International Sports
مکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.
د فیفا ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې پر شپه د کوربه هېواد مکسیکو او جنوبي افریقا ترمنځ پر پرانیستونکې لوبه پیل کېږي. دا لوبه د مکسیکو په آزتکا لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا سیالي د A ګروپ برخه ده او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو ستر پړاو پیلوي، چې په کې ۴۸ لوبډلې د درې کوربه هېوادونو؛ امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د ۳۹ ورځو په اوږدو کې تر سره کیږي.
دا لوبه د ۲۰۱۰ز. کال د نړیوال جام د پرانیستې لوبې یاد هم تازه کوي؛ هغه وخت مکسیکو او جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې ۱-۱ مساوي شوي وه، چې د افریقا په وچه کې لومړنی نړیوال جام و.
تمه ده، چې له ۸۰ زره ډېر نندارچیان په آزتکا لوبغالي کې حضور ولري. دا لوبغالی به لومړی داسې لوبغالی وي، چې درې ځله د نړیوال جام د پرانیستې لوبې کوربهتوب کوي؛ مخکې هم د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶ کالونو پرانیستې لوبې په کې شوې وې.
مکسیکو، چې د نړۍ په درجه بندۍ کې څوارلسم مقام لري؛ د A ګروپ له قوي لوبډلو څخه ګڼل کېږي او غواړي د کوربهتوب له امتیازه پر ګټه اخیستنې د سیالیو پیل پر بریا وکړي. دا لوبډله په وروستیو ۸ لوبو کې ماتې شوې نهده او د ګانا، استرالیا او سربیا پر وړاندې یې روزنیزې لوبې ګټلې دي.
دغه راز جنوبي افریقا له ۲۰۱۰ز.کال وروسته بېرته نړیوال جام ته راستنه شوې او دا یې څلورم ګډون دی. که څه هم دا لوبډله د نړۍ په درجه بندۍ کې شپېتمه ده؛ خو روزونکی هوګو بروس باور لري، چې لوبغاړي یې کولی شي کوربه لوبډله له ننګونې سره مخ کړي.
هغه ویلي: «زمونږ لپاره دا یوه ډېره ښه تجربه ده. اړینه ده، چې د لوبې پر پلان ولاړ پاتې شو او په لوبغالي کې پر پېښو راوڅرخیږو.»
د جنوبي افریقا چمتووالی د ویزو د ځنډ له کبله یو څه اغېزمن شوی؛ خو لوبډله هیله لري، چې ۱۶ کلونو مخکې ته ورته دا ځل هم مکسیکو ته ستونزې جوړې کړي.
جنوبي افریقا په تېرو څلور مخامخ سیالیو کې مکسیکو دوه ځله ګټلې؛ یوه بریا یې ترلاسه کړې او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.
دا پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ پیلېږي او په افغانستان کې به پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون او آریانا FM راډیو له لارې خپرېږي.
د لوبو مینهوال کولی شي د شپې له ۱۰:۳۰ څخه د لوبې ځانګړی پیلیز پروګرام وګوري.
International Sports
فرانسې او مراکش د فوټبال نړیوال جام منځلوبو یا اته غوره پړاو ته لار وموندله
مراکش د دغو سیالیو په یوه ځلېدونکې لوبه کې کاناډا ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه. فرانسې هم د کیلیان امباپه پر یوازني ګول پاراګوای ته د فیلادلفیا په ښار کې ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه.
فرانسې او مراکش د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام لومړنۍ لوبډلې شوې، چې د سیالیو اته غوره پړاو یا منځلوبو ته یې لار وموندله.
مراکش د دغو سیالیو په یوه ځلېدونکې لوبه کې کاناډا ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه. فرانسې هم د کیلیان امباپه پر یوازني ګول پاراګوای ته د فیلادلفیا په ښار کې ۱ ـ ۰ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې، چې فرانسه او مراکش د راتلونکې جمعې پر ورځ د ماساچوسټس ایالت د فاکسبورو د ښار د منځلوبې په لومړۍ لوبه کې سره مخامخ شي.
دا سیالۍ نن شپه د برازیل او ناروې له لوبې سره د نیوجرسي په ښار کې دوام کوي. ورپسې به د دوشنبې پر سهار انګلستان د یو اتم پړاو په یوه مهمه لوبه کې د مکسیکو ښار په لوبغالي کې د کوربه مکسیکو پر وړاندې ولوبېږي.
