Connect with us

تازه خبرونه

اوکراین له افغانستان سره نږدې ۱۶ زره ټنه غنم مرسته وکړه

Published

 on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۱)

انترفکس خبري آژانس د اوکراین له یوه بندر څخه د یوې کښتۍ له حرکته، چې ۱۵۸۶۹ ټنه غنم افغانستان ته لېږدوي خبر ورکړی دی.

دغه خبري آژانس د ملګرو ملتونو د ګډې همغږۍ د مرکز د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له اوکراین څخه افغانستان ته د غنمو وروستۍ ټولګه د یکشنبې پر ورځ د مرغومي پر ۲۵ خوځېدلې ده.

اوکراین د روان کال په وږي میاشت کې هم افغانستان ته ۳۰ زره ټنه غنم رالېږلي وه.

باید یادونه وشي، چې اوکراین په نړۍ کې د غنمو یو له سترو صادرونکیو هېوادونو څخه دی.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو په افغانستان کې پر ملکي وګړیو د برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په ډاګه کړې؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرونی ځانمرګي برید وحشیانه نومولی او د هغه غندنه یې وکړه.

د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې ترهګري په هر نوم او بڼه، چې وي؛ په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنيت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دى.

د دې شورا غړیو څرګنده کړې؛ هر ډول ترهګریز عمل، له انګیزې پرته، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا، چې وي جنایت دی.

د دې شورا غړیو د دغه ډول بریدونو د عاملینو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: د امنيت شورا د ملکي افغانانو پر وړاندې دغه تروريستي عمل په کلکه غندي.

د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرون ځانمرګي برید شپږ ملکي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د داعش خراسانۍ ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا دې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي – شېر محمد ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له امریکا څخه په کابل کې د سفارت د بېرته پرانستلو غوښتنه کړې ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه د لیدنې پرمهال څرګنده کړې: راځئ خپل مسوولیتونه ترسره کړو. راشئ خپل سفارت خلاص کړئ. مونږ ستاسې امنیت ته پاملرنه کوو. کله، چې تاسې راشئ؛ نور هېوادونه به هم همدا کار وکړي. اوس ډېر هېوادونه له مونږ سره په ځانګړیو ناستو کې وايي، چې که امريکا له تاسې سره خپلې اړيکې بېرته ټينګې کړي؛ مونږ به له ځنډ پرته راشو.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې دی؛ خو امریکا وايي، چې هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې له یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره په انلاین ناسته کې ویلي، سره له دې، چې د افغانستان یو شمېر دیپلوماتیک مرکزونه اسلامي امارت ته سپارل شوي؛ خو هیڅ هېواد د اسلامي امارت د پېژندلو پلان نه‌لري.

کرن دیکر همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دننه د اسلامي امارت او د ښځو او نرینه وو ترمنځ د ښو اړیکو جوړول د نړۍ له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د ښو اړیکو معنی لري.

هغې ویلي: مونږ له دغو ټولو هېوادونو اوریدلي؛ دوی پلان نه‌لري، چې د طالبانو (اسلامي امارت) حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژني. زما په اند زما د هېواد په ګډون هیڅ هېواد نشته، چې د طالبانو (اسلامي امارت) حکومت پر رسمیت وپېژني. که طالبان (اسلامي امارت) د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ باید د خپل هېواد له ښځو او نرینه وو سره ښې اړیکې ولري.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر ښځو د بندیزونو دوام به په اوږد مهال کې د اسلامي امارت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د عادي اړیکو د ټینګېدو مخه ونیسي.

اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د فشار پالیسي کار نه‌کوي او د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره تعامل وکړي؛ ځکه، چې کابل د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: د هېواد سیاسي او یا بهرنۍ مسایل باید د افغانستان له داخلي مسایلو سره ونښلول شي. د افغانستان داخلي مسایل د افغانستان له خلکو سره تړاو لري. د افغانستان خلک د هېواد د داخلي مسایلو په اړه خپلواکه پرېکړه کوي.

په تېره څه کم یوه میاشت کې تهران او عربي متحده اماراتو د افغانستان سفارت ومانه او د ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته وسپارل شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اداینې له خپل‌کاره ماشینونو څخه د پیسو ایستلو نوی پروګرام پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان بانک نن (چارشنبه د وري نهمه ) له خپل‌کاره‌ماشینونو څخه د پیسو ایستلو د نوی پروګرام له پر لار اچولو سره ویلي؛ ژمن یوو، چې هېوادوالو ته له نړیوالو معیارونو سره سم د پیسو د ورکړې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

د افغانستان بانک وایي؛ هېوادوالو ته د اداینې او تادیې د عصري او  معیاري لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي.

د افغانستان بانک څرګنده کړې؛ اوس هېوادوال کولی شي، چې د اداینې د ټولو خپل‌کاره‌ماشینونو یا ATM له لارې د Afpay کارت پر کارولو له خپل بانکي حساب څخه پیسې وباسي.

دغه بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې: نوره اړتیا نشته، چې په اوږدو کتارونو کې د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره ودرېږئ.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، هېوادوال کولی شي دغه کارت له ټولو سوداګریزو بانکونو ترلاسه کړي.

AfPay څه شی دی؟

AfPay کارت؛ د افغانستان د اداینې او تادیاتو ملي طرحه ده، چې د برښنایي تادیاتو د پیاوړي کولو او پراختیا لپاره دیزاین شوی.

AfPay نه یوازې دا، چې په هېواد کې د موجوده بانک لرونکیو وګړو لپاره ارزانه، خوندي او اغېزمن بدیل وړاندې کوي، بلکې دا یو فرصت هم برابروي، چې بې بانکه اتباعو ته ټیټ لګښتونه وړاندې کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!