Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان استازی محمد صادق خان کابل ته سفر کوي

په راپور کې ویل شوي، چې د ډیپلوماټیکو سرچینو پر بنسټ صادق خان به په دې سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغانستان په خاوره کې د TTP غړو ته د پناه ورکولو او د هند له‌خوا دهغوی د ملاتړ مسله راپورته کړي.

خپور شوی

د

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې کابل ته سفر وکړي او د اسلامي امارت چارواکو ته به د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په اړه د افغانستان له ملاتړ څخه د اسلام‌آباد پیغام وړاندې ورسوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ډیپلوماټیکو سرچینو پر بنسټ صادق خان به په دې سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغانستان په خاوره کې د TTP غړو ته د پناه ورکولو او د هند له‌خوا دهغوی د ملاتړ مسله راپورته کړي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې پاکستان ادعا کوي؛ تحریک طالبان پاکستان له هند څخه د پیسو، پوځي روزنې او تجهیزاتو په ترلاسه کولو سره په پاکستان کې د خونړیو بریدونو تر شا اصلي عامل دی.

اسلام‌آباد دا هم ویلي، چې دوی اسلامي امارت ته د هند د رول او په افغانستان کې د TTP د شتون په اړه کافي اسناد او شواهد ورکړي دي.

له دې پېښو وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پښتونخوا بنو ته د سفر پرمهال خبرداری ورکړی: “کابل باید پرېکړه وکړي، چې له وسلوالو سره پاتې کیږي او که له پاکستان سره. مونږ ته پدې اړه زغم د منلو وړ ندی.”

هغه ټینګار وکړ: هر هغه څوک، چې د بهرنیو عناصرو پر ګټه خبرې کوي یا د دوی لپاره د آسانتیا رول لوبوي؛ د دوی وسیله به وګڼل شي او په ورته ژبه به ځواب ورکړ شي.

اسلامي اسلامي امارت پرله‌پسې د پاکستان دغه راز ادعا رد کړي او ویلي یې دي، چې هیڅ وسلوالې ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.

دا ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې ګړندۍ شوي، چې د وږي له نولسمې څخه تر دوه‌ویشتمې په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني سرتېري او ۴۵ وسلوال وژل شوي دي.

تازه خبرونه

په کابل ښار کې د چاودنې له کبله مرګ او ‌ژوبله رامنځته شوه

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه  کې لیکلي، چې دا چاودنه په شهرنو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې نن له غرمې وروسته(دوشنبه د مرغومي نهه‌ویشتمه) د کابل ښار د لسمې ناحیې د ګل‌فروشۍ په اړوند کوڅه کې چاودنه رامنځته شوې، چې کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې ده.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه  کې لیکلي، چې دا چاودنه په شهرنو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یوشمېر راپورونو له مخې؛ چاودنه د یوه رسټورانټ مخې ته شوې، خو نورو بیا ویلي، چې پېښه په یوه هوټل کې رامنځته شوې ده.

د ځدراڼ د څرګندونو له مخې؛ د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه نور جزییات ورکړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات ولایت کې د جګړو له مهال پاتې ۵۰۰ کیلوګرامه بم شنډ شو

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې مسوولانو خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له مهاله پاتې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم بریالی شنډ شوی دی.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

دغه بم هغه مهال وموندل شو، چې د سیمې یو اوسېدونکی د کور جوړولو لپاره د ځمکې د کېندنې پر مهال ورسره مخ او د مسوولو ادارو پر هڅو شنډ شو او د یوې شونې انساني ناورین مخه ونیول شوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!