Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل ناکام و– مولانا‌ فضل‌الرحمن

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې پاکستان په ځینو پړاوونو کې د افغانستان د حکومتونو ملاتړ کړی او په نورو وختونو کې بیا د هغوی پر ضد درېدلی؛ هغه سیاست، چې د ده په وینا بریالی نه‌و.

خپور شوی

د

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي، چې د افغانستان په اړه د اسلام‌آباد له لاسوهنې ډک سیاست ناکام شوی او د دواړو حکومتونو ترمنځ یې بې‌باوري زیاته کړې ده.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې پاکستان په ځینو پړاوونو کې د افغانستان د حکومتونو ملاتړ کړی او په نورو وختونو کې بیا د هغوی پر ضد درېدلی؛ هغه سیاست، چې د ده په وینا بریالی نه‌و.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د سیاسي خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ نه د زور له لارې.

مولانا د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګریزو ستونزو، د لارو د مدیریت، د کډوالو موضوع او امنیتي اندېښنو د حل لپاره د جدي سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل غوښتنه وکړه.

د هغه څرګندونې داسې مهال وړاندې کېږي، چې د وروستیو نښتو، د پاکستان امنیتي تورونو او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ اوس هم د اندېښنې وړ دی.

تازه خبرونه

افغان کډوال په ایران کې له حقوقي او قضايي ستونزو سره مخ دي – د هانا راپور

د یکشنبې پر ورځ په خپور شوي راپور کې راغلي، چې له وروستیو پوځي نښتو وروسته د امنیتي تدابیرو سختېدا، د انټرنېټ پرې کېدا، د عامه خدمتونو له ګډوډېدا او د اداري فشارونو له زیاتېدا سره د افغان کډوالو حقوقي وضعیت نور هم خراب شوی او ډېری یې د «حقوقي نه‌شتون» له حالت سره مخ کړي دي.

Published

on

 

د هانا بشري حقونو ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغان کډوال په ایران کې؛ په تېره بیا ښځې او ماشومان، عدالت ته د لاسرسي، د مدني احوالو د ثبت او قانوني ملاتړ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د یکشنبې پر ورځ په خپور شوي راپور کې راغلي، چې له وروستیو پوځي نښتو وروسته د امنیتي تدابیرو سختېدا، د انټرنېټ پرې کېدا، د عامه خدمتونو له ګډوډېدا او د اداري فشارونو له زیاتېدا سره د افغان کډوالو حقوقي وضعیت نور هم خراب شوی او ډېری یې د «حقوقي نه‌شتون» له حالت سره مخ کړي دي.

د هانا د څرګندونو له مخې، د مدني احوالو د ثبت لپاره د اغېزناک میکانېزم نشتوالي؛ لکه د واده، طلاق، زېږون، نسب، د ماشوم د روزنې او پالنې حق( حضانت) او میراث د دې لامل شوي، چې ګڼ افغانان ونه‌توانېږي خپلې کورنۍ اړیکې په قانوني ډول ثابتې کړي او یا له خپلو مدني حقونو او قضايي ملاتړ څخه برخمن شي.

په راپور کې راغلي، افغان ښځې تر ټولو ډېر زیان ویني.

د هانا د څرګندونو له مخې؛ هغه ښځې، چې له کورني تاوتریخوالي، ناثبت شویو ودونو، غیررسمي طلاقونو، د کورنۍ له پرېښودو او یا د نفقې له نه ورکړې سره مخ دي؛ د رسمي اسنادو د نشتوالي له کبله په محکمو کې د خپلو حقونو د اثبات پر مهال له جدي ستونزو سره مخ کیږي.

همدارنګه افغان ماشومان د زېږون د نه ثبتېدا او د هویتي اسنادو د نشتوالي له کبله له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او ټولنیز ملاتړ څخه بې‌برخې کېږي او د بې‌هویته پاتې کېدا، جبري کار، استثمار او کم‌عمره ودونو له زیات خطر سره مخ وي.

هانا د ایران کورنیو قوانینو ته په نغوته کې ویلي، چې د دې هېواد د مدني قانون د پېنځمې مادې له مخې؛ په ایران کې ټول مېشت کسان د دغه هېواد د قوانینو تابع دي او اوومه ماده د بهرنیو وګړو د مدني احوالو اړوند حقونه پر رسمیت پېژني.

د دې بنسټ د رڼو اداري کړنلارو نشتوالی او د استوګنې د وضعیت یا د اسنادو د نشتوالي له کبله محکمو ته د کډوالو د لاسرسي محدودیتونه د ایران د اساسي قانون له اصولو، لکه د عادلانه غوښتنې او د قانون پر وړاندې د برابرۍ له حق سره په ټکر کې دي.

په راپور کې راغلي، چې ایران د خپلو نړیوالو ژمنو، د مدني او سیاسي حقونو، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو نړیوالو میثاقونو او د ماشوم د حقونو کنوانسیون له مخې اړ دي، چې د خپلې خاورې ټولو اوسېدونکو ته، له توپیري چلند پرته، عدالت ته د لاسرسي، د زېږون د ثبت او قانوني ملاتړ حق ډادمن کړي.

