سیمه ییز خبرونه
نن به په غزه کې اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول پیل شي
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.

په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې؛ اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول به له څو ساعتونو وروسته پیل شي؛ خو د حماس لخوا د خوشې کېدونکو یرغملو د نوملړ په نه چمتو کولو کې د پاتې راتلو له کبله اسرائیلو لاریونونه کړي دي.
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.
د اسرائیلي پوځ او همدارنګه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ماجد الانصاري د اعلان له مخې، اوربند به د یکشنبې پر ورځ پر ځایي وخت د سهار ۸:۳۰ پیل شي.
مخکې اعلان شوی و، چې درې اسرائیلي یرغمل شوي کسان، چې درې ملکي ښځې هم په کې شاملې دي؛ د مازدیګر پر ۴:۰۰ خوشې شي او د اسرائیل خاورې ته یې له لېږدولو وروسته به له ۹۰ څخه ډېر فلسطیني بندیان خوشې شي.
د هوکړې له مخې، حماس باید د یرغمل شویو کسانو نومونه له خوشې کېدو څخه ۲۴ ساعته مخکې ورکړي؛ خو اسرائیلي رسنیو د شنبې پر ماښام ناوخته راپور ورکړ، چې حماس تر اوسه د هغو ۳ یرغمل شویو کسانو نومونه ندي اعلان کړي، چې ټاکل شوې د اوربند پر لومړۍ ورځ خوشې شي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د شنبې پر ماښام په خبرپاڼه کې ویلي، چې "تړون به تر هغې پورې پرمخ لاړ نشي" چې نوملړ ترلاسه نشي او حماس له تړون څخه د سرغړونې بشپړ مسوولیت لري.
د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د امریکا، قطر او مصر پر منځګړیتوب رامنځته شو او د جګړې ښکېلو خواوو هم لاسلیک وکړ.
د دې تړون لومړی پړاو ۶۰ ورځې دی او د راتلونکو پړاوونو جزئیات به د دغو اړخونو ترمنځ په خبرو اترو کې وټاکل شي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی؛ غوره ده، چې تړون وساتل شي او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول روان وساتل شي.
ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ماښام NBC نیوز ته د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هغه ډاډه دی اسرائیلي یرغمل به ژر خوشې شي وویل: "مونږ به ژر وګورو؛ دا غوره ده، چې دوام ومومي."
ډونالډ ټرمپ، چې له شبکې سره په ټیلیفوني خبرو اترو کې ویلي، چې هغه بنیامین نتانیاهو ته ویلي: "دا [چاره] باید پای ته ورسیږي؛ مونږ غواړو، چې پای ته ورسیږي او هغه څه روان وساتو، چې باید ترسره شي."
هغه په دې اړه نور جزئیات ورنکړل او دا یې هم وویل: پرته له دې، چې جزئیات ورکړي وویل؛ ډېر ژر به له بنیامین نتانیاهو سره وویني.
د لاسلیک شوي تړون له مخې، ټاکل شوې، چې د اوربند له پیل سره سم د بشري مرستو بار وړونکې لارۍ غزې ته ننوځي او د دوی شمېر به هره ورځ ۶۰۰ لاریو ته ورسیږي، چې په کې ۵۰ د تېلو ټانکرونه هم شامل دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د شنبې په ورځ وویل، چې د بشري مرستو بار لارۍ او همدارنګه د تېلو ۵۰ ټانکرونه به د یکشنبې پر ورځ غزې ته ننوځي.
هغه د خپل نایجیریایي سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې زیاته کړه: "مونږ هیله لرو، چې ۳۰۰ لارۍ به د غزې شمالي سیمې ته ننوځي، چې د مرستندویه بنسټونو په وینا، زرګونه خلک په سختو شرایطو کې بند پاتې دي."
رویټرز د شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په سلګونه لارۍ د رفح پولې ته څېرمه د مصر په لاره کې د اوربند د پیلېدو پر تمه ولاړې دي.
دا لاره پخوا غزې ته د مرستو د رسولو لپاره تر ټولو مهمه لار وه؛ خو د سږ کال په غویي( ثور ) کې وتړل شوه.
له بلې خوا، د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه ثبت شوي ویډیوي پیغام کې د تړون لومړي پړاو ته "لنډمهاله اوربند" وویل.
په هغه ویډیو کې، چې د شنبې پر ماښام خپره شوه هغه وویل؛ جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړو ټینګار کړی چې که د تړون راتلونکي ګامونه پوره نشي، نو اسرائیل کولی شي د غزې جګړه بیا پیل کړي.
بنیامین نتانیاهو دا هم ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ماښام له هغه سره په ټیلیفوني خبرو کې د تړون لومړی پړاو لنډمهاله اوربند وباله.
د غزې جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اسرائیلو پر جنوبي برخه برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د دې برید په ځواب کې اسرائیلو پر غزه پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس د چارواکو په وینا، تر اوسه پورې یې له ۴۶ زره څخه ډېر کسان یې وژلي دي.
سیمه ییز خبرونه
له فلسطینیانو پرته څوک د فلسطین د برخلیک پرېکړه نشي کولی
د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د میشتېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.
په دې خبرپانه کې راغلي: «اسلامي امارت باور لري، چې دا ډول پلانونه نه یوازې د صهیونیسټي رژیم د ناوړو موخو ښکارندویي کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو سبب هم ګرځي».
د خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت له نفوذ لرونکو او عدالت غوښتونکو هېوادونو څخه غواړي، چې د دا ډول دسیسو پر وړاندې متحد، عملي او پخپل وخت دریځ غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د "اوږدمهاله مالکیت" په لټه کې ده او غواړي، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې ښکلي استوګنځایونه ولري.
سیمه ییز خبرونه
د قطر لومړي وزیر د غزې پر دوهیم پړاو اوربند د خبرو پیلولو غوښتنه وکړه
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: “مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي.”

