تازه خبرونه
له متقي څخه د هند تود هرکلي پر پاکستان اور بل کړ – خلیلزاد
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “په هند کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له تود هرکلي سره مخ شو؛ د دیوبند اسلامي مدرسې د ښوونکو، مدیرانو او زدهکوونکو هرکلی ترې ډېر اغېزمن و. دا حیرانتیا خبره نده، چې دې موضوع پاکستاني چارواکي او د هغو ملاتړي پوره خفه کړي دي”.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څخه د هند تود هرکلي پر پاکستان او داعش اور بل کړی دی.
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “په هند کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له تود هرکلي سره مخ شو؛ د دیوبند اسلامي مدرسې د ښوونکو، مدیرانو او زدهکوونکو هرکلی ترې ډېر اغېزمن و. دا حیرانتیا خبره نده، چې دې موضوع پاکستاني چارواکي او د هغو ملاتړي پوره خفه کړي دي”.
خلیلزاد زیاته کړې؛ دې هرکلي د داعش- خراسانۍ څانګه هم غصه کړې ده.
خلیلزاد وايي، چې دې ډلې یو ۱۲ قیقهیي غږیز پیغام خپور کړی او خپله غصه داسې ښیي: اسلامي امارت ښکاره د رښتینو مسلمانانو پر وړاندې له هندوانو او عیسویانو سره پر لاسونو روغبړ کوي.
همدارنګه ویل شوي، چې دا د هند لږ تر لږه ۲۰۰ میلیون مسلمانانو ته ښکاره سپکاوی دی.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت او پاکستان باید د وروستیو متقابلو بریدونو د دوام او د تاوتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.
خلیلزاد زیاته کړې: “له داعش- خراسان سره ملګرتیا به د پاکستان لپاره هوښیارانه اقدام نهوي.”
هغه د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
هغه په دې وروستیو کې لیکلي وه، چې امریکا کولی شي او باید هم مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امیر خان متقي د اوکټوبر له نهمې څخه تر پېنځلسمې پورې په هند کې و او نن هېواد ته راستون شو.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او سوداګري پر ګونډو کړي
اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »
د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر په پارلمان کې له افغانستان سره پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدا د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه په خپله وینا کې دا هم ویلي، پېښور د کراچۍ او لاهور له سترو بازارونو سره په سیالۍ کې یوازې یوه مهمه ښېګڼه لري او هغه د افغانستان او منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسی دی.
اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »
نوموړي زیاته کړې: « مونږ که کومه ښېګڼه لرو، هغه افغانستان او منځنۍ آسیا ده. تاسې له افغانستان سره لارې وتړلې او سوداګري مو ودروله؛ له همدې کبله د پېښور صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.»
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې سیاسي اختلافات له اقتصادي چارو سره ونهتړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام زمینه برابره کړي.
هغه ویلي: « د خدای لپاره زمونږ له خلکو سره دا بېانصافي مه کوئ او له سوداګرۍ څخه د سیاسي غچ وسیله مه جوړوئ. له هند سره سوداګري کوئ که نه او د واګې لاره پرانیستې وي که تړلې، تاسې آن په روانه جګړه کې هم له ایران سره سوداګري کوئ.»
اسد قیصر همداراز د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار وکړ او څرګندوي؛ که اړتیا وي د دواړو لوریو مشران کولی شي د جرګو له لارې هم ستونزو ته حل ولټوي.
هغه ویلي: « که امریکا او ایران د خپلو لویو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو میز ته کېناستلی شي، تاسې هم خپلې اندېښنې د ډیپلوماټیکو لارو له لارې مطرح کړئ. که دا لاره بریالۍ نهشوه؛ مونږ چمتو یوو، چې د جرګو له لارې ستونزې حل کړو؛ خو خلکو ته اجازه ورکړئ، چې سوداګري وکړي او حلاله روزي وګټي.»
د اسد قیصر څرګندونې داسې مهال راپورته کیږي، چې په وروستیو میاشتو کې د لارو تړل کېدا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کمېدا د پاکستاني سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.
تازه خبرونه
د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
هغه د شنبې پر ورځ د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې او امنیتي تأسیساتو د جوړولو لپاره ستر لګښتونه کړي؛ خو د ده په وینا، دغه لګښتونه د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د ترهګریزو فعالیتونو د مهارولو لپاره د توجیه وړ دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې له لګولو دفاع کړې او هغه یې د امنیت د ټینګښت او د پاکستان د وګړو د ساتنې لپاره اړینه کړنه بللې ده.
هغه د شنبې پر ورځ د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې او امنیتي تأسیساتو د جوړولو لپاره ستر لګښتونه کړي؛ خو د ده په وینا، دغه لګښتونه د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د ترهګریزو فعالیتونو د مهارولو لپاره د توجیه وړ دي.
شریف ویلي: « د ډیورنډ کرښې په اړه، چې تاسې یادونه وکړه، د پاکستان د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ساتنې لپاره د سرحدونو په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول یو سم او پر ځای کړنه وه. که دغه کټاره د ترهګرۍ له ګواښ څخه د یوه ماشوم ژوند هم وژغوري، زما پر باور د دې نږدې دوه زره کیلومټره کرښې لپاره هر لګښت پر ځای او د توجیه وړ دی؛ ان که دا لګښت میلیارډونو روپیو ته هم ورسېږي.»
د پاکستان د لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې او د هغې په اوږدو کې د اغزنې کټارې موضوع تل د کابل او اسلامآباد ترمنځ له اختلافی مسایلو څخه ګڼل شوې ده.
یو شمېر افغان شنونکي وایي، پاکستان د اغزنې کټارې لګول امنیتي اقدام بولي؛ خو په افغانستان کې دا موضوع یوازې امنیتي اړخ نهلري، بلکې د کرښې د دواړو غاړو له تاریخي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو واقعیتونو سره هم تړلې ده.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د یوناما برخلیک؛ امنیت شورا سبا پرېکړه کوي
یوناما له ۲۰۰۲ز. کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت لري او په سیاسي، بشري مرستو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په اړوند برخو کې یې ونډه لرلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ(د غبرګولي پېنځهویشتمه / د جون پېنځلسمه) به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې بنسټ د ماموریت د راتلونکې د ارزونې غونډه ترسره کړي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د دې ادارې اوسنی ماموریت د جون پر شپاړلسمه سرته رسېږي او تمه ده، چې د امنیت شورا غړي یې د ماموریت د غځولو یا د فعالیت د دوام په اړه پرېکړه وکړي.
یوناما له ۲۰۰۲ز. کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت لري او په سیاسي، بشري مرستو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په اړوند برخو کې یې ونډه لرلې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
-
International Sports4 days agoمکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا د ایران د وسلو له پروګرام سره تړلي کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
سوداگري4 days agoاتحاد هوايي شرکت کابل ته هره ورځ دوه الوتنې پیلوي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه کشمیر کې د پاکستان پوځي چورلکه راغورځېدلې؛ ټولې سپرلۍ یې وژل شوي
-
تازه خبرونه4 days agoسلیم ساپی په ټسټ لوبه کې له ځلېدنې وروسته، د هند پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته غوره شو
-
تازه خبرونه1 day agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
