Connect with us

تازه خبرونه

له هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر

اسلام‌آباد تل د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان پر ضد د خاورې پر کارولو تورن کړی؛ خو کابل دا تور پرله‌پسې رد کړی دی.

خپور شوی

د

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې‌شنبې پر ورځ( د لړم دیارلسمه / د نومبر څلورمه ) په استانبول کې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ له اړینو خبرو اترو مخکې هیله څرګنده کړې، چې کابل او اسلام‌آباد کولی شي د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

اسلام‌آباد تل د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان پر ضد د خاورې پر کارولو تورن کړی؛ خو کابل دا تور پرله‌پسې رد کړی دی.

تېره میاشت پاکستان او افغانستان له سختې جګړې وروسته په دوحه کې د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړ. ټاکل شوې، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند او سولې د رامنځته کولو پر وروستی میکانیزم د دوه‌یمې ناستې له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته؛ د نومبر پر شپږمه په استانبول کې درېیمه ناسته جوړه شي.

اسحاق ډار د سنا غونډې ته ویلي: “زه د هغو کسانو په ډله کې یم، چې غواړي له افغانستان، ایران او ټولو ګاونډ هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري. دا د پاکستان په استازیتوب زما مسوولیت دی. زما هیله او دعا دا ده، چې دا مسلې د همغږۍ له لارې حل شي او مونږ یو بل سره مرسته وکړو.”

ډار پرته له دې، چې د چا نوم واخلي؛ د عمران خان پر مشرۍ پخواني حکومت له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د خبرو او دې جنګیالیو ته په سیمه کې د بیا راټولېدو د فرصت ورکولو له کبله”لویه تېروتنه” وبلله.

هغه ټینګار وکړ: “مونږ باید متحد شوو، چې دا ډول تېروتنې بیا تکرار نشي؛ دا مهمه نده، چې حکومت زمونږ دی یا د بل چا.”

دغه راز اسحاق ډار په سنا کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان ته د پاکستاني چارواکي سفر، چې په کې هغه ویلي وه: “زه یوازې د یوې پیالې چای څښلو لپاره راغلی یم،” پاکستان ته ډېره ګرانه بیه پرې کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ همغه سفر د سرحدونو د پرانیستلو، د ټي‌ټي‌پي د تښتېدلوغړو د بېرته راستنېدا او له سلګونو څخه زیاتو وسلوالو د خوشې کیدو لامل شو، چې مخکې یې د پاکستان بیرغ سوځولی و.

اسحاق ډار زیاته کړې؛ دا یوه لویه تېروتنه وه او باید تکرار نشي.

هغه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ ترهګریز بریدونه او تلفات زیات شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات ولایت کې د جګړو له مهال پاتې ۵۰۰ کیلوګرامه بم شنډ شو

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې مسوولانو خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له مهاله پاتې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم بریالی شنډ شوی دی.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

دغه بم هغه مهال وموندل شو، چې د سیمې یو اوسېدونکی د کور جوړولو لپاره د ځمکې د کېندنې پر مهال ورسره مخ او د مسوولو ادارو پر هڅو شنډ شو او د یوې شونې انساني ناورین مخه ونیول شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۶ میرمنې له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت محتسبینو ویلي:« یادې ميرمنې، چې له څه وخت راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنا غیرتونو پر بنسټ ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ د اړوند محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.

Published

on

په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندوز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې۱۶ میرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

 

محتسبینو زیاته کړې؛ دوی د میرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د میرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

ویل کیږي، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد پر کچه د میرمنو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!