سیمه ییز خبرونه
د سوریې ولسمشر الشرع واشنګټن ته سفر کوي – د امریکا ځانګړی استازی
بارک په بحرین کې د مناما خبرو په څنډه کې خبریالانو ته د یوه کلنی نړیوال امنیتي او جیوپولیتیک کنفرانس پر مهال ویلي؛ “هیله من” یم، چې د دې سفر په لړ کې به سوریه د داعش د ماتولو لپاره د امریکا پر مشرۍ له ائتلاف سره یوځای شي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک د شنبې پر ورځ ویلي، چې د روان کال د نومبر پر لسمه د سوریې ولسمشر احمد شرع واشنګټن ته خپل لومړی سفر ترسره کوي.
بارک په بحرین کې د مناما خبرو په څنډه کې خبریالانو ته د یوه کلنی نړیوال امنیتي او جیوپولیتیک کنفرانس پر مهال ویلي؛ “هیله من” یم، چې د دې سفر په لړ کې به سوریه د داعش د ماتولو لپاره د امریکا پر مشرۍ له ائتلاف سره یوځای شي.
د سوریې یوې سرچینې، چې له دې سفر خبرخ ده؛ ویلي تمه ده، چې دا سفر به په راتلونکو دوه اوونیو کې ترسره شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مشرانو د تاریخي سفرونو د نوملړ له مخې؛ د سوریې هیڅ پخواني ولسمشر واشنګټن ته رسمي سفر ندی کړی. الشرع تېر سپټمبر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کړې ده.
د تېر ډسمبر په میاشت کې له بشارالاسد څخه د واک له ترلاسه کولو راپدېخوا الشرع یو لړ بهرني سفرونه کړي دي؛ ځکه د هغه انتقالي حکومت له نړیوالو سره د سوریې د اړیکو د بیا ټینګولو هڅه کوي، چې د اسد د واکمنۍ پرمهال له دمشق لرې شوي وه.
ټام بارک ویلي: واشنګټن له هغه ائتلاف سره د سوريې د یوځای کولو هڅه کوي، چې واشنګټن یې له ۲۰۱۴ کال راراپدېخوا د اسلامي دولت(داعش) پر وړاندې د مبارزې لپاره رهبري کوي؛ خپل کړي. داعش هغه وسلواله ډله ده، چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ یې د سوریې او عراق شاوخوا درېیمه برخه کنټرولوله.
ټام بارک وایي: “مونږ هڅه کوو ټول په دې اتحاد کې شریک شي، چې دوی ته ډېره اړینه ده.”
شرع یو وخت د سوریې د القاعدې د څانګې مشري کوله؛ خو یوه لسیزه مخکې هغه د اسد ضد یاغي ډلې د اسامه بن لادن لخوا جوړې شوې شبکې څخه جلا شو او بیا وروسته له داعش سره ښکېل شو.
د امریکا پر مشرۍ ائتلاف او د هغه سیمهییزو ملګرو په ۲۰۱۹ کال کې داعش ډله له وروستي مرکز څخه هم وشړله. سرچینو په جون کې رویټرز ته وویل: دا ډله هڅه کوي، چې د اسد رژیم له سقوط څخه ګټه پورته کړي او سوریې او ګاونډ عراق ته بېرته راوګرځي.
بارک له دې مخکې سرمشریزې ته ویلي وه؛ سوریه او اسرائیل د تاوتریخوالي کمولو خبرو اترو ته دوام ورکوي، چې امریکا یې منځګړیتوب کوي.
هغه خبریالانو ته ویلي، چې سوریه او اسرائیل یوې هوکړې ته نږدې دي؛ خو دا یې ونه ویل، چې کله به یوه هوکړه وشي.
سوریه او اسرائیل یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې کوي او دمشق هیلهمن دی، چې د اسرائیلو د هوایي بریدونو بندول او د اسرائیلي سرتېرو وتل، چې سویلي سوریې ته یې دننه شوي دي.
د سوریې یوې سرچینې ویلي؛ امریکا هڅه کوي، چې الشرع واشنګټن ته له سفر مخکې له اسرائیلو سره د امنیتي تړون لاسلیک کړي.
ویل کیږي، چې اسرائیل او سوریه له لسیزو راپدېخوا په منځني ختیځ کې مخالفان دي. سره له دې، چې په تېر ډسمبر کې د اسد له نسکورېدو سره – سره بیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ شخړې او ژوره سیاسي بې باوري پخپل حال پاتې ده.
سیمه ییز خبرونه
د کراچۍ په اورلګېدنه کې له ۶۵ ډېر کسان ورک او شپږ نور مړه شول
خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د ودانۍ له دننه څخه د اور لمبې پورته کیږي؛ اور وژونکو د شنبې د شپې تر ناوخته هڅه کړې، چې د سوداګریزې سیمې نورو برخو ته د اور د غخېدو مخه ونیسي. له څه باندې ۲۴ ساعتونو له اورلګېدنې وروسته اور وژونکو د نږدې نړېدلې ودانۍ تودې کنډوالې سړول پیل کړل.