همداراز د دوشنبې پر ورځ پرتګال او اسپانیه د ارلینګټن په ښار کې یو ځل بیا سره مخامخ کېږي، چې د اروپا د فوټبال یوه پخوانۍ سیالي بیا تازه کړي.
د یو اتم پړاو درې وروستۍ لوبې به د سېشنبې پر ورځ ترسره شي. امریکا به په سیاټل کې له بلجیم سره، ارجنټاین به په اټلانټا کې له مصر سره او سویس به په ونکوور کې له کولمبیا سره ولوبېږي.
د اته غوره پړاو سیالۍ د جمعې پر ورځ پیلېږي او تر اوسه یوازې د فرانسې او مراکش ترمنځ لوبه رسمي شوې ده.
د برازیل او ناروې د لوبې ګټونکی به د مکسیکو او انګلستان د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي.
همدارنګه د پرتګال او اسپانیې د لوبې بریالي به د امریکا او بلجیم د لوبې له ګټونکي سره ولوبېږي.
د لښتیلیک یا جدول په بل لوري کې به د ارجنټاین او مصر د لوبې ګټونکي د سویس او کولمبیا د لوبې له بریالۍ لوبډلې سره د نیمه پایلوبې د پړاو د ځای خپلولو لپاره سیالي وکړي.
International Sports
۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام کې د سرو کارتونو شمېر بېساری زیات شو؛ ځکه د دې پړاو لوبڅاران قوانین کلک پلي کوي.
د سیالیو له ۲۷ لوبو وروسته لوبڅارانو ۱۲ مستقیم سره کارتونه ورکړي، چې دا شمېر د قطر ۲۰۲۲ او روسیه ۲۰۱۸ د نړیوالو جامونو د ټولو سرو کارتونو له مجموعې هم زیات دی. په دغو دواړو نړیوالو جامونو کې ټولټال اته سره کارتونه ورکړ شوي وه.
په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.
د فیفا پخواني لوبڅار او د «فاکس سپورټ» د قوانینو شنونکي مارک کلاټنبرګ ویلي؛ د سرو کارتونو د زیاتوالي لامل د لوبغاړو هغه ناسمې پرېکړې دي، چې د جزا ساحې دننه او شاوخوا یې د فشار پر مهال ترسره کوي.
هغه زیاته کړې:« د لوبغاړو چلند کومه ځانګړې ستونزه نهلري؛ خو تر فشار لاندې ناسمې پرېکړې کوي. له بلېخوا، د لوبډلو په نوملړ کې د ۲۶ لوبغاړو له شاملېدا سره ځینې مدافعان آسانه تاکتیکي خطاوې کوي؛ ځکه پوهېږي، چې پر څوکیو ناست نور بدیلونه هم لري.»
په دې نړیوال جام کې یو شمېر سرو کارتونو د لوبو پر پایلو هم مستقیم اغېز کړی دی. د امریکا د ملي لوبډلې بریدګر فولارین بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې هم ګول وواهه او هم له لوبې وشړل شو. دا پېښه د ۲۰۰۶ نړیوال جام تر پایلوبې، چې زینالدین زیدان په کې شړل شوی و؛ د لومړي ځل لپاره په حذفي پړاو کې تکرار شوې ده.
د پاراګوای میګل آلمیرون، د اکواډور پیرو اینکاپیه او د یوروګوای اګوسټین کانوبیو هم هغه لوبغاړي وه، چې د ویډیويي مرستیال لوبڅار (VAR) له ارزونې وروسته یا د ناسپورټي چلند له کبله سره کارتونه ورکړ شول.
د سویلي افریقا او مکسیکو د پرانیستونکې لوبې پر مهال هم درې لوبغاړي وشړل شول. د سویلي افریقا هافبک تمبا زوانه، چې فیفا یې حرکت تاوتریخجن وباله؛ د سور کارت ترڅنګ د درېیو لوبو بندیز هم ترلاسه کړ.
د عراق مدافع ربین سولاکا هم د سینیګال پر وړاندې د ګول د یوه څرګند فرصت د مخنیوي له کبله د نړیوال جام د تاریخ له چټکو سره کارتونو څخه یو ترلاسه کړ. همدارنګه د بلجیم مدافع ناټان انګوي د ایران پر بریدګر مهدي طارمي د خطرناک ټکر له کبله له لوبې وشړل شو.
