Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا په بند کې د افغان پناه‌غوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناه‌غوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.

خپور شوی

د

د ټیکزاس ایالت د امریکا اسلامي اړیکو شورا د امریکا د کډوالۍ په بند کې د یوه افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د هر اړخیزې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناه‌غوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.

ویل کېږي، چې نوموړی له هغې وروسته ونیول شو، چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسولي وه؛ خو همغه شپه په بند‌‌خونه کې له روغتیايي ستونزو سره مخ  او بله ورځ چارواکو د هغه کورنۍ ته خبر ورکړ، چې نوموړی مړ شوی دی.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پکتیاوال په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه. هغه د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د پناه‌غوښتونکي په توګه امریکا ته لېږدول شوی و. نوموړی د څو ماشومانو پلار او د دالاس د افغان ټولنې یو پېژندل شوی غړی و.

د دې حقوقي بنسټ مسوولانو ویلي؛ د حکومت په بند کې د کسانو مړینه باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي، چې ورته پېښې بیا تکرار نشي. دغه راز له امریکايي قانون جوړوونکو هم غوښتل شوي، چې د کډوالو د بند پر مرکزونو خپلواکه څارنه پیاوړې کړي او د دغه افغان پناه‌غوښتونکي د مړینې د لامل په اړه روڼ او روښانه ځواب وړاندې کړي.

تازه خبرونه

د یـونـامـا د مامــوریت لـه غځېـــدا وروستـــه ستــرو هېوادونو د افغانستان په اړه خپلې تمې څرګندې کړې

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هېوادونو له پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ او په دې توګه یې د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د خبرو اترو د ملاتړ، د بشري حقونو د ودې او له افغان چارواکو سره د تعامل په برخه کې د یوناما پر رول خپل ملاتړ بیا تازه کړ.

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د رایو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت وغځاوه او سترو نړیوالو قدرتونو د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل لومړیتوبونه او تمې څرګندې کړې.

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هېوادونو له پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ او په دې توګه یې د نړیوالو مرستو د همغږۍ، د خبرو اترو د ملاتړ، د بشري حقونو د ودې او له افغان چارواکو سره د تعامل په برخه کې د یوناما پر رول خپل ملاتړ بیا تازه کړ.

د رای ورکولو له پای ته رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا د ځانګړې سیاسي استازولۍ مرستیالې استازې جنیفر لوکیټا په ستونزمنو شرایطو کې د یوناما له فعالیتونو ستاینه وکړه.

هغې ویلي:« د یوناما ارزښتناک راپورونه د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پرېکړو لپاره مهم بنسټ برابروي؛ هغه هېواد، چې وضعیت یې اوس هم ستونزمن دی. د بشري ناورین د مهارولو او د خبرو اترو د ملاتړ لپاره د یوناما هڅې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی شي.»

جنیفر لوکیټا د یوناما له سټراټیژیکې ارزونې هرکلی وکړ او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ژر ټاکلو غوښتنه وکړه. هغې همدارنګه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي.

هغې زیاته کړې:« طالبان باید د ترهګرۍ ضد ژمنې ترسره کړي، د افغانستان نړیوال مکلفیتونه رعایت کړي، د یرغمل نیولو له سیاست څخه لاس واخلي او د ښځو او نجونو د حقونو نقض پای ته ورسوي.»

روسیې هم له پرېکړه‌لیک ملاتړ وکړ. په ملګرو ملتونو کې د روسیې شارژدافیرې انا اوېستګنېوا د افغانستان د اقتصادي پراختیا او بشري اړتیاوو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

هغې ویلي:« مونږ داسې ګډ سند تصویب کړی، چې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو څخه د پاک، سوله‌ییز او هوسا افغانستان په جوړولو کې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کوي.»

اوېستګنېوا د یوناما د سټراټیژیکې ارزونې ملاتړ وکړ؛ خو خبرداری یې ورکړ، چې دا بهیر باید د لویدیځو هېوادونو د لومړیتوبونو د پلي کولو لپاره ونه کارول شي.

هغې زیاته کړې:« د منلو وړ نه ده، چې دا ارزونه د یوناما د هغو لویدیځو هېوادونو د ګټو د ساتونکي پر بنسټ بدله شي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې یې له افغانستان څخه په بې‌پروا ډول وتل غوره کړل.»

