لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله هند ته سفر کوي
دا سیالۍ به د روان کال د لړم له شپږویشتمې څخه د لیندۍ تر نهمې / د نومبر له اووهلسمې څخه تر دېرشمې پورې د هند په بنګلور کې ترسره شي.
د افغانستان د ځوانانو کرکټ لوبډله به په درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ګډون لپاره هند ته سفر وکړي.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په دې سیالیو کې به د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف او بې لوبډلې برخه واخلي.
دا سیالۍ به د روان کال د لړم له شپږویشتمې څخه د لیندۍ تر نهمې / د نومبر له اووهلسمې څخه تر دېرشمې پورې د هند په بنګلور کې ترسره شي.
دغه راز د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله د بنګله دېش له ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرکټ لوبډلې پر وړاندې د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.
دا لړۍ به د ۱۴۰۴ کال د لړم پر شپږمه پیل شي او د روانې میاشتې تر اتهلسمې پورې به د بنګله دېش په دوه بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د هېواد ځوان ملي لوبغاړي به د تلې پر اتهلسمه له کابل څخه بنګله دېش ته ولاړ شي او د لړۍ له پیل مخکې به په یوه اوونیزه روزنیزو هڅو کې برخه واخلي، چې بشپړ چمتووالی ولري.
د لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د لړم پر شپږمه او نهمه په باګورا کې ترسره شي او بیا به دواړه لوبډلې پر دولسمه، پېنځلسمه او اتهلسمه د وروستیو درې لوبو لپاره راجشاهي ښار ته سفر وکړي.
دا سیالۍ د آسیا جام، نړیوال جام او نورو راتلونکو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې د چمتووالي یوه برخه ده.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
-
تازه خبرونه4 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري4 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
نړۍ4 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
