Connect with us

تازه خبرونه

په میدان وردګ کې د اردو چورلکه پر رهبري شوي توغندي رانسکوره شوې – پلاوی

خپور شوی

د

د ولسي جرګې د پلاوي د موندنو له مخې؛  د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د اردو چورلکه پر رهبري شوي توغندي لګېدلې او رانسکوره شوې ده.

د دغه پلاوي موندنو په ډاګه کړې، ګې دغه رهبري شوی توغندی په روسیه کې جوړ شوی؛ چین او ایران یې کاپي جوړه کړې ده. د الوتکې د رانسکورېدو سیمه هم په هغه وخت کې له علي پور سره د تړلیو خلکو تر اغېز لاندې وه.

په دې چورلکه کې، چې له نسکورېدو یې  نږدې دوه میاشتې کيږي؛ د ملي اردو د ۴ پیلوټانو په ګډون اته سرتېري وژل شوي وه.

د چورلکې له نسکورېدو وروسته ولسي جرګې یو پلاوی بهسود ولسوالۍ ته واستاو، چې د چورلکې د نسکورېدو پېښه وڅېړي.

د پارلماني  پلاوي په راپور کې راغلي:

۱ـ  دغه چورلکه پر ټانک ضد رهبري شوي توغندیو لګېدلې، چې روسیې جوړ کړی؛ چین او ایران هم کاپی کړی دی.

۲ـ  د پېښې پر شپه د سپوږمۍ رڼا صفر وه او یوازې رهبري شوی توغندی پرموخه لګېدلی شي.

۳ـ  توغندی پر دودځي لګېدلی او داسې ښکاري، چې همغه تودوخه او د غږ حپې یې څارلی دی.

۴ـ  له دې مخکې هم ورته غندي د هوایي ځواک د چورلکو په رانسکورولو کې کارول شوی دي.

۵ـ  هغه سیمه، چې توغندی ترې پر چورلکه توغول شوی؛ هغه مهال د علي پور د اړوند کسانو تر څارنې لاندې وه.

۶- د دې پېښې پیلوټان ​​د هوایی ځواک هغه ترټولو غوره او تکړه کسان ول، چې د بالا مرغاب، بادغیس او د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون د بام  د ناستې په ماموریتونو کې یې برخه اخیستې وه.

د میدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ ته د ولسي جرګې د لېږل شوي پلاوي پلاوي غړی علي اکبري جمشيدي ویلي په دې اړه ویلي: زمونږ هڅه دا وه، چې د چورلکېد نسکورېدو په اړه رښتیا په ډاګه شي او په دې راپور کې پېښه پوره او هر اړخیزه څېړل شوې ده.

یو شمېر نورو وکیلان بیا په دې اړه ویلي، چې تر دې دمه دا په ډاګه شوې نده، چې توغندی دی د علی لخوا توغول شوی وي.

د ولسي جرګې غړي احمدشاه رمضان په دې اړه ویلي: د رهبري شوي توغندي د توغولو ځواک علیپور نلري او دا ډول توغندي هم په واک کې نلري.

د ولسي جرګې غړې  شګوفه نورزۍ بیا وایي: مونږ د چورلکې د رانسکورېدو په اړه پوه څرګندونونې غواړو او پر وړاندې شوي راپور باید ډېر څه وویل شي او ډېر بحث ته پرې اړتیا ده. په راتلونکیو ناستو کې به دا بحث وغځول شي، چې د نسکورېدو پوره بڼه ترې په ډاګه شي.

که څه هم وسلوال قومندان علیپور د امنیتي چارواکو لخوا د چورلکې پر نسکورولو تورن شوی او له پېښې وروسته یې د نوموړي پر ضد په بهسود ولسوالۍ کې پراخ عملیات هم پیل کړل؛ خو امنیتي ځواکونه و نه توانیدل، چې دغه نامسوول وسلوال قوماندان ونیسي.

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!