د سرو کارتونو زیاتوالي د سیالیو پر بهیر څرګند اغېز کړی او ګڼې لوبډلې یې اړ کړي، چې د لوبې یوه برخه پر یوه لوبغاړي ترسره کړي؛ داسې څه، چې د څو لوبو پر پایلو یې هم مستقیم اغېز کړی دی.
په وروستیو نړیوالو جامونو کې د سرو کارتونو شمېر:
۲۰۲۶: ۱۲ سره کارتونه (ټول مستقیم)
۲۰۲۲: ۴ سره کارتونه (یو مستقیم)
۲۰۱۸: ۴ سره کارتونه (دوه مستقیم)
۲۰۱۴: ۱۰ سره کارتونه (اووه مستقیم)
۲۰۱۰: ۱۷ سره کارتونه (۹ مستقیم)
۲۰۰۶: ۲۸ سره کارتونه (۹ مستقیم)
International Sports
د مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
سره له دې، چې د ارجنټاین د بل پړاو لوبېدل مخکې له مخکې یقیني شوي وه؛ د دې لوبډلې روزونکي لېونل سکلوني په لومړني ترکیب کې پراخ بدلونونه راوستل او ۹ نوي لوبغاړي یې ولوبول. مسي لوبه له احتیاطي څوکۍ پیل کړه؛ خو په دوهیمه نیمایي کې میدان ته کښته شو او د ښکلي آزاد ګوزار پر مټ یې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه.
لېونل مسي یو ځل بیا په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالیو کې غوره وځلېد او پخپل شپږم ګول یې ارجنټاین د اردن پر وړاندې ۳ ـ ۱ نه یوازې بریا ته ورساوه، بلکې لوبډله له ډلهییز پړاو هم بریالۍ ووتله.
سره له دې، چې د ارجنټاین د بل پړاو لوبېدل مخکې له مخکې یقیني شوي وه؛ د دې لوبډلې روزونکي لېونل سکلوني په لومړني ترکیب کې پراخ بدلونونه راوستل او ۹ نوي لوبغاړي یې ولوبول. مسي لوبه له احتیاطي څوکۍ پیل کړه؛ خو په دوهیمه نیمایي کې میدان ته کښته شو او د ښکلي آزاد ګوزار پر مټ یې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه.
ارجنټاین د مسي لوبې ته له داخلېدو مخکې هم پر لوبه بشپړ برلاسی و. جیوواني لو سیلسو په نولسمه دقیقه کې د آزاد ګوزار له لارې لومړی ګول وکړ او ورپسې لاوټارو مارټینز د ویډیويي مرستندویه پرېکړې (VAR) له تائید وروسته د پنالټۍ دوهیم ګول هم وواهه.
اردن د دوهیمې نیمایي په پیل کې د موسی التماري پر ګول یو ګول بېرته جبران کړ؛ خو ارجنټاین بیا هم پر لوبه واکمن پاتې شو او مسي د لوبې په وروستیو لس دقیقو کې پخپل ګول د خپلې لوبډلې بریا نوره هم پیاوړې کړه.
له دې بریا سره ارجنټاین له درې لوبو د بشپړو ۹ امتیازونو پخپلولو د خپلې ډلې په سر کې ځای ونیو. مسي د ډلهییز پړاو په ټولو درې لوبو کې ګولونه وهلي او د غوره ګولوهونکي د نوماندانو له مخکښو لوبغاړو ګڼل کېږي.
ارجنټاین به د یوشپاړسم پړاو په سیالۍ کې له کېپ ورډ سره مخامخ شي؛ هغه لوبډله، چې له تمې پورته لوبو پر مټ یې د وروستیو ۳۲ لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.
-
سوداگري5 days agoروسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
تازه خبرونه5 days agoزرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
-
نړۍ5 days agoروسیې د ناټو پر تازه پرېکړو سختې نیوکې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو سرمنشي بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه افغانستان ته خپله ځانګړې استازې ونوموله
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد جبلالسراج د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه5 days agoهند او افغانستان د کرنې او مالدارۍ د همکاریو د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي
