تازه خبرونه
کابل او تاشکند د سټراټېژیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس سره د ازبکستان – افغانستان د اړیکو په چوکاټ کې د ګډو اجنډاوو د پرمختګ لپاره د همکاریو پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.
د جاولون وخابوف د څرګندونو له مخې: دواړه لوري لېواله دي، چې خپلې اوږدمهالې سټراټېژیکې موخې په عملي او محسوسو نوښتونو بدلې کړي؛ داسې نوښتونه، چې وکولی شي د دواړو هېوادونو د ثبات پیاوړتیا، سیمهییزو همکاریو پراختیا او ګډو ګټو ته وده ورکړي.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي سره پر سیمهییز وضعیت خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د پوځي تېري پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.
نوموړي همداراز ورسره د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا د وروستیو بریدونو په اړه نه یوازې د افغانستان اسلامي امارت دریځ شریک کړ، بلکې ټینګار یې کړی، چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي، چې د کړکېچ سطحه لوړه نشي؛ خو د هېواد او خلکو دفاع هم خپل حق بولي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د چین ځانګړي استازي د پاکستان د وروستیو بریدونو له کبله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د حکومت د خواشینۍ اوخواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، چې ورسره د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نشي.
هغه ټینګار کړی؛ چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي، چي د دواړو ګاونډ هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی راکم او رغنده اړیکې رامنځته شي.
تازه خبرونه
سږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووهلسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو لپاره یې د ښځو د ستونزو اړوند زرګونه شکایتونه ارزولي او څارلي دي.
یاد وزارت نن(یکشنبه د کب اووهلسمه) ویلي، چې له تېرو لس میاشتو راپدېخوا د ښځو د حقونو په اړوند څانګو کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې شکایتونو څخه ۳۴۸۱ قضیې ارزول شوې دي او یوازې په تېره اوونۍ کې د کورني تاوتریخوالي ۷۳ قضیې او د جبري واده د ۹ قضیو مخنیوی او د ۱۵ ښځو د میراث حق خوندي شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا ټینګار هم شوی، چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې؛ د ښځو د شرعي حقونو د ډاډمنولو او د هغوی پر وړاندې د ظلم او بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
دې وزارت له هېوادوالو غوښتي؛ که د ښځو د حقونو له سرغړونو یا کورنیو ستونزو سره مخ شوئ؛ نو خپل شکایتونه اړوند چارواکو ته وړاندې کړئ، چې ورته رسېدنه وشي.
تازه خبرونه
ترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې پر ورځ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا له نارسمي غونډې وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.
فیدان ویلي: “مونږ د افغانستان د وضعیت ارزونې وخت هم درلود. زمونږ بنسټیزه تمه دا ده، چې افغانستان او ګاونډیان یې سره په سوله کې وي.”
هغه یادونه کړې؛ د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې څو غړي هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې هېوادونو کې ثبات د دوی لپاره اړین دی.
فیدان زیاته کړې، چې د ترکي ژبو هېوادونو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه هم بحث کړی دی.
-
نړۍ4 days agoیوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نهکوي – خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days agoیو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایرانیان په تهران کې د آیت الله خامنهیي د الوداع مراسم ترسره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضلالرحمن
-
تازه خبرونه5 days agoد ډیورنډ کرښې په اړوند سیمو کې روانو شخړو د خوړو ناورین ته لمن وهلې
-
سوداگري4 days agoد اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