نوموړې له افغان چارواکو سره د تعامل پر اړتیا هم ټینګار وکړ او څرګندووي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت له داسې تګلارې پرته ناشونی دی، چې د دغه هېواد نړیوالې ادغام ته لاره هواره کړي.

چین، چې د افغانستان اړوند د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو د مسودو د چمتو کولو مسوول هېواد دی، ویلي؛ نوی پرېکړه‌لیک د یوناما مرکزي رول نور هم پیاوړی کوي او ورسره مرسته کوي، چې له نویو واقعیتونو سره ځان عیار کړي.

د چین استازي امنیت شورا ته ویلي:« دغه پرېکړه‌لیک د یوناما اساسي دندې؛ لکه د نړیوالو مرستو همغږي، د اړیکو او منځګړیتوب آسانتیا او د بشري حقونو ملاتړ، ساتي او پیاوړې کوي.»

چین همدارنګه د افغانستان د بشري او اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

د چین استازي څرګنده کړې:« مونږ له اړوند هېوادونو غواړو، چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ژر تر ژره بېرته وسپاري او پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.»

په دغه پرېکړه‌لیک کې د افغانستان د بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو، ترهګرۍ او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې بیا تکرار شوې دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش څخه غوښتل شوي، چې د یوناما سټراتیژیکه ارزونه ترسره او د راتلونکي کال د مارچ تر پایه د دې ماموریت د راتلونکې تګلارې په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړیو هېوادونو دغه پرېکړه‌لیک ته مثبته رای ورکړه، چې په افغانستان کې د دې ماموریت د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ څرګندوي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۶, ۱۴۰۵

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د رایو له مخې هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت یو کال غځولی دی.

د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړیو هېوادونو دغه پرېکړه‌لیک ته مثبته رای ورکړه، چې په افغانستان کې د دې ماموریت د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ څرګندوي.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم سیاسي ماموریت ګڼل کېږي او د سولې او ثبات د پیاوړتیا، د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د ودې او همدارنګه د مهمو سیاسي او پراختیايي موضوعاتو په اړه له افغان چارواکو او نړیوالو لوریو سره د اړیکو او همغږۍ مسوولیت پر غاړه لري.

د یوناما د ماموریت غځول داسې مهال ومنل شول، چې افغانستان اوس هم له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

یوناما په ۲۰۰۲ز. کال کې د اسلامي امارت د لومړي پېر له پای ته رسېدا وروسته جوړه شوه او ماموریت یې عموماً هر کال غځول کېږي؛ خو په ۲۰۲۱ز. کال کې، چې اسلامي امارت بېرته واکمن شو؛ د دې ادارې ماموریت د شپږ میاشتو لپاره وغځول شو، چې د فعالیتونو په څرنګوالي کې یې د اړتیا وړ احتمالي بدلونونه وارزول شي.

همدارنګه د روان کال په مارچ میاشت کې له افغانستان سره د مرستو او د تعامل د څرنګوالي د بیاکتنې په اړه د واشنګټن له غوښتنې وروسته د یوناما ماموریت د درې میاشتو لپاره غځول شوی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د څېړنیزو مرکزونو مهمه سیمه‌ییزه ناسته جوړېږي

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت او کوربه‌توب، په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د مخکښو هېوادونو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او د لوړې کچې سیمه‌ییزه ناسته ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته سبا(سې‌شنبه دغبرګولي شپږویشتمه ) د کابل پر کوربتوب جوړیږي، چې په کې به د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او آذربایجان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون کوي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

د ناستې ګډونوال به د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت هم وارزول شي او د عملي او پلي کېدونکو وړاندیزونو پر وړاندې کولو راوڅرخیږي.

د غونډې یوه مهمه ځانګړنه د سیمې د هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه د لیدلوري وړاندې کول دي، چې ورسره به د دوی ترمنځ د پالیسیو همغږي نوره هم پیاوړې شي.

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.

تمه ده، چې دا غونډه به د افغانستان اقتصادمحوره او متوازن بهرني سیاست وځلوي او د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان ترمنځ د متقابل باور، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي.

د غونډې جوړوونکو ويلي، دا فورم څرګندوي، چې افغانستان د سیمې د اتصال، همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره یو مهم او فعال شریک پاتې شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!