هانا د ایران له حکومته غوښتي، چې د بېړنیو تدابیرو له نیولو سره د افغان وګړو د مدني احوالو د ثبت، محکمو ته د هغوی د بې‌توپیره لاسرسي او د ښځو او ماشومانو د اغېزناک قانوني ملاتړ زمینه برابره کړي او له هغو اقداماتو او تګلارو ډډه وکړي، چې عدالت ته د دوی د لاسرسي مخه نیسي او یا یې زیانمنتیا ډېروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خوړو د نظام بدلون د افغانستان د خوړو خوندیتوب او کارموندنه پیاوړې کولی شي – نړیوال بانک

په راپور کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان، منځنی ختیځ او شمالي افریقا له اقلیمي بدلون، د اوبو له کمښت، جګړو او د خوارځواکۍ له زیاتېدا سره مخ دي. اوس‌مهال په دې سیمه کې له هرو شپږ کسانو یو یې خوړو ته خوندي لاسرسی نه‌لري او ۴۲ سلنه خلک روغتیایي خوړو د برابرولو وس نه‌لري.

Published

on

 

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د خوړو او کرنې د نظامونو اصلاح او بدلون کولی شي په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب د پام وړ ښه کړي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد اقتصادي مقاومت پیاوړی کړي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان، منځنی ختیځ او شمالي افریقا له اقلیمي بدلون، د اوبو له کمښت، جګړو او د خوارځواکۍ له زیاتېدا سره مخ دي. اوس‌مهال په دې سیمه کې له هرو شپږ کسانو یو یې خوړو ته خوندي لاسرسی نه‌لري او ۴۲ سلنه خلک روغتیایي خوړو د برابرولو وس نه‌لري.

د راپور له مخې، تر ۲۰۵۰ زېږدیز کال پورې به د خوړو غوښتنه ۶۷ سلنه لوړه شي.

راپور ګواښ کړی، چې د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت او جګړو له کبله د خوړو ناامني مخ پر زیاتېدا ده او دغو عواملو د کرنې پر سکټور سخت فشارونه وارد کړي دي.

نړیوال بانک ټینګار کړی، چې د خوړو خوندیتوب یوازې د کرنیز تولید پر زیاتولو نه ډاډمنیږي، بلکې د خوړو د ټول نظام له تولید څخه تر لګښت پورې هر اړخیزې اصلاحات غواړي. په دغو اصلاحاتو کې د اکمالاتي ځنځیر پیاوړتیا، د خوړو د ضایعاتو کمول، د زېرمه کولو او لېږد رالېږد ښه کول او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومې کرنې لپاره پانګونه شامله ده.

د راپور له مخې، د خوړو او کرنې نظامونه اوس هم د سیمې په اقتصاد کې مهم رول لري او د کرنې، ټرانسپورټ، پروسس او خوراکي خدمتونو په برخو کې یې میلیونونه کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

نړیوال بانک د راپور له مخې، د کرنې او د خوړو د نظام اصلاحات کولی شي د بېوزلۍ په کمولو، د تغذیې په ښه کولو او په ځانګړي ډول د ځوانانو او د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کندهار والي له ترکیې د روغتیايي مرستو د پراخولو غوښتنه وکړه

د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر صادق آی‌ یلدیز او مل پلاوي یې د شنبې پر ورځ کندهار ته د رسمي سفر پر مهال له والي سره وکتل.

Published

on

 

د کندهار والي ملا محمد شیرین آخوند، په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر سره په لیدنه کې له ترکیې وغوښتل، چې په ځانګړي ډول په کندهار کې د روغتیا، کرنې او پراختیايي پروژو په برخو کې خپلې مرستې پراخې کړي.

د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر صادق آی‌ یلدیز او مل پلاوي یې د شنبې پر ورځ کندهار ته د رسمي سفر پر مهال له والي سره وکتل.

ملا محمد شیرین آخوند له افغانستان سره د ترکیې له اوږدمهالو همکاریو مننه وکړه او څرګندوي، چې ترکیه د ګډو دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکو له کبله د افغانستان نږدې دوست هېواد دی. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراخېدا هیله هم څرګنده کړه.

والي له ترکیې وغوښتل، چې په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د درملو او طبي تجهیزاتو په برابرولو، د میرویس سیمه‌ییز روغتون او د عینو مېنې د ۳۵۰ بستریز روغتون په تجهیز، د افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو په روزنه، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ترکي تجربو په شریکولو، د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې په چټکتیا، او همدارنګه د بېرته راستانه شویو کډوالو په مېنو کې د ښوونځیو، دیني مدرسو، روغتیايي مرکزونو او د پاکو اوبو د شبکو په جوړولو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

هغه ویلي، یادې برخې د کندهار له مهمو او بیړنیو اړتیاوو څخه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې صادق آی‌ یلډیز د افغانستان د امنیتي وضعیت، د بیارغونې بهیر او نورو پرمختګونو د ستاینې تر څنګ زیاته کړې، چې ترکیې تل هڅه کړې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي او په اړینو برخو کې ورسره همکاري وکړي. هغه د افغانستان د دوامدار پرمختګ هیله هم څرګنده کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117