رویټرز د یکشنبې پر ورځ د اوروژونکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د کراچۍ د تاریخي ښار د مرکزي سیمې د یوه ستر سوداګریز مرکز په اورلګېدنه کې له ۶۵ څخه د زیاتو کسانو لټون روان دی؛ په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي او د ودانۍ ځینې برخې کنډواله دي.
خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې د ودانۍ له دننه څخه د اور لمبې پورته کیږي؛ اور وژونکو د شنبې د شپې تر ناوخته هڅه کړې، چې د سوداګریزې سیمې نورو برخو ته د اور د غخېدو مخه ونیسي. له څه باندې ۲۴ ساعتونو له اورلګېدنې وروسته اور وژونکو د نږدې نړېدلې ودانۍ تودې کنډوالې سړول پیل کړل.
اور وژونکو د پاکستان سیمهییز ټلوېزیون(جیو نیوز ) ته ویلي: په دې سوداګریز مرکز کې، چې له ۱۲۰۰ څخه ډېر دوکانونه لري؛ د هوا د تېرېدا مناسب سیسټم نه و. له همدې کبله ټوله ودانۍ له لوګي ډکه وه او د ژغورنې چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وې.
د ډاننیوز د څرګندونو له مخې؛ د سند ایالت د پولیسو مشر جاوید عالم اوډهو د پېښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي «داسې ښکاري، چې دا اور به د برښنا د پرېکېدا له کبله لګېدلی وي.»
هغه زیاته کړې: « د دې بازار جوړښت او نقشه همداسې وه او بله دا، چې په کې داسې توکي موجود ول لکه: غالۍ، کمبلې او نور له لینون څخه جوړ توکي، چې له کبله یې اوس هم اور ورو ورو بل پاتې دی.»
د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب خبریالانو ته ویلي، چې تر اوسه ۶۵ کسان ورک او لادرکه دي.
د ژغورنې ادارو ویلي، چې په دې پېښه کې شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ ځینو خلکو د ښاروال پر ضد شعارونه ورکول، ځکه نوموړی له ۲۳ ساعتونو وروسته د پېښې ځای ته ورغلی و.
سلګونه کسان د ودانۍ شاوخوا راټول شوي وه او په کې هغه خفه دوکانداران هم ول، چې سوداګریز توکي یې بشپړ له منځه تللې دي.
دوکاندارې یاسمین بانو ویلي « مونږ بېخي له هر څه بېبرخې شوو؛ صفر ته ورسېدو؛ د شل کلونو زحمتونه مو ټول له منځه ولاړل.»
دا اور د شنبې پر شپه ولګېد او د ژغورنې ډلو ته د شپې پر ۱۰:۳۸ (د ګرینویچ پر وخت ۱۷۳۸) زنګ وهل شوی و، چې په کې ویل شوي وه: د څو پوړیز «ګل پلازه» سوداګریز مرکز د ځمکې پر پوړ دوکانونو اور اخیستی دی.
د مرستې ۱۱۲۲ ویاند حسنالحسیب خان رویټرز ته ویلي: «کله، چې مونږ ورسېدو؛ اور له ځمکني پوړ څخه پورته پوړونو ته خپور شوی و او نږدې ټوله ودانۍ یې نیولې وه.»
د سوداګریز مرکز دننه انځورونه د دوکانونو سوځېدلي پاتې شوني او نارنجي رنګه لمبې ښيي، چې اوس هم د ودانۍ له بېلابېلو برخو لوګي پورته کېدل.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې تر ماښامه پورې، د ودانۍ سوځېدلي او تور فلزي چوکاټ پر سړک پروت و. دغه راز د هواتېرېدا سیسټمونه او د ځینو دوکانونو لوحې لیدل کېدې.
د ژغورنې کارکوونکو ویلي، چې د ودانۍ ځینې برخې نړېدلې دي او امکان شته، چې ټوله وداني راولوېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې پر ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو اورلګېدلی، چې په کې ۹۸ کانټینرونه سوځېدلي دي او افغان سوداګرو رسنیو ته د دې اورلګېدنې زیان پېنځه میلیون ډالره اټکل کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
په ایران کې لږ تر لږه ۵ زره اعتراض کوونکي ووژل شول
دې چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله ونهغوښتل، چې نوم یې واخیستل شي؛ د وژنې مسوولیت یې د “ترهګرو او وسلوالو بلواګرو” پر غاړه واچاوه.
یو ایراني چارواکي د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ د دې هېواد چارواکو تائید کړې، چې په وروستیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۵ زره کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۵۰۰ یې امنیتي ځواکونه دي.