د قطر لومړي وزیر د یکشنبې پر ورځ له اسرائیلو او حماس څخه وغوښتل، چې سمدلاسه د غزې د اوربند پر دوهیم پړاو خبرې پیل کړي؛ ځکه، چې د دې خبرو اترو د پیل د وخت په اړه کوم روښانه پلان هم نشته.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: "مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي."
د اوربند له مخې: د تړون د دوهیم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې باید د اوربند د لومړي پړاو له شپاړسمې ورځې څخه مخکې، چې دوشنبه ده؛ پیل شي.
اسرائیل او حماس تېره میاشت یو پېچلی درې پړاویزه تړون لاسلیک کړ، چې په غزه کې یې جګړه ودروله. حماس تر اوسه پورې د اسرائیلو په زندانونو کې د سلګونه فلسطینیانو د خوشې کولو په بدل کې ۱۸ یرغمل شوي کسان خوشې کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې په غزه کې اوس هم له ۷۰ څخه زیات یرغمل کسان ساتل کېږي.
تمه ده، چې د تړون د دوهیم پړاو له مخې؛ ټول یرغمل شوي خوشې شي، دښمني د تل لپاره پای ته ورسیږي او اسرائیلي ځواکونه له غزې بشپړ ووځي.
شیخ محمد وایي: " تر دې دمه په دې اړه کوم ځانګړی پلان نشته، چې چیرته او کله به دا خبرې ترسره شي."
هغه ویلي، چې "منځګړي له حماس او اسرائیلو سره د ټیلیفون له لارې خبرې اترې لري او قطر د خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره اجنډا هم ټاکلې ده. مونږ هیله من یوو؛ په راتلونکو څو ورځو کې یو څه حرکت وګورو. دا ډېره اړینه ده، چې مونږ هرڅه همدا اوس پیل او له دوهڅلوېښتمې ورځې مخکې یوتړون ته ورسیږو."
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی، چې نوموړی به د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د تړون د دوهیم پړاو خبرو په اړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د منځني ختیځ لپاره د دې هېواد له استازي سټیو ویټکاف سره خبرې اترې پیل کړي.
ویل کیږي، چې نتانیاهو به له ویتکاف سره د خپلې لیدنې په بهیر کې د اوربند او د اسرائیلو د دریځونو په اړه بحث وکړي. ویټکاف به بیا له مصري او قطري چارواکو سره خبرې وکړي، چې د واشنګټن پر ملاتړ له تېرو ۱۵ میاشتو راپدېخوا د اسرائیلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.
سیمه ییز خبرونه
احمد الشرع د سوریې د لنډمهاله ولسمشر په توګه معرفي شو
رویټرز راپور ورکړی، چې د بشارالاسد پر حکومت د برید د رهبري کوونکي پوځي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع د انتقالي پړاو لپاره د لنډمهالې مقننه شورا د جوړولو واک هم په لاس کې واخیست او د سوریې اساسي قانون وځنډول شو.

د سوریې واکمن احمد الشرع د چارشنبې پر ورځ د هېواد لنډمهاله ولسمشر وټاکل شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د بشارالاسد پر حکومت د برید د رهبري کوونکي پوځي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع د انتقالي پړاو لپاره د لنډمهالې مقننه شورا د جوړولو واک هم په لاس کې واخیست او د سوریې اساسي قانون وځنډول شو.
دا پرېکړې د هغو پوځي قومندانانو په غونډه کې شوي، چې د اسد د رژیم په نسکورولو کې یې برخه اخیستې وه.
احمد الشرع په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي؛ په سوریه کې ترټولو مهم لومړیتوب دا دی، چې په حکومت کې تشه "په قانوني او مشروع ډول" ډکه شي.
هغه دا هم ویلي، چې مدني سوله باید د انتقالي عدالت او د غچ اخیستنې د مخنیوي له لارې وساتل شي؛ دولتي ادارې، د پوځي او امنیتي ادارو پر مشرۍ باید بیا جوړې شي او اقتصادي بېخبنا( زیربنا ) باید پراختیا ومومي.
احمد الشرع ژمنه کړې؛ د سیاسي لېږد بهیر به پیل کړي، چې په کې یو ملي کنفرانس، یو ټولګډونه حکومت او په پای کې ټاکنې شاملې دي.
هغه ویلي، چې د ټاکنو ترسره کول ممکن څلور کاله وخت ونیسي.
د چارشنبې ورځې په اعلان کې دا ندي ویل شوي، چې کله به یو نوی مقننه ارګان وټاکل شي یا د سیاسي لېږد د مهالوېش لپاره نوي توضیحات وړاندې شوي ندي.
د قطر حکومت په یوه خبرپانه کې د سوریې له وروستۍ هڅې هرکلی کړی دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسماعیلیه شیعه ګانو رهبر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو پر عمر مړ شو
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه وغږېدل
-
لوبی3 days ago
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو
-
تازه خبرونه2 days ago
ایران د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
ټرمپ د غزې په نیولو کې د افغانستان درس هېر کړ ـ د ترکیې د پارلمان رییس
-
روغتيا3 days ago
د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي
-
نړۍ4 days ago
ټرمپ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړي