هېواد له یهوديانو سره یې پیوستون څرګند کړ.
ویل کیږي، چې دا ډزې له نږدې درې لسیزو راپدېخوا په آسټرالیا کې ترټولو بد وسلوال تاوتریخوالی ثبت شوی دی.
نړۍ
ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.
د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.
لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”
لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.
لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.
نړۍ
د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زدهکړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
دغه پېښه د سېشنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسلهوال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.
نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زدهکړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکړیالان دي. ډزې د زدهکړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.
کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.
د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
نړۍ4 days agoپه آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
-
تازه خبرونه1 day agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