دې چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله ونهغوښتل، چې نوم یې واخیستل شي؛ د وژنې مسوولیت یې د “ترهګرو او وسلوالو بلواګرو” پر غاړه واچاوه.
رویټرز خبري سرچینې د دې چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ترټولو سختې نښتې او د قربانیانو ترټولو لوی شمېر د ایران د شمال لویدیځ په کُردي سیمو کې رامنځته شوي. هغه سیمې، چې د ناکراریو په وروستیو ورځو کې د ډېر تاوتریخوالي شاهدې وې.
چارواکي دا هم ویلي؛ ” شونې ده، چې دا شمېر نور هم لوړ شي”.
هغه ادعا کړې، چې اسرائیل او ځینې نورې ډلې د لاریونکوونکو ملاتړ کوي.
ایراني چارواکي بې ثباتي تل “بهرانیو دښمنانو ” ته منسوبوي. په داسې حال کې، چې خپلواکې ادارې بېلابېل شمېر وړاندې کوي.
په امریکا کې د بشري حقونو ټولنې “هارانا” د ۳ زره او ۳۰۸ کسانو وژنه تائید کړې او له ۴ زره څخه د زیاتو کسانو وژنه تر څېړنو لاندې ده. دې ادارې له ۲۴ زره څخه د ډېرو کسانو نیول اعلان کړي دي.
دغه راز په ناروې کې د کُردانو د بشري حقونو ټولنې “هنګا” راپور ورکړی، چې د ډسمبر په وروستیو کې پیل شوي پراخ لاریونونه او خونړۍ نښتې؛ د ایران په شمال لویدیځ کې رامنځته شوې دي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران په اعتراضونو کې مرګ او نیول مخ پر دېرېدو دي
دا اعتراضونه د لوړ انفلاسیون او د خلکو د معیشتي وضعیت د خرابېدو له کبله پیل شوي او په څو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه له امنیتي ځواکونو سره پر تاوتریخوالي او نښتو اوښتي دي.
د بشري حقونو ژغورونکو ډلو ویلي په ایران کې له یوې اوونۍ راپدېخوا د پراخو اعتراضونو پر مهال له ۱۶ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور نیول شوي دي.
دا اعتراضونه د لوړ انفلاسیون او د خلکو د معیشتي وضعیت د خرابېدو له کبله پیل شوي او په څو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه له امنیتي ځواکونو سره پر تاوتریخوالي او نښتو اوښتي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د ځاني زیانونو او نیولو شمېر د دولتي رسنیو او بشري حقونو د بنسټونو له لوري بېلابېل اعلان شوي، چې د خپلواک تصدیق امکان یې نشته.
د بشري حقونو شبکې «هرانا» د لږ تر لږه ۱۶ کسانو له وژل کېدا او ۵۸۰ څخه د زیاتو کسانو نیول کېدا خبر ورکړی. په داسې حال کې، چې د «هنګاو» بشري حقونو ډلې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۷ کسان اعلان کړي دي.
په تېرو درې کلونو کې دا اعتراضونه د ایران تر ټولو لویه ناآرامي ګڼل کېږي؛ په لومړي سر کې له بازارونو او دوکاندارانو پیل شول او وروسته زدهکړیالانو یا محصلینو او ولایتي ښارونو ته وغځېدل. راپورونه ښيي، چې تر ټولو سختې نښتې د ایران په لویدیځو سیمو کې رامنځته شوې دي؛ خو پلازمېنه تهران او د سیستان او بلوچستان ولایت هم د اعتراضونو شاهدان ول.
د دغو اعتراضونو په غبرګون کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له معترضانو سره د «مسوولانه او نرم» چلند غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې «ټولنه پر زور آرامه کېدی نشي».
له بلې خوا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ګواښونه، چې ویلي یې دي د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په صورت کې به ترې ملاتړ وکړي؛ د ایراني لوړپوړیو چارواکو له تندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د ایران رهبر آیتالله علي خامنهیي ویلي، چې هېواد به یې «د دښمن پر وړاندې تسلیم نشي».
ایران په داسې شرایطو کې له دې اعتراضونو سره مخ دی، چې د انفلاسیون کچه له ۳۶ سلنې لوړه ښودل شوې، د ملي اسعارو ارزښت بشپړ راټیټ شوی او نړیوالو بندیزونو هم پر اقتصاد فشار روان ساتلی دی. نړیوالو مالي بنسټونو هم د ۲۰۲۶ کال لپاره د ایران د اقتصادي رکود په اړه خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو په هممهاله توګه د معترضانو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
-
تازه خبرونه4 days agoنږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا اړیکې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي مرستیالې سفر
-
تازه خبرونه20 hours agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
نړۍ1 day